د رحيم الله يوسفزی د ژوند قېصه که يو خوا د هغه د کورنۍ د غربت او د ستړو داستان دی نو بلخوا یې د صحافت په مېدان کې د ډېر محنت او د ځان پېژندنې يو ژوندی مثال هم دی چې په نړیواله کچه یې همکارانو خبریالانو ستایلی دی.
رحیم الله یوسفزی د کېنسر ناروغۍ نه د وفات شو او د جمعې په ورځ په خپل پلرني کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
هغه په پېښور کې د انګریزۍ ژبې دي نیوز مدیر و او په نړیواله کچه د افغانستان د چارو منل شوی کارپوهه ګنل کېدو.
په نړیواله کچه د پېژندګلو پېدا کولو نه مخکې رحیم الله یوسفزي د کراچۍ په یو اخبار کې د کاپي پېسټر په توګه کار شروع کړو چې د صحافت په مد کې ډیر معمولي مقام ګڼل کېږي.
د وي او ای ډیوه څانګې مشر نفیس ټکر، د ډیوه خبریال بهروز خان او په پېښور کې ډان ورځپانې مشر اسماعیل خان د رحیم الله یوسفزي سره دي نیوز کې کار کړی دی.
په دې مضمون کې بهروز خان د رحیم الله یوسفزي سره نه یوازې خپل یاداشتونه لیکلي بلکې د هغه د ژوند په یو شمېر نورو اړخونو یې هم رڼا اچولې چې ممکنه ده ډیر خلک به ترې نه وي خبر.
کورنی ژوند
رحیم الله یوسفزی د مردان د کاټلنګ سيمې په شموزو کلي کې په کال 1954 کې زېږېدلي و چې په نهم سېپټمبر کال 2021 کې د کينسر رنځ د لاسه يې د نړۍ نه سترګې پټې کړې.
ښاغلي يوسفزي خپلې وړومۍ زدکړې د کلي په سکول کې پیل کړې او د پينځم جماعت نه وروسته پلار د ځان سره په پېښور پوځي چاوڼۍ کې په سکول کې واچولو چې د اتم پورې يې هلته سبق ووې نو پلار يې چې پخپله پوځي او د صوبېدار د عهدې رسېدلی و رحيم الله يوسفزی د پنجاب جهلم ملټري کالج کې داخل کړو خو هلته د ميټرک د لسم جماعت نه وروسته ورته وويل شول چې د نظر د کمي په سوب د هغه سبق خرڅ نور پوځ نه شي اوچتولی.
د رحيم الله يوسفزي د حالاتو، ذهانت او محنت نه بلد خلک او نزدې ملګري يې وايي د ملټري کالج نه د وتلو وجه د يوسفزي کوم ذهني لا بدنيکمی نه و بلکې د نظر کمی ورته خنډ ځکه جوړ شو د ياد کالج نه پاس کېدونکي کيډيټان به ارو مرو پوځ ته ځي او هغه د پوځ د پاره د کار کيډيټ نه ثابېتېدو.
رحيم الله يوسفزي د پېښور نه په ساينس کې دولسم پاس کړو او د نور سبق تکل يې کولو چې پلار يې په بنګال کې هندي ځواکونو په کال 1971 کېسره د نزدې 93,000 پاکستاني پوځ بندي کړو.
د کور خرڅ ته پرېشان رحيم الله يوسفزی کراچۍ ته لاړو چې هلته يې د شپې په يو ګودام کې څوکيداري کوله او د ورځې يې په ډي جی ساينسز کالج کې سبق ويلو. دا به يوسفزي صيب په فخر ويل چې د يوې غريبې کورنۍ غړی دی.
په کراچۍ کې د بي ای یا څوارلسم کولو په دوران کې ورته د انګرېزۍ اخبار دي سن کې د کاپي پیسټينګ لا پروف ريډينګ نوکري ورکړل شوه او داسې یې د صحافت سفر پيل شوچې د ژوند د اخرو ورځو پورې یې روان و.
رحیم الله یوسفزي یو شمېر جاېزې (اېوارډونه) ګټلي او د مردان نه د رحيم الله صيب د کلي په خوا تېر شوی سړک چې بونېر ته په ميا خان سنګاهو اوښتی د “شاه راه رحيم الله يوسفزي” په نوم نومول شوی دی.
د کراچۍ نه بيرته پېښور ته راتګ
د رحيم الله يوسفزي دي سن اخبار تجربې د هغه شوق د انګرېزۍ ژبې ژورنالزم سره راوپارو او په پېښور کې د هغه وخت مقبول اخبار دي مسلم بيورو چيف وټاکل شو.
دا وخت د روسي ځواکونو خلاف افغان مجاهدين د پاکستان په مهاجر کيمپونو کې وسله والې جګړې ته روزل کېدل او افغانستان ته لېږل کېده چې مشرتابه يې ټول په ټوله په پېښور کې وو.
د رحيم الله يوسفزي د افغان مجاهدينو سره نزدې اړيکې جوړې شوې او وخت په وخت به سره د نورو خارجي ژورنالېسټانو د مجاهدينو د جنګ کرښو ته ورتللو.
د سيمې سره تعلق په سوب ځکه چې پخپله يوسفزی پښتون و د هغه په مسلکي کار کې ډېره مرسته وکړه. هغه وخت د انګرېزۍ ژبه بل کوم پښتون صحافي دومره فعاله نه و لکه چې رحيم الله يوسفزی و.
د افغان جهاد د جنګي کرښو نه د ډيټ لاين ورکولو نه يواځې دي مسلم اخبار لوستونکي زيات کړل بلکې د نړيوالې ميډيا سترګې يې هم ځان ته راواړولې چې هغه وخت په سيمه کې د پښتو او اردو ژبې د ټولو مقبولې ادارې بي بي سي په پېښور کې خپل نماينده وټاکلو.
او دغه رنګ د نورې نړيوالې ميډيا سره يې ليکل ويل پيل شول او که ووايو په پښتنو کې خو څه چې په پاکستان کې به بل داسې يو خبريال نه وچې د افغانستان او په پاکستان کې د پښتنې سيمې په حالاتو يې نړيوالې ميډيا ته دومره رپورټينګ کړی وي څومره خبر نګاري چې په دغه موده کې رحیم الله یوسفزي کوله.
رحيم الله يوسفزي د وژل شوي افغان صدر ډاکټر نجيب الله سره د هغه د صدارت په وخت کې مرکه کړې وه چې ډېره ستايل شوې او خوره شوې وه.
افغان مجاهدين او بیا افغان طالبان
د کال 1994 اکتوبر په مياشت کې چې کله د سپين بولدک ولسوالي او د چمن دروازه طالبانو په اول ځل ونيوله او تحريک طالبان يې پي لکړو نو د طالبانو د ناڅاپي راوچتېدلو او په تېزۍ د نورو سيمو نيولو او کندهار د ملا عمر په مشرۍ کې د امارت اسلامي مرکز ګرځول خبرونه ډېرې نړۍ ته د رحيم الله يوسفزي د لارې رسېدل.
په دې کلونو کې مسلم اخبار بند شوی و او په پېښور کې رحيم الله يوسفزی دي نيوز انټر نيشنل ورځپاڼې بيورو چيف مقرر شوی و. زه هم په دغه کلونو کې په ياد اخبار کې وم نو راته ذاتي معلومات شته چې طالبانو په رحيم الله يوسفزي ډېر باور کولو او د هرې لوې وړې يې نه به خبر یې ساته.
تر دې حده چې زه ورسره يوه ورځ په دفتر کې د هغه په کمره کې وم او ده په ټيلفون د چا سره خبرې کولې چې په بل فون کال راغی ما اوچت کړو کالکونکي د سلام نه وروستو وپوښتل رحيم الله صيب شته ما ويل هو تاسو څوک يې هغه په بل فون دی ويل يې زه ملا عمر يم او رېسېور مې رحيم الله صيب له ورکړو په ورو مې ورته وويل ملا عمر دی.
په رحيم الله يوسفزي تور لګول کيږي چې د طالبانو وياند و او د پاکستاني استخباراتي ادارو ايجنټ و ولې يو شمېر مسلکي خلک دا ګڼي په ژورنالزم کې او بيا د افغانستان او پاکستان غوندې په داسې حساسه سيمه کې ژورنالېسټ څنګه د یو یا د بل قوت د اثر نه لرې پاتې شي او د يو قوي خبر د راويستلو د پاره خپلې سرچينې ونه کاروي؟
د رحيم الله يوسفزي په اړه ګڼ شمېر ژورنالېسټان او څېړونکي وايي د هغه سورسز (سرچینو) او رابطې په خپل ځای خو تل يې يو بيلنس او د کره معلوماتو تر لاسه کولو وروسته رپورټينګ کړی.
په کابل کې د طالبانو د نوي اعلان شوي نګران حکومت نزدې ټولو لوړ پوړو چارواکو د رحيم الله يوسفزي په مړينه خواشيني ښودلې او ښاغلی يې خپل دوست ياد کړی.
اوساما بن لادن او القاعده
کله چې د طالبانو په وړومبي حکومت کې په کال 1998 د جون په مياشت کې اوساما بن لادن ته پاکستاني عرب او څه نور بهرني ژورنالسټان خوست ته بوتلل شول د رحيم الله يوسفزي صيب سره زمونږ دوه ملګري نفيس ټکر او اسماعيل خان هم ملګري چرته چې بن لادن په پوپرېس کانفرنس کې د القاعده تنظيم د جوړولو اعلان کړی و.
د اوساما بن لادن د پټ ژوند په ورځو کې رحيم الله يوسفزی افغانستان ته تلی و او د خبرونو تر مخه وړومبنۍ مرکه يې د بن لادن سره چرته د قندهار په سيمه کړې وه.
په ياد کال کې د القاعده خلاف د امريکا د پيټريټ ميزايلو په حمله کې د اوساما مرکز په نخښه شوی و خو بن لادن ترې روغ وتلی و او کورېج ته يېرحيم الله يوسفزی ورغلی و.
يوه ځانګړې واقعه
مونږ په دفتر کې وو مازيګر وخت و چې به ډېر مصروف و. رحیم الله یوسفزی د رپورټينګ کمرې ته راغی او ماته يې ويل ته راشه ما سره د خپلو کمو غم شو خو چې کمرې ته يې دننه شو نو دوه افغانان چې طالبان لګېدل په سپين پټکو کې ناست وو سلام مې پرې واچولو رحيم الله صيب ماته وې ته کېنه مړه دا دوی څه وايي؟
زه ورسره په صوفه کښېناستم يوسفزی صيب په خپله کرسۍ کښېناست او يو تن چې دا لاسونه يې بې ترتيبه شان مروړل او يو قراني ايت بيا بل قراني ايت او بيا نورې ديني حوالې او ترجمه نو وايي د قران د دې اياتونو په رڼا کې ملا عمر امير المومنين نه دجال دی.
هغه مېلمه ويل د قران پلانکی ايت چې راته يې وژباړه هم وايي دجال به په يوه سترګه ړوند وي، دا سترګه به يې په جنګ کې ړنده شوې وي د دجال سره به هر څوک ملګری کيږي او دا سخت د وچکالۍ کال بوي او داسې نور.
ما رحيم الله صيب ته وکتل مسکی شوم ځکه چې رحيم الله صيب مذهبي ذهن لرلو د قراني اياتونو په حوالو لږ شک هم واخستلو ما مېلمه ته ذوې دا ستاسو حوالې خو ټولې ښکاره علامې دي خو ما ترې پوښتنه وکړه مولانا صيب دين د عربو نه راغلی او دجال پسې په پښتنو کې راولې نودا به څنګه شي؟ رحيم الله صيب وخاندل.
زه رپورټينګ ته راغلم ملګرو ته مې وې داسې چل او ما ورته داسې وویل نو هغوی وې د دې ملا دا خبره خو غلطه هم نه ښکاري کوم قحط او لوږه چې د طالبانو په دور کې په افغانستان کې ده دا بې مثاله ده.
همکاران او نړيواله ميډيا
رحيم الله يوسفزی لکه څنګه چې مې ليکلي په محنت مين ډېر ساده باده ژوند يې کولو او محنتي او تېز خلک يې خوښېدل چې په ټول سټاف کې ورته اسماعيل خان ځکه ډېر نزدې و هغه په انګريزي سکولونو کې سبق هم ويلی و خو خپله ذمه داري يې هم پوره کوله.
اسماعيل خان چې کله ډان ورځپاڼې ته د بيورو چيف په حيث تلو نو رحيم الله صيب په يوه حقله خوشاله و چې ښه ځای ورته ورکړل شو خو دهغه په بيلېدو خفه هم و.
ما چې د اسماعيل خان نه وپوښتل د رحيم الله صيب په اړه که يوه جمله کې څه ويل غواړې نو څه به وايې؟
هغه وايي “دا د زده کړو ډېره ښه تجربه وه. بهروز خانه چې شا ته ګورم نو دا احساسوم زما زده کړې هغه وخت په ټپو ودرېدې کله چې د نيوز نه لاړم”.
د نيو يارک ټايمز رپورټر او د ناين لايوز ان پاکستان نومې کتاب ليکوال ډکلن واش د ارواښاد يوسفزي په اړه ليکي “رحيم الله يوسفزی زما دپېښور په سفر کې وړومبی تن و چې مې ورسره وليدل. هغه يو تود هرکلی کونکی و او په خلاص زړه او استقامت يې د پښتونخوا پېچلي حالات يوبل واز سترګي نابلده زده کونکي ته په سراحت بيانول. هغه زمونږ د پېشې يو اتل و. زما ملګريه په مخه دې ښه شه. هغه ډېر عمر دې په راحته شه”.
دا ښیي—رحیم الله یوسفزی د سیمې یو داسې ماهر ګڼل کېدلو چې د سیمې سره نااشنا ډېرو بهرنیانو لپاره د معلوماتو یوه خزانه وه.
د رحيم الله صيب يو بل عادت ډېر ځانګړی و چې د هر پېژندګلو تن که دومره مقبول به نه هم و خو د هغه په مړينه به يې خا مخا اوبيچوري لا دژوند کيسه ليکله او نن داسې ورځ ده چې د هغه په مرګ د هغه اوبيچوري ليکل کيږي. اروا مو ښاده او په ګور موًنور شه.