د پاکستان د پنجاب حکومت د سموګ یا د خيچن لوګي نه د بیمارانو په شمېره کې د اضافې وروسته د صوبې په ځینو ښارونو کې د صحت بېړنی حالت نافذ کړی، په هسپتالونو کې د عملې رخصتۍ منسوخ کړی شوي دي او سکولونه یوه هفته نور تړل شوي دي.
د صحت اېمرجنسي یا بېړنی حال په وړمبۍ مرحله کې په لاهور او ملتان کې عملي کولی شي چې سموګ زیات ځپلي دي. د مریضانو په تعداد کې د اضافې په سبب د پنجاب حکومت دا څرګندونه هم کړې ده چې اینده هفته په صوبه کې لاک ډاون یا ګرځبندیز هم لګېدلی شي.
په لاهور او په ملتان ضلعو کې د سکولونه، کالجونو او د یونېورسټیانو زدکړې انلان کولی شي.
دا اعلانونه د پنجاب سېنیر وزیرې مریم اورنګزېب د جمعې په ورځ په لاهور کې په خبري کانفرنس کې وکړل.
اورنګزېب وویل د سموګ مسله د صحت په بحران کې بدله شوې ده. هغې خلکو ته مشوره ورکړه چې د سخت ضرورت نه بغېر دې په موټرسایکل بهر نه وځي او د ماسک استعمال دې کوي. هغې وویل د مسلې دپاره تګلاره جوړېږي.
د صحت بېړنی حالت یا هېلت اېمرجنسي د اعلانولو په لړ کې مریم اورنګزېب وويل په رېسټوارنټونو کې خلک د مازدیګر د څلورو بجو پورې خوراک کولی شي او د ماسختوتن ته اته بجو پورې خلک د رېسټوارنټونو نه کورونو ته خوراک وړلی شي.
د پنجاب سېنیر وزیرې وویل په تېره یوه میاشت کې په صوبه کې د ساه په ناروغیو کې اضافه شوې ده او دا شمېره اته لګو ته رسېدلې ده. هغه زیاته کړه چې د کرونا په شان د سموګ په اړه هم د احتیاط ضرورت دی.
د پنجاب د صحت محکمه وايي د سموګ په سبب خلک د ساه، دمې، د زړه او د فالج په مرضونو کې مبتلا کېږي.
د صحت د محکمې ترمخه د فضايي خيچنوالي په سبب لاهور په مسلسل ډول د دنیا د خيچونو ښارونو د فهرست په سر کې دی.
په پنجاب کې د سموګ دلاسه د ناروغیو د زیاتېدو په ترڅ کې ماهرینو حکومت ته مشوره ورکړې ده چې د اینده لسو کلونو دپاره دې په دې اړه تګلاره جوړه کړي.
د لاهور د کېنګ اېډورډ مېډيکل کالج اېسوسي اېټ پروفېسره ډاکټر صومیه اقتدار ګڼي چې د احتیاط دلارې د سموګ اثرات کمېدلی شی.
د وي او ای اردو څانګې سره خبرو کې ډاکټر صومیه وویل په سموګ کې هم هغه احتیاط پکار دی چې د ساه په بیمارۍ کې يې خلک کوي او ماسک دې لګوي.
ډاکټرصومیه وویل د سترګو حفاظت هم په سموګ کې ډېر ضروري دی او خلکو ته پکار دي چې اوبه او شربتونه ډېر څښي چې زهر جنې مادې د بدن نه زر بهر وځي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اردو څانګې د رپورټ نه اخیستل شوي دي