تحریک انصاف ته په 43 شرطونو لاهور کې د جلسې اجازه ورکړل شوه

په اسلام اباد کې د پي‌ټي ايي د شوې جلسي یو منظر

د لاهور ضلعي انتظامیې په 21م ستمبر حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف ته په لاهور کې د جلسې کولو اجازه ورکړې ده خو د جلسې لپاره یې ورته 43 شرطونه هم ایښي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د تحریک انصاف باني مشر عمران خان اعلان کړی ؤ چې که لاهور کې د جلسې اجازه ور نه کړل شي نو دوي به خپله جلسه په احتجاج بدله کړي.

د لاهور د ضلعې انتظامیې له لوري په اېښودل شوؤ شرطونو اؤ ضابطو کې یو شرط دا هم اېښودل شوی چې د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور به په اتم ستمبر اسلام اباد کې شوې جلسې ته پخپله وینا بخښنه غواړي.

د اسلام اباد په جلسه کې وزیراعلا ګنډا پور په پوځ سختې نیوکې کړې وې چې تر جلسې وروسته هغه په مرموز ډول تر اتوؤ ساعتو په اسلام اباد کې بې درکه شوی ؤ.

د تحریک انصاف مشر عمران خان تور لګولی ؤ چې وزیراعلا ګنډا پور د اسټیبلشمنټ په وینا پورته کړل شوی ؤ خو پوځ یا نورو امنیتي ادارو د عمران خان ددغه تور تر اوسه نه خو تایید کړی اؤ نه تردید.

د لاهور د ډپټي کمشنر لخوا د پي ټي آي د جلسې په اړه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د جلسې وخت به یې د ماسپښین له دریوؤ بجو تر شپږو بجو وي اؤ هیڅ یو اشتهاري مجرم یا مخرور به دې جلسه کې نه خو ګډون کوي اؤ نه به په اسټیج ودرېږي.

بیان کې ویل شوي که جلسه کې کوم مخرور ولیدل شو نو په نیولو کې به یې د جلسې انتظامیه کومک کوي اؤ که دغسې ونه کړي نو د جلسې په انتظامیه به د مخرور د مرستې مقدمه درج کیږي.

په شرطونو اؤ ضابطو کې ویل شوي چې جلسه کې به هیڅوک د افغانستان بېرغ په لاسونو کې نه پورته کوي اؤ نه به هم چاته د ډنډو سره جلسې ته د ورتګ اجازه ورکول کیږي.

د اعلامیې له مخې جلسه کې به د پاروونکو اؤ سپکاوي د نعرو اجازه نه وي اؤ نه به هم د کوم سیاسي یا مذهبي ګوند اؤ یا هم د کوم هیواد سره د تعلق لرونکي تن ګوډاګی یا بېرغ سوځول کیږي.

د اعلامیې له مخې جلسې په سیمه اؤ خواوشا کې به د امنیت ذمه واري د منتظیمینو پغاړه وي اؤ د کومې ناګهاني پېښې په صورت کې به د جلسې منتظیمین ذمه وار ګرځول کیږي.

د تحریک انصاف بندي مشر عمران خان اوړمه ورځ په اډیاله زندان کې خبریالانو ته ویلي وو که ګوند ته یې لاهور کې د جلسې اجازه ورنه کړل شي نو دوي به خپله جلسه په احتجاج کې بدله کړي.

هغه ویلي وؤ دوي ته د تېر یو نیم کال راهسې په لاهور کې د جلسې اجازه نه ورکول کیږي اؤ زیاته کړې یې وه چې جلسه کول زمونږ اییني حق دی.

عمران خان ویلي وؤ چې دا جلسه د سپریم کورټ ، جمهوریت اؤ ازادۍ د ژغورلو لپاره کوي.