روس په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه کړې

د ماسکو د غونډې تالار

د افغانستان په موضوع په ماسکو کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د غونډې په موقع چې طالبان هم پکې شرکت کوي، روس په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه وکړه.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د غونډې د پرانېستلو په موقع د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو وویل په افغانستان کې د ثبات دپاره یو داسې ټول شموله حکومت ضروري دی چې پکې نه یوازې د ټولو قومونو بلکې د ملک د ټولو سیاسي قوتونو د مفاداتو عکاسي شوي وي.

نړیواله ټولنه نه ګڼي چې د طالبانو موقتي کابینه ټول شموله ده. نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشتوالي تشویش څرګند کړی دی.

طالبان وايي په موقتي کابینه کې یې د افغانستان ټول قومونه نمایندګي لري.

ای پي وايي که څه هم روس طالبان ترهګر تنظیم بللی خو بیا یې هم ورسره د تېرو څو کلونو راهسې رابطې ساتلي دي او طالبان یې د ترهګر تنظیمونو د فهرست نه دي لرې کړي.

د تصویر په مرکز کې سرګی لاو رو لیدل کېږي چې په افغانستان د ماسکو غونډې ته ورځي

ای پي وايي د روس د قانون دلاندې ترهګر بلل شوي تنظیم سره د روابطو په ساتلو سزا هم کېدلی شي. د ای پي په قول کله چې د روس خارجه وزارت نه د دې تضاد په اړه پوښتنه وشي نو وزارت وايي په افغانستان کې د ثبات دپاره طالبانو سره رابطې ضروري دي.

د ماسکو د غوڼدې شروع کېدو نه یوه ورځ وړاندې د روس خارجه وزیر ویلي ترڅو طالبانو خپل لوظونه نوي پوره کړي، ماسکو به یې تسلیم نکړي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه لاو رو وویل طالبانو یو شمېر لوظونه کړي دي چې پکې په خصوصي توګه د سیاسي لوظ هم شامل دی چې په خپل حکومت کې به نورو قومونو ته نمایندګي ورکوي او ټول شموله حکومت به جوړوي.

رویټرز وايي سرګی لاو رو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ماسکو غونډې ته خپل تقریر کې د طالبانو په اړه په مصالحه لهجه کې خبرې وکړې او ویې وېل لیدلي یې دي چې طالبانو په ملک کې د سیاسي او نظامي ثبات او د ریاستي ادارو د قایمولو دپاره ګامونه پورته کړي دي.

هغه وویل روس د هغو ګامونو نه مطمین دی چې په کابل کې د روس په سفارتخانه کې د کارکوونکو د تحفظ او سفارتخانې د کار دپاره اخیستل شوي دي.

د ماسکو د غونډې د شروع کېدو نه مخکې د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو خبریالانو ته وویل وخت راغلی چې نړیواله ټولنه کابل سره موثره مالي امداد ورکړي چې دا ډول د انساني بحران او د افغانستان نه د خلکو د کډوال کېدلو مخه ونیول شي.

د ماسکو په غونډه کې د طالبانو او روس نه علاوه د چین او پاکستان چارواکي هم ګډون کوي.

رویټرز خبري اداره وايي په افغانستان د غونډې د کوربتوب او افغانستان دپاره د مرستې د غوښتلو په شا د روس دا هدف دی چې افغانستان نه د امریکې د انخلا او په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته په سیمه کې خپل اثر په وړاندې بوځي.

امریکې ته هم د ماسکو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړی شوي وه خو د امریکې خارجه وزارت وویل د انتظامي معاملو په سبب په ناسته کې شرکت نشي کولی. د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان دا خبره وکړه چې امریکا به په اینده دا ډول خبرو ته سترګې په لاره وي.

رویټرز وايي سرګی لاو رو وویل د ماسکو په غونډه کې د امریکې په غیر حاضرۍ افسوس دی. رویټرز وايي ماسکو په دې اړه هم تشویش لري چې په افغانستان کې د حالاتو له امله د مرکزي اېشیا په ملکونو کې بې ثباتي او سيمې ته د کډوالو ورتګ شروع نشي. سرګی لاو رو وویل د طالبانو نه غوښتنه کوي او ماسکو ته ورغلي د طالبانو پلاوي ته یې هم ویلي د افغانستان خاوره دې د نورو ملکونو او په خصوصي توګه د ګاونډي ملکونو په ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.