په پاکستان کې د پښتنو د حقونو تحريک، پښتون ژغورنې غورځنگ يا پي ټي ايم، د رياستي ادارو په وينا د طالبانو د ټولو مظبوطې مورچې شمالي وزيرستان کې په څوارلسم اپريل په يوه درنه جلسه کې د طالبانو د پښو نه زمکه راښکله او د غوښتنو کچه يې په لمړي ځل د پاکستان د پولو نه بهر وغځوله.
شمالي وزيرستان د کال ٢٠١۴م پورې د وسله والو طالبانو او د هغوی په نوم د مېلمه کړل شوو خارجي ترهگرو ډلو مرکز و. د پاکستان پوځ وايي هم دغه کال يې په سيمه کې د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات پيل کړل او په ٢٠١٥م کې يې دعوه وکړه چې سيمه يې د ترهگرو پاکه کړه. د پي ټي ايم مشران دغه دعوه څلور کاله وروسته نن هم ردوي.
د پي ټي ايم يو مشر او د سويلي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير جلسې ته په خپله وينا کې وويل:
"نن پوځ دلته راغلی دی خو په پوځ او طالب کې هيڅ فرق نشته. دا خو پلار او زوی دي. طالب کمانډران اوس هم ښکاره په گاډو کې گرځي او چې دا بلا تر کومه په دې خاوره موجود وي، دلته به کله هم امن رانشي"
د پي ټي ايم د مشرانو په وينا د ضرب عضب عمليات د ترهگرو خلاف نه بلکې د ځايي خلکو خلاف وشول ځکه چې هغوی وايي نه خو هدفي وژنې ودرېدلي دي او نه پخوانۍ ترهگرې ډلې ختمې شوي دي.
منظور پښتين وايي زمونږ په خاوره ډز زمونږ په امن ډز دی
د وزيرستان په تاريخ کې، د څارونکو په وينا، تاريخي جلسې ته د پي ټي ايم مشر منظور پښتين وويل:
"هدفي وژنې روانې دي. زمونږ په خاوره ډز زمونږ په امن ډز دی او دا نور نه منو"
په وزيرستان کې د معدنياتو په اړه د تحريک مشر منظور پښتين گډونوالو ته وويل:
"پوځ ستاسو په شتمنو قبضې ته راغلی دی او په دې غلي پاتېکېدل وطن خرڅول دي. (د دهشت گردۍ په نوم زمونږ په وطن مه راگرځه. زمونږ د وطن نه لاړ شه. ايا په به غلي پاتېکېږو؟"
د جلسې گډونوالو په يوه چغه وویل چې "نه" .
پي ټي ايم په افغان سوله کې برخه غواړي
د پاکستان د پوځ د پښتنو په وسايلو د قبضې د ختمولو د غوښتنو سره سره پي ټي ايم په لمړي ځل د افغانستان د امن په اړه داسې غوښتنې وکړې چې که په راتلونکي کې په دغه ټينگار وکړي نو د افغانستان په امن کې ځان لپاره رول موندلی شي.
د پي ټي ايم غړي او د قطبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د افغان سولې په اړه غوښتنه وکړه چې سوله راوستل نه ډ پاکستان او نه د امريکا اختيار دی:
"د افغانستان صورتحال په مونږ پښتنو نيغ په نېغه اغېزې لري. د افغانستان د مستقبل فيصله به د افغانستان خلک کوي. دا نه د پاکستان د اي ايس اي اختيار دی او نه د امريکا اختيار دی"
د محسن داوړ په دې وينا د جلسې گډونوالو په يوه چغه غږ پورته کړو چې لر او بر يو افغان. څېړنکاران وايي د پاکستان پوځ او د پاکستانې بيانيې پلويان دا ناره نه خوښوي او وآیی دا دوه شعارونه پرې ډېر بد لگي چې کله د پي ټي ايم غړي په خپلو جلسو کې وايي، يه جو دهشت گردي هی، اس کی پيچهی وردي هی او يا دا چې لر او بر يو افغان.
د پي ټي ايم يو بل فعال صمد خان جلسې ته په وينا کې ناشنا غوښتنه وکړه چې وايي:
"په قطر کې د امريکا او طالبانو خبرې روانې دي. غوښتنه مو دا ده چې د افغانستان د حالاتو نه پښتانه متاثره کيږي. پي ټي ايم دې د قطر خبرو اترو ته د يو مدعي په توگه راوغوښتل شي"
د وزيرستان جلسې ته ښځو هم ويناوې وکړې
څېړنکاران وايي د وزيژستان غټې جلسې ته يو شمېر پښتنو ښځو هم برخه اخستلې وه چې يا خو يې خپل خپلوان د مودو مودو راهسې ورک دي او يا د هدفي وژنو ښکار کورنۍ وې.
جلسې ته د نورو ځپلو شوو ښځو په گډون د پي ټي ايم فعالې ثنا اعجاز هم په وينا کې د پاکستان په پوځ سخت ټکونه وکړل چې پوځ د ترهگرۍ خلاف عملياتو ته نه بلکې د ځايي خلکو د کورونو او کاروبارونو چور کولو ته راغلی دی.
د پوځي عملياتو په اړه ثنا اعجاز وويل:
"دوی ورته نومونه ورکوي چې درغلم او راغلم او دا ضرب عضب او دا ضرب غضب دی. زه ورته وايم چې دا ضرب غلا دی. غله راځي او غلا کوي. دوی دې خاورې ته غله دي"
د ثنا اعجاز د وينا په ملگرتيا وروسته محسن داوړ او منظور پښتين هم وينا وکړه او منظور پښتين خو يې مثال په يوه ټوقه ورکړو. ښاغلي پښتين وويل:
"د دوو تنو جگړه وه نو دريمگړی يې خلاصون ته راغی او نوې کمبله يې په سر وه. يو تن جگړه پرېښوده او د دغه سړي کمبله يې وتښتوله. سړی چې کوره ته لاړو ښځې ترې وپوښتل جگړه ختمه شوه نو ده ورته ويل چې جگړه مگړه نه وه زما کمبلې ته يې چل و"
د پاکستان ميډيا پي ټي ايم ته ځای نه ورکوي
که پي ټي ايم هر څو د عدم تشدد په لار روان دی او غوښتنې يې د پاکستان د ايين او قانون په چوکاټ کې منلې شوي دي خو د په پاکستانۍ ميډيا کې د دوی دومره لويو جلسو ته هيڅ ځای نه ورکول کيږي خو پي ټي ايم دا کمی په سوشل ميډيا پوره کوي او ليدل کيږي چې د پي ټي ايم فعالين ډېره خواري کوي او کامياب ټرېنډز چلوي.
د پاکستان پيپلز گوند مهم غړی او پخوانی ژورنالسټ فرحت الله بابر هم د ميران شاه جلسې ته تلی و او هلته يې په خپله وينا کې وويل:
"دا دومره په گڼ شمېر کې خلک د خپلو اييني او بشري حقونو غوښتلو له رواتلي دي خو افسوس په دې کوم چې د دې ذکر به سباله د پاکستان په ميډيا کې نه وي"
تېر کال د بشري حقونو لپاره راپورته شوی د پښتون ژغورنې غورځنگ مقبوليت د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم په خپل کلني رپورټ کې منلی او وايي
په ٢٠١٨م کې د پښتون ژغورنې غورځنگ پيلېدل او دې د حکومت ځواب د تېر کال يو مهم سياسي پر مختگ دی.