د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) ویلي داسو کې په چینایي انجینیرانو د شوي برید په تړاؤ نیول شوي دوه ترهګر د هغوي د ملګرو په ډزو وژل شوي دي.
په 14 جولاي کال 2021م کې د خېبر پښتونخوا په بر کوهستان ضلعه کې د داسو هاییډرو پاور پلانټ تر څنګ شوي ترهګریز برید کې 9 د چین انجینیران،دوه د ایف سي عسکر اؤ یو ډرایور وژل شوی اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.
له دغې پېښې وروسته چارواکو دعوه کړې وه چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د برید پلان جوړونکي نیولي دي .
د زیارت په ورځ د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې د داسو برید د پلان جوړونکو په ګډون پینځه ترهګر د ساهیوال جیل څخه منتقل کولی شول چې په لاره کې نورو ترهګرو د داسو برید کې د ککړو ترهګرو د پولیسو نه د خلاصولو په غرض ناتاره ډزې وکړې.
ویاند ویلي د وسله والو په ډزو کې د داسو د برید په تړاؤ نیول شوي ترهګر محمد حسین اؤ ایاز وژل شوي دي.
څېړونکي وایي په پاکستان کې چې اکثره وخت خفیه ادارې یا پولیس وغواړي یو ملزم د عدالت تر شا ووژني نو هغې وژنې ته یا خو د پولیس مقابلې نوم ورکړي اؤ یا بیا ووایي چې ملزم د خپلو نورو ملګرو په ډزو وژل شوی دی.
پاکستان کې وخت په وخت د وسله والو لخوا د چین په وګړو اؤ نورو بهرنیانو وژونکي بریدونه کيږي چې تر دې ساعته پکې ګڼ شمیر بهرني وګړي وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
سږکال په 26م مارچ هم د خېبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سیمه کې د داسو ته روانه د چیني انجنیرانو په قافله یو ځانمرګي برید شوی وو، پینځه د چین انجنیران او د هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي وو.
د روانې اکتوبر میاشتې په اوومه نیټه هم پاکستان کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نړيوال هوايي ميدان [اييرپورټ] څنګ ته "د چينايانو په قافله برید کې دوه چينايان وژل شوي او يو ژوبل شوی ؤ.
تر دې برید وروسته چين د پاکستان نه د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره د ټولو اړينو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه