پوپ فرانسس یو ځل بیا په غزه کې د اسرایل بریدونه وغندل، وایي دا "ظلم" دی

د عیسایانو د کېتولیکې کلیسا مشر پوپ فرانسیس یو ځل بیا په غزه کې د اسرایلي ځواکونو هوايي بریدونه په کلکه وغندل او دا یې "ظلم" وباله. پوپ په نومبر کې هم په غزه کې د ممکنه "نسل وژنې" د دوامداره دعوو په اړه د نورو نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې وه.

پوپ په غزه کې بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې غندلي چې د اسرایل د حکومت یوه وزیر په عامه توګه پوپ فرانسیس پر دې خبره وغانده چې له نړیوالې ټولنې یې غوښتي وو په دې اړه دې مطالعه وکړي ایا په غزه کې پوځي عملیات د فلسطین د خلکو نسل وژنه ده که نه

فرانسیس د خالي- شنبې په ورځ د کېتولیکې کلیسا مشرانو یا کارډینالانو ته چې د وېټیکن د بېلابېلو څانګو مشري کوي د کرسمس د کالنۍ وینا پیل د اسرایل د جمعې د ورځې هوایي بریدونو ته په اشارې سره وکړ چې په غزه کې یې لږ تر لږه 25 فلسطینیان ووژل.

پوپ فرانسیس وویل، "پرون، په ماشومانو باندې بمباري وشوه، دا ظلم دی، دا جګړه نه ده. ما غوښتل دا خبره وکړه ځکه چې همدا مې زړه ته راځي".

پوپ د 1.4 ارب غړو رومن کېتولیک کلیسا د مشر په توګه معمولاً په شخړو کې په طرفدارۍ کولو کې ډېر احتیاط کوي، خو په دې وروستیو کې یې د فلسطیني وسلوالې ډلې حماس خلاف د اسرایل د پوځي عملیاتو په اړه ډېر څرګند دریځ خپل کړی دی.

پوپ فرانسیس د خپلو مرکو په نوي کتاب کې چې تېره میاشت خپور شو، ویلي وو، ځینو نړیوالو کارپوهانو ویلي چې "هغه څه چې په غزه کې پېښیږي د نسل وژنې ځانګړتیاوې لري".

د اسرایل د کډوالو د چارو وزیر امیچای چکلي د جمعې په ورځ د ایټلي په «ایل فوګیلو» ورځپاڼه کې په یوه غیرمعمولي پرانیستي خط کې پر دغو څرګندونو سختې نیوکې وکړې. چکلي د نسل وژنې د اصطلاح په کارولو سره د پوپ خبرې "بې ارزښته" وبللې.

پوپ فرانسیس د شنبې- خالي په ورځ دا هم وویل چې د یروشلم [بیت المقدس] کېتولیک بِشپ چې د پادري په توګه پیژندل شوی، د جمعې په ورځ د کېتولیکو عیسایانو د لیدو لپاره غزې پټۍ ته د ننوتلو هڅه کړې وه، خو وایي د ننوتلو مخه یې ونیول شوه.

په یروشلم کې د پادري دفتر رویټرز خبري ایجنسۍ ته وویل، دوی د پوپ د څرګندونو په اړه تبصره نه شي‌ کولای چې ایا ریښتیا د ځایي کلیسا مشر غزې ته له ننوتلو څخه منع شوی وو که نه.

رویټرز وایي‌اسرایلي چارواکي هم د شنبې- خالي په ورځ د یهودي سبت [مذهبي ورځې] له کبله د تبصرې لپاره حاضر نه وو. د اسرایل پوځي هم سمدستي په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

په غزه کې جګړه هغه مهال پیل شوه چې د حماس په مشرۍ فلسطیني وسلوالو د 2023م کال د اکتوبر په اوومه د اسرایل پر جنوبي سیمو برید وکړ، چې د اسرایلي چارواکو په وینا، 1,200 کسان یې ووژل او تر 250 زیات یې غزې ته یرغمل بوتلل.

د حماس تر کنټرول لاندې غزې د روغتیا چارواکو په وینا، د حماس خلاف د اسرایل په بریدونو کې تر اوسه له 45,000 ډېر خلک وژل شوي چې وایي اکثر یې ملکي وګړي دي، خو په دغو کې د حماس د وژل شویو وسلوالو شمېر جلا نه دی ښوولی.

اسرایل وايي لږ تر لږه په درو کې یوه برخه وژل شوي کسان وسلوال دي او وايي هڅه کوي ملکي وګړو ته د زیان رسولو مخه ونیسي خو له هغو وسلوالو سره جګړه کوي چې په ښاري سیمو کې د خلکو په منځ کې پټېږي. حماس د خلکو په منځ کې د پټېدو خبره ردوي.