صدر ولادېمير پوټن ویلي روسي ځواکونه په یوکرېن کې د جنګ په مېدان خپل وړمبي اهداف ترلاسه کولو په لوري پرمختګ کوي. پوټن د روس د نویو سوپرسانک یا د اواز د رفتار نه تېز تلونکو مزایلو ستاینه هم وکړه.
پوټن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په سرکاري ټېلې وېژن په کلیز پروګرام کې د روسیانو د پوښتنو جوابونه ورکول. هغه وویل د ماسکو ځواکونه د جنګ په ټول محاذ پېش قدمي کوي.
پوټن وویل صورتحال په ډرامايي ټوګه بدلېږي او په محاذ هره ورځ حرکت کېږي.
مغربي او روسي څېړونکي وايي د کال ۲۰۲۲ نه وروسته په وړمبي ځل روس د یوکرېن په مشرقي سیمه کې په چټکتیا پېش قدمي کوي، د یو نه وروسته بل کلی نېسي او پوکروسک ښار يې د خطر سره مخامخ کړی دی.
پوټن وویل روسي ځواکونه د مربع کلومېټرو په حساب علاقه هره ورځ بیا نېسي.
پوټن ومنله چې جګړه پېچيده ده، دا وېل په بې معنې وي چې چې مخکې به څه کېږي خو د هغو ابتدايي اهدافو په لوري پرمختګ دوام لري چې د خصوصي پوځي اپرېشن د شروع کولو په وخت ټاکل شوي وو.
روسي صدر وویل هرڅوک د اتلانو په څېرجنګېږي. هغه غوښتنه وکړه چې روسي ځواکونو ته دې د خوش بختۍ، بریا او کور ته د ستنېدو خواهشات څرګند کړی شي.
د روس په کرسک سیمه کې د یوکرېني ځواکونو د موجودګۍ په اړه پوټن وویل یوکرېني ځواکونه به ویستل کېږي خو هغه دا و نه وېل چې دا به کله وي.
پوټن د اواز د رفتار نه تېر تلونکي د روس د اورېشنېک مزایل ذکر هم وکړو او ويې وېل د غو مزایلو مخه نه شي نیول کېدی. روس اورېشنېک مزایل د یوکرېن په یوه پوځي کارخانه استعمال کړی دی.
پوټن وویل روس تیار دی چې بیا دغه مزایل په یوکرېن ور وولي. هغه دعوه وکړه چې د دې مزایل د غورځول کېدو څه امکان نشته.
په ظاهره د یوکرېن ملاتړیان په مخاطب کولو، پوټن وویل دوی دې په کیف کې د تباهۍ دپاره یو هدف وټاکي، د هوايي حملې ټولې مزایلې دی یوځای کړي او روس به پې د اورشنېک حمله وکړي او بیا به وګوري چې څه کېږي. هغه وویل روس خو دې تجربي ته تیار دی خو ایا دا بل طرف او تیار دی او که نا؟