دپېښور په پولیسو دپي‌ ټي ایم دسپین ږیري غړي دکنځلو تورونه لګیدلي خو پولیس څه وایي؟

که حکومت دخیبر پښتونخوا پولیسو ته مثالي پولیس وایي نو هلته دپښتون ژغورنې غورځنګ یو سپین ږیري فعال نصیب خان ناصر په دغو پولیسو تور لګولی چې د بې کچه تشدد کولو ترڅنګ یې هغه ته د” لور “ کنځلې کړي.

خو پولیس دا تورونه بې اساسه بللي او وایي پي‌ ټي‌ ایم اوس دپوځ ترڅنګ غواړي دپولیسو په ضد هم خپله ناوړه پروپیګنډه وکړي.

په ټولنیزو رسینو د ژوب سره دتعلق لرونکي دپي‌ ټي ایم یو سپین روبي مشر نصیب خان ناصر یوه ویډیوه خوره شوې ده چې پکې هغه وایي اوړمه ورځ‌ پرې پېښور کې دپي ټي ایم داحتجاجي پرلت په مهال لمړی پولیسو تشدد کړی خو کله چې یې دنیولو نه وروسته تاڼې ته بوتللو نو په لاره ورته دپېښور حیات اباد تاڼې دپولیسو مشر یا ایس ایچ او کنځلې وکړې.

خو کله چې وائس اف امریکه دنصیب خان ناصر د تورونو دا معامله دپېښور دایس ایس پی ظهور اپریدي سره راپورته کړه نو هغه وویل "هو داسې ویډیو په سوشل میډیا خوره شوې ده، خو دې کې هیڅ حقیقت نشته اؤ دا یوازې دپي‌ ټي ایم پروپیګنډه ده"

تیره ورځ پېښور کې دپښتون ژغورنې غورځنګ په احتجاجي پرلت د پولیسو د تشدد بیلابیلې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلې وې چې په یوه ویډیو کې لیدل کیږي نصیب خان ناصر په زمکه پروت دی اؤ پولیس یې وهي.

خو ددغه ویډیو نه وروسته په یوه بله ویډیو کې بیا نصیب خان وایي دپولیسو مشر له نیولو وروسته دهغه زنانه ؤ ته سپکې کنځلې کړي دي.

هغه وایي چې په دغو کنځلو کې ایس ایچ او دهغه لور یادوله اؤ ده ورته یوازې دومره وویل چې” دا خبرې دپښتنو سره نه ښایي “

دنصیب خان ناصر په وینا چې “ دا مې ورته وویل نو ده(ایس ایچ او) بیا ووهلم، ورته مې ویل هلکه احتجاج ته خو زه راغلی یم ، زما لور خو په ژوب کې ناسته ده،ستا زما د لور سره څه کار دی؟”

خو نصیب خان وایي چې څومره یې ایس ایچ او له کنځلو منعې کولو همدومره ورته هغه کنځلې کولې.

په ټولنیزو رسنیو په سوونو خلکو د پي ټي ایم سپین ږیري غړي ته دپولیسو لخوا د ویل شوؤ ردو بدو سخته غندنه روانه ده اؤ ویل کیږي پولیسو ته نه ده پکار چې دخپلو قانوني اختیاراتو څخه په تجاوز کولو دخلکو لوڼه ،خویندي په بدو الفاظو یادې کړي

دپېښور د پولیسو مشر وویل په کوم ایس ایچ او چې د بداخلاقۍ تورونه لګیدلي هغه یو لوستی اؤ باصلاحیته بنیادم دی اؤ هیڅکله دچا مور خور نه شي یادولی، خو بیا به هم پولیس له خپله انده ددې تورونو بشپړه پلټنې وکړي اؤ معلومه به کړي چې حقیقت څه دی؟

خو ددې ترڅنګ دپولیسو دغه لوړپوړي مشر دا هم وویل چې پولیس به سائبر کرائم سره هم تماس نیسي اؤ دپي‌ ټي ایم دهاغو فعالینو په ضد به دکارروایۍ خواست کوي چې په پولیسو یې په سوشل میډيا بې اساسه تورونه لګولي دي.

دپي ټي‌ ایم د غړو لخوا چې په کوم پولیس افسر یا ایس ایچ کامران مروت دبداخلاقۍ تورونه لګیدلي هغه هم دا تورونه بې ځایه بللي اؤ ویلي یې دي “د یو ذمه وار افسر اؤ پښتون په توګه دداسې کولو سوچ قدرې هم نه شم کولی”

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ایس ایچ او کامران مروت وویل “کله چې انتظامیې دفعه ۱۴۴ ولګوله اؤ د دهرنې ختمولو امر دافسرانو لخوا وشو نو زه خپله ورغلم دوئ ته مې منتونه وکړل چې تاسو په امنناکه ډول خپاره شئ، خو هغوئ مونږ ته بد رد شروع کړل چې تاسو دپنجاب بوټان پالش کوئ،دهغوئ غلامان یئ”

دغه ایس ایچ او وایي دپي‌ ټي ایم د ټولو مشرانو نه دې پوښتنه وشي چې څومره ورځې یې پرلت کړی ایا پولیس ورته یوه ترخه خبره کړې ده، خو کله چې د پرلت ختمولو امر د” بره “نه وشو نو بیا پولیس مجبوره شول چې دغه احتجاج کوونکي پاسوي.