رپورټ: پاکستاني ځواکونو په دوو میاشتو او لسو ورځو کې ‏‎181‎‏ "ترهګر" وژلي

پاکستاني ځواکونو د روان کال د اپرېل له لومړۍ نېټۍ څخه تر لسم جون پورې په پښتونخوا، بلوچستان او سيند صوبه کې ‏‎7000‎‏ عمليات کړي او ‏‎181‎‏ ‏‏"ترهګر" یې وژلي دي.

دغه خبر د پاکستان سرکاري (رېډيو) خپور کړی دی، خو په خبر کې سرچينه نه ده ښودل شوې چې دا شمېرې چا شريکې کړي دي او ‏ځينې پاکستاني مطبوعاتو د امنيتي سرچينو له قوله دغه خبر خپور کړی دی.‏

د پاکستان پوځ په خپله وېبپاڼه دغه خبر يا شمېرې نه دي شريکې کړي.‏

د رېډيو پاکستان په خبر کې دعوه شوې، ترهګر د پولې د پورې غاړې (افغانستان) څخه را اوښتو په وخت وژل شوي دي. په خبر کې زياته کړل شوې په وخت د ‏امنیتي ځواکونو د ځواب ورکولو سره "د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ارادې ناکامه کړل شوي دي".‏

دغه خبر ته تراوسه پورې د ټي ټي پي کوم ځواب مخې ته نه دی راغلی.‏

په سرکاري خبر کې زياته کړل شوې، په باجوړ، دير او چترال کې د پټو معلوماتو په اساس د حملو هڅې ناکامه کړل شوي، او د چينايي اينجينيرانو په ‏نخښه کولو کې ککړ د ټي ټي پي نېټ ورک نيول شوی دی.‏

په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام کې د داسو ډېم په چينايي انجينيرانو ځانمرګی برید شوی، پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ‏‏‏‏ډرايور یې پکې ‏وژل شوي وو.‏ هغه وخت تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد څخه د لاتعلقۍ اعلان کړی وو.‏

خو د پاکستان حکومتي او پوځي مشرانو د دغه پېښې ذمه واري په تحریک طالبان پاکستان ور اچولې، او تور یې لګولی چې د افغانستان خاوره په ‏‏دوامداره توګه د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي،‏ خو په افغانستان کې واکمنو طالبانود پاکستان دغه ډول تورونه تل رد کړي دي.‏

پاکستاني مطبوعاتو د امنيتي سرچينو له قوله ویلي، د دوو مياشتو نه په زياته موده کې امنيتي ځواکونو په ‏‎7745‎‏ عملياتو کې په خېبرپښتونخوا کې ‏‎2701‎، بلوچستان کې ‏‎4902‎‏ او سيند صوبه کې ‏‎142‎‏ عمليات کړي دي.‏

ويل شوي په وژل شوو ‏‎181‎‏ ترهګرو کې ‏‎128‎‏ په خېبرپښتونخوا، ‏‎51‎‏ په بلوچستان او دوه په سيند کې وژل شوي دي.‏

د مې په اوومه نېټه د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل ارشد شريف چودري په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، روان کال امنیتي ځواکونو ټول ‏‎13,135‎‏ غټ ‏واړه عمليات کړي، ‏‎239‎‏ ترهګر یې وژلي او ‏‎396‎‏ يې نيولي دي، او هره ورځ د ‏‎100‎‏ پورې ‏عمليات کيږي، په دغو عملياتو کې ‏‎19‎‏ مهم ترهګر وژل شوي او ‏نيول شوي هم دي.‏

هغه ويلي وو، روان کال په دغو عملياتو کې دوه افسران او ‏‎60‎‏ پوځي اهلکار وژل شوي دي. وسله وال ځواکونه به د ملک څخه ترهګري ختموي او دا ‏‏کاميابه جګړه به د وروستي ترهګر د خاتمې پورې روانه وي.‏

د پيکس رپورټ

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلیکټ اېنډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ويلي، د مې ‏په میاشت کې په ملک کې د ترهګرۍ پېښې ‏‎12‎‏ فيصده سېوا شوي او امنيتي ځواکونو ‏‎82‎‏ جنګيالي وژلي وو. ‏

د روانې مياشتې په درېمه نېټه خپور کړي رپورټ کې پيکس ويلي وو، د اپرېل د مياشتې په مقابله کې په مې کې ترهګري سېوا شوې او وژنو کې هم ‏‎29‎‏ ‏فيصده اضافه ليدل شوې وه.‏

په رپورټ کې د مې په مياشت کې په ملک کې د ‏‎86‎‏ ترهګرو پېښو ويل شوي، ‏‎90‎‏ کسان پکې وژل شوي چې پکې ‏‎48‎‏ ملکي وګړي، ‏‎22‎‏ امنيتي ساتونکي او ‏‎20‎‏ جنګیالي شامل وو.‏

پيکس ويلي وو، د مې په میاشت کې د پاکستاني پوځ، نورو امنیتي ادارو او پولیسو د کارروايانو په وخت ‏‎70‎‏ کسان وژل شوي، ‏‎62‎‏ پکې جنګيالي او اته ‏د امنيتي ځواکونو غړي شامل وو. د رپورټ ترمخه د مې په مياشت کې په مجموعي ډول ‏‎82‎‏ جنګيالي وژل شوي، ‏‎62‎‏ پکې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو او ‏‎20‎‏ د حملو په وخت ځوابي عملياتو کې وژل شوي وو.‏

پيکس ویلي وو، په تيرو اووه کلونو کې د جنګیالو د وژنو دا شمېره په کومه يوه میاشت کې تر ټولو زياته شمېره وه.‏

په رپورټ کې ويل شوي د مې په مياشت کې په ‏‎86‎‏ پېښو کې ‏‎33‎‏ په پخوانۍ فاټا، ‏‎24‎‏ په خېبرپښتونخوا او ‏‎23‎‏ په بلوچستان کې شوې وې. پخوانۍ فاټا کې ‏‎30‎‏ کسان، خېبرپښتونخوا کې د ورګډو ضلعو نه علاوه نورو سيمو کې ‏‎37‎‏ کسان وژل شوي، او ټول ‏‎64‎‏ کسان ژوبل شوي وو.‏

پيکس ويلي وو، د روان کال (‏‎2024‎م) په لومړو پينځو مياشتو کې په ملک کې د ترهګرۍ ټولې ‏‎409‎‏ پېښې شوې، ‏‎414‎‏ کسان پکې وژل شوي او ‏‎474‎‏ ژوبل ‏شوي وو.‏