د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي ځوان نقيب مسيد په وژنه تورن راو انوار چې عدالت په ياده قضيه کې بري کړی، د دوبۍ اَنلاکډ په معلوماتو کې په کراچۍ کې د جعلي پوليس مقابلو په نوم یاد دغه پخواني پوليس افسر راو انوار د کورنۍ نوم هم مخې ته راغلی چې د ښځې او بچو په نوم یې په دوبۍ کې د ميلينونو ډالرو پينځه جايدادونه دي. ويل شوي د راو انوار تنخا 95,000 روپۍ وه خو هغه په شږ کاله موده کې 74 ځله دوبۍ ته سفرونه کړي دي.
دوبۍ اَنلاکډ
د پلټونکو صحافيانو نړيوال تنظيم (د منظمه جرمونو او بډو روشوتونو د رپورټنګ پروژې/ او سي سي ار پي) او د ناروې صحافتي ادارې (ای 24) په 14مه مې خپرو کړو معلوماتو کې ويلي، د پاکستان او هند په ګډون د نړۍ خواوشا 50 هيوادونو د 74 مطبوعاتي ادارو د خبریالانو په مرسته د دغو معلوماتو پلټنې کړي او په دوبۍ کې د جايدادونو جوړونکو نومونه یې راښکاره کړي دي.
د (دوبۍ ان لاکډ DUBAI UNLOCKED) په نوم خپرو شوو معلوماتو کې ویل شوي د 2022م کال د پيل پورې خواوشا 17000 پاکستانيانو په دوبۍ کې 23000 جايدادونه لرل چې مجموعي قيمت یې خواوشا لس اربه ډالره وو او په تېر دوو کلونو کې په دوبۍ کې د جايدادونو يا ځمکو بيعې سېوا کېدو سره د پاکستانيانود جايدادونو قيمتونه دولس نيمو اربو ډالرو نه سېوا شوي دي.
د راو انوار د کورنۍ په نوم جايدادونه
د دوبۍ انلاکډ په معلوماتو کې مرسته کوونکي د پاکستان ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه، د راو انوار مېرمن اوس هم په دوبۍ کې د يو اپارټمنټ مالکه ده کوم یې چې د 2021م کال په وروستيو کې خواوشا په پينځه لکه ډالره اخستی وو او بيا یې په د کال دپاره په 44,923 ډالره کرايه باندې ورکړی وو.
ويل شوي د هغې په نوم يو بل دفتر هم دی کوم یې چې په 2018م کې په 213,452 ډالره اخستی او هغه یې هم په کرايه ورکړی دی.
ويل شوي، د راو انوار د مېرمنې په نوم دوه نور جايدادونه هم معلوم شوي کوم چې بیا خرڅ کړل شوي وو، په دغو کې د يو اپارټمنټ قيمت په کال 2021م کې 14,80000 ډالره وو او د بلې بنګلې قيمت په 2022م کې 40,8000 ډالره وو.
په دوبۍ انلاکډ کې د جايدادونو په حواله راټولو کړل شوو معلوماتو په اړه ويل شوي، دا د 2020 نه تر 2022م کال مودې پورې دي.
د ډان په رپورټ کې ویل شوي، د راو انوار د مېرمن په نوم د شپږو کمرو يوه بله بنګله هم ده، کومه چې جوړيږي د 2023م کال د مې په 30مه اخستل شوې، او د ترلاسه معلوماتو ترمخه د دغه بنګلې په مارکیټ کې قيمت 6.67 ميلينه يا 66,70000 ډالره دی.
د راو انوار لخوا د دغو جايدادونو په اړه کوم رسمي بيان مخې ته نه دی راغلی خو د نورو پاکستانيانو چې پکې سياستوال او پخواني پوځي جرنېلانو نومونه چې د دوبۍ انلاکډ په رپورټ کې راغلي ځينې سياستوالو ويلي، په دغو جايدادونو یې ټېکسونه ورکړي او د الېکشن کمېشن سره یې معلومات شريک کړي دي.
راو انوار "د بشري حقونو سرغړوونکی"
امریکې د 2019م کال د دسمبر په مياشت کې راو انوار د بشري حقونو د سرغړونو کوونکو په نوملړ کې اچولی وو. د امریکې د خزانې د وزارت د بهرنيو شتمنيو د کنټرول دفتر ويلي وو، "راو انوار چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر وو هاغه وخت د پولیس د جعلي مقابلو زمه وار وو، هغه په 190پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې يې د نقيب الله مسيد په ګډون 400 کسان وژلي" وو.
امریکايي دفتر ويلي وو "راو انوار په مبيینه توګه د پوليسو د جرايم پېشه او غلو د ډلې مشري کوله چا چې به د خلکو نه قلنګ اخيستو، ځمکې به يې نيولې، په نشه يي توکيو او وژنو کې به ککړ وو".
راو انوار امريکايي تورونه رد کړي وو. د امریکې وروسته برتانیې هم راو انوار د بنديزونو په نوملړ کې شامل کړی وو.
د راو جايدادونو ته غبرګون
د ملي جمهوري غورځنګ ګوند د سيند صوبې مشر محمد شېر وايي، دوی د اولې ورځې نه دا خبره کړې چې راو انوار به خلک د پېسو دپاره وژل، ځورول، او په ځانګړي ډول پښتانه به یې په هدف کول.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، راو انوار يو نوکر وو، دومره پېسې ورسره د کوم ځای نه راغلې چې په دوبۍ کې یې پرې د بچو او مېرمن په نوم جايدادونه اخستي دي.
هغه زیاته کړه، دوی د پاکستان د واکمنو نه د دغو پېسو او راو انوار په اړه د پلټنو غوښتنه کوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ چې د لومړۍ ورځې نه د نقیب مسيد د وژنې ضد احتجاجونه پيل کړي، د سيند صوبې مرستيال مشر یې محمدالله وايي، دوی هم تل د راو انوار د هغو کړنو غندنه کړې او پرضد احتجاجونه یې کړي چې پښتانه به یې وژل پېسې به یې ترې اخستې.
هغه وویل، پوليسو په ګډو پلټنيزو کمېټيانو کې په خپله ويلي وو چې راو انوار د نقيب مسيد سره د لسګونو کسانو په جعلي مقابلو کې وژلي، د هغې باوجود دې هغه ته یو منټ له هتکړۍ ونه لګېدې، نو ښکاري چې د هغه په سر د زورورو قوتونو لاس دی او دلته بيا مظلومو خلکو ته انصاف نه ترلاسه کيږي.
د نقيب مسيد وژنه او راو انوار ضد قضيه
د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی نقيب مسيد د کال 2018 په 13 جنورۍ په کراچۍ کې په يوه پولیس مقابله کې وژل شوی کومې مقابلې ته چې د کراچۍ پوليسو خپلې ګډې پلټنيزې کمېټۍ جعلي وو خو تېر کال د جنورۍ په مياشت کې په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د نقيب مسيد په وژنه تورن پخوانی پوليس افسر راو انوار سره د نورو پوليسو ملزمانو بري کړی وو.
د نقيب مسيد کورنۍ په دغه فېصله د افسوس څرګندونه کړې، په سيند هايکورټ کې یې چېلنج کړې او ويلي يې وو د غټو عدالتونو نه د انصاف تمه لري او د انصاف ترلاسه کېدو دپاره به هره دروازه ټکوي، او دغه قضیه اوس هم په عدالت کې ده.