اسلام اباد:تحریک انصاف ګوند دعوه کوي چې په لسګونو فعالین یې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي

پاکستان تحریک انصاف ګوند دعوه کړې ده چې اسلام اباد کې د هغوي په مظاهره چیانو د امنیتي ځواکونو په ډزو کې په لسګونو بېګناه وګړي وژل شوي اؤ په سوونو نور ژوبل شوي دي.

د اسلا اباد د پمز روغتون تر مخه دا وخت 6 مړي، 32 ژوبل مظاهرچیان او د پوليسو او د رینجرز 39 ژوبل عسکر ور وړل شوي دي،

دغه شان د پولي کلينک هسپتال سرچينو ډيوه ته ويلي چې دغه روغتون ته 25 زخمي مظاهره چیان د پوليسو 5 ژوبل اهلکاران او 3 مړي ور وړل شوي چې لا نامعلومه دي.

تحریک انصاف ګوند پخپلو ټولنیزو ویب پاڼو ګڼ شمیر ویډیوګانې خپرې کړي چې په دغو ویډیوګانو کې د ډزو اوازونه اوریدل کیږي اؤ مظاهره چیان د شپې تیاره کې په سړکونو وارخطا منډې وهي.

په اسلام اباد کې د تحریک انصاف احتجاج ته د زرګونو په شمیر کې پښتانه د خېبر پښتونخوا د بیلابیلو برخو نه ورغلي وؤ اؤ غوښتنه یې کوله چې د هغوي د ګوند مشر عمران خان دې له بنده ازاد کړل شي.

د تحریک انصاف ګوند لخوا په ټولنیزو رسنیو دعوه شوې چې د اسلام باد یوازې یو روغتون ته د ۳۳ وژل شوؤ کسانو جسدونه ور وړل شوي خو پي ټي آي بیا ددغه هسپتال نوم نه دی اخستی .

حکومت لا په سمدستي توګه د تحریک انصاف دې دعوې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی .

د پاکستان د وزیراعظم سلاکار رانا ثناء الله منلې چې تېره شپه پولیسو اؤ د رینجرز ځواکونو په اسلام اباد کې د تحریک انصاف د مظاهره چیانو په ضد عملیات کړي خو هغه ویلي چې اسلام اباد کې د خلکو د وژنې مقدمې به د احتجاج راجوړونکو په ضد درج کولی شي.
تحریک انصاف ګوند پخپلو بیلابیلو ټویټونو کې دعوه کړې چې د هغوي په په لسګونو کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې په ګولیو لګیدلي چې ځينې په هسپتالونو کې دي اؤ ځېنې نور مړي لا یا خو په ساحه کې پراته دي اؤ یا هم حکومت د رسوایۍ له ویرې پټ کړي دي.

د تحریک انصاف یو مرکزي مشر شهباز ګل په ایکس رسنۍ خپل یو ټویټ کې دعوه کړې چې تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي خو هغه د خپلې دې دعوې هیڅ ثبوت مخې ته نه دی راوړی.

د تحريک انصاف ګوند يو مشر شېر افضل مروت بېګاه نيو عملياتو کې د ۱۲ کسانو مړينه تاييد کړې ده خو د تحريک انصاف رسمي بيان کې بيا د اتوو کسانو د وژل کیدو دعوه شوې ده.
پاکستان تحریک انصاف ګوند د نړیوالې ورورولۍ نه غوښتنه کړې ده چې په دې ظلم باید غلي پاتې نه شي اؤ په کلکه دې غږ پورته کړي.

د نهې اؤ چهارشنبې په منځ شپه کې پاکستان تحریک انصاف ګوند په سوشل میډیا خپور کړي خپل یو بیان کې تور لګولی چې سرکاري مشینرۍ د هغوي د ګوند په لسګونو فعالانو باندې نیغ په نیغه ګول ورولي اؤ وژلي یې دي.

د پي ټي اي ویاند ویلي د دوي ګوند ته تر اوسه د اتوؤ وژل شوؤ فعالانو په هکله معلومات ترلاسه شوي چې د هغوي نومونه انیس شهزاد ستي، ملک مبین، اورنګزیب، عبدالقادر، ملک صفدر علي، احمد ولي، محمد الیاس او عبدالرشید دي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې صورتحال په قابو کې اؤ د سبا ورځې نمر به د نوي سوچ سره څیره وهي.

هغه ویلي زه پي ټي آي ته ویل غواړم چې "بس دی اوس قلار هم شئ، تر څو به داسې کیږي"

نوموړي ویلي چې د زیارت له ورځې به سکولونه پرانستی اؤ میټرو بس اؤ انټرنیټ خدمات به پیل کړل شي.

د کورنیو چارو وزیر ویلي په احتجاجونو کې د افغان وګړو د برخې اخستو په اړه حکومت فیصله کړې اؤ په راتلونکو څو ورځو کې به هغه په دې اړه میډیا ته معلومات ورکړي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په 24م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک باندې د احتجاج اعلان کړی وو، خو دوی د اتوار په ورځ اسلام اباد ته نه وو رسېدلي.

پي ټي آی په دې احتجاج کې د خپل باني مشر عمران خان په شمول د دغه ګوند د ټولو بندي مشرانو د خوشي کولو، د 26م اییني بدلون د ختمولو او په انتخاباتو کې د شوو درغلیو د پلټنو لپاره د خپلواکه کمېشن جوړولو غوښتنې کولې.