د ډبلیو ایچ او رپورټ: په 2023 کې 8 ملیون خلک په ټي بي اخته شوي

د روغتیا نړیوال سازمان د نهې یا سه شنبې په ورځ وویل چې تیر کال له 8 میلینه یا اتیا لکه زیات خلک په ټي بي/نري رنځ اخته شوي وو، ملګري ملتونه وایي دا ترټولو لوړه شمیره ده کله نه چې روغتیایی ادارې د دې ریکارډ خوندي کول پیل کړی.

په نوي راپور کې ویل شوي چې تیر کال شاوخوا 1.25 ملیونه خلک د ټي بي یا نري رنځ له وجې مړه شوي ، زیاتوي چې ټي بي احتمال د نړۍ د کویډ نه وروسته ترټولو لوی ناروغۍ ده چې ایچ ایي وي نه یې دوه چنده زیات خلک وژلي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ټي بي تر ډیره په سویل ختیځ آسیا، افریقا، او مغربي بحرالکاحل کې خلک متاثره کوي. هند، انډونېشیا، چین، فیلیپین او پاکستان د نړۍ له نیمایي نه زیات بیماران لري.

ډبلیو ایچ او ډایریکټر جنرل ټیډروس اډهانوم ګبریاس په یو بیان کې ویلي"دا حقیقت چې ټي بي لاهم ډیر خلک وژني او ناروغه کوي خو دا یوه خفه کونکي خبره ده ، کله چې مونږ د مخنیوي لپاره وسایل لرو ، او درملنه یې لرو او تشخیص یې کولې شو.

خو د نري رنځ ټي بي نه مړینه په نړیواله کچه کمیږي، او د نوي اخته شوي خلکو شمیر د کمې په لور روان دی. دې ادارې یادونه وکړه چې تیر کال د اټکل شوي 400,000 خلکو څخه چې د درملو پرې اثر نه کوو ټي بي لري، د نیمایي څخه لږ تشخیص شوي او درملنه یي شوي.

ټي بي د هوا له لارې د بېکټرییا له امله لږي او کیږي چې اکثرا یي په پیپړو اثر کوي. اټکل کیږي چې د نړۍ نږدې څلورمه برخه ابادي TB لري، مګر یوازې 5٪ -10فیصده یې نښې نښانې ظاهره وي.

د ډاکټرز وید اوټ بارډرز په ګډون د صحت فعالانو ډلو له اوږدې مودې راهیسې د امریکا کمپنۍ سیفایډ نه غوښتنه کړې چې په بې وزلو هیوادونو کې د ټي بي ټیسټونه لپاره وسایل پیدا کوي ،\چې قیمت یي د پنځه ډالرو ته راکم کړي او رسایي یي زیاته کړي. د دې میاشتې په پیل کې، د بې سرحده ډاکټرانو او د نړۍ 150 روغتیایی شریکانو سیفایډ ته یو پرانیستی لیک واستاوه چې په دوی یې غږ وکړ چې "د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړي" او په بیړنۍ توګه د نري رنځ معاینه په نړیواله کچه پراخه کړي.