د شام پوځي کمانډ خپلو افسرانو ته ویلي د بشارالاسد واکمني پای ته رسېدلې ده

د شام د پوځ کمانډ نن د اتوار- یکشنبې په سهار خپلو افسرانو ته خبر ورکړی چې د صدر بشارالاسد 24 کلن آمرانه حکومت ختم شوی دی. دا خبره د شام یوه افسر چې له دې اقدام څخه خبر وو رویټرز خبري ایجنسۍ ته کړې ده.

د شام باغیانو ویلي چې دمشق "اوس له بشارالاسده ازاد شوی دی".

په شام کې د حکومت وسلوال مخالفین د دسمبر په اوومه وروسته له هغه د سرښار دمشق دروازو ته رسېدلي چې حکومتي ځواکونو د حمص په ښار کې خپلې مورچې پریښوې او دا ښار باغیانو ته په لاس ورغی.

د باغیانو د پرمختګ پرمهال داسې ګنګوسې وې چې ګواکې صدر بشارالاسد له هیواده بهر تښتېدلی خو حکومت دا اوازې رد کړې وې او رویټرز خبري ایجنسۍ مخکې د دوو پوځي افسرانو په حواله لیکلي وو چې صدر اسد په الوتکه کې نامعلوم ځای ته تللی دی.

د باغیانو لاس ته د حمص ښار لوېدل د بشارالاسد د حکومت لپاره یوه غټه ضربه ده ځکه چې همدا ښار د لاذقیه او طرطوس صوبو په مهم چوک باندې پروت دی چې د حکومت اصلي مرکزونه دي او د روس د بحري ځواکونو اډه هم پکې پرته ده.

د باغیانو مشري حیات تحریر الشام ډله کوي، چې تر دې وړاندې یې د حلب او حما ښارونه ونیول او د حمص نیول ورته یوه ستره کامیابي ده.

د شام د بشري حقونو څار ادارې مشر رامي عبدالرحمان ویلي چې حکومتي پوځیان او د نورو امنیتي ادارو غړیو دا ښار پرېیښی او یو څه برخې یې هغوی ته په لاس ورغلې دي.

د څار دې ادارې او د باغیانو کمانډرانو ویلي، وسلوال مخالفین د سرښار دمشق په لور روان شوي دي. حکومتي ځواکونو د هیواد په جنوب کې د اکثریت صوبو مرکزونه پرېیښي دي چې اوس یې کنټرول د باغیانو په لاس کې دی.

د باغیانو پرمختګ په دې معنا چې د شام کورنۍ جګړې له پیل راهیسې په لومړي ځل ددې هیواد له څورلس صوبو څخه یواځې د درو مرکزونه [دمشق، لاذقیه او طرطوس] دا مهال د حکومت په لاس کې دي.

د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګایر پیډرسن په جنېوا کې د شام په هکله د خبرو لپاره بیړنۍ غونډه راغوښتې چې سیاسي واک په منظمه توګه ولېږدول شي. ښاغلي پیډرسن ویلي په شام کې حالات شېبه په شېبه بدلېږي.

د حمص نیول د یاغیانو لپاره یو ستره بریا ګڼل کېږي. هغوی دمخه د حلب او حما ښارونه او د هېواد سویلي برخې نیولې وې. د یاغیانو دا چټک پرمختګ چې د نومبر پر ۲۷مه پیل شو، د جګړې په لوریو کې د پام وړ بدلون ګڼل کېږي.

د یاغیانو وروستي پرمختګونه، چې د القاعده اړوند ډلو په مشرۍ ترسره شول، د ولسمشر اسد واک ته د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو ستر ګواښ پېښوي. دغه پرمختګونه د شام د پوځ لخوا د لږ مقاومت په شتون کې ترسره شول، او د یاغیانو اصلي ډله "هیئت تحریر الشام" وه.

په دمشق کې خلکو د اړتیا وړ توکو ذخیره کولو ته مخه کړې ده، او ګڼ شمېر کسان د لبنان پر لور تښتیدلي دي. په ښار کې ډېری دوکانونه تړل شوي وو، او پرانېستي دوکانونو د مهم توکي درې چنده ګران خرڅول.

د شنبې- خالي په ورځ د اتوؤ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو ډیپلوماتانو غونډه وکړه، چې پکې د سعودي عربستان، روسیې، مصر، ترکیې او ایران استازو ګډون کړی و. ګډونوالو د سوریې بحران لپاره د سیاسي حل لارې ملاتړ وکړ او د بشري مرستو پر زیاتولو ټینګار یې وکړ.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.