د روسیې فیډرل سیکیورټي سروس(ایف ایس بي) یو ازبک وګړی د لیفټننټ جنرال ایګور کیریلوف د وژنې په شک کې نیولی دی.
جنرال کیریلوف د روسي پوځ د ایتمي ، بائیولوجیکل اور کیمیکل دفاع د ځواکونو مشر ؤ.
د رپورټونو له مخې نیول شوی شخص د اوکراین استخباراتي شبکې برتي کړی ؤ اؤ هغه په ماسکو کې په یو اسکوټر کې د اېښودل شوي بم د چاودنې له لارې جنرال کیریلوف وژلی دی.
په دې برید کې د کیریلوف مرستیال هم وژل شوی دی.
روسي چارواکو ویلي نیول شوي تن ته د دې چاودنې په بدل کې د 100,000 ډالرو د ورکول کېدو اؤ بېرته په یورپي یونین کې د میشته کولو وړاندیز شوی ؤ.
د روس حکومت دا پېښه ترهګرۍ بللې اؤ د اوکراین په ضد یې د انتقامي اقدام ګواښ کړی دی.
د روس د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخروف د اوکراين په لويديځو اتحاديانو تور لګولی چې په ماسکو کې په بې رحمه قتلونو کې د اوکراين همکاري کوي.
امریکې د نهې، سه شنبې په ورځ ويلي، د روس د لوړ پوړي افسر په وژنه کې لاس نه لري، د چا د وژنې دعوه چې اوکراين کړې ده، خو امريکې د دغه افسر د ظلمونو غندنه کړې ده.
د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند مېتيو ميلر د روس د پوځ د اېټمي، کیمیاوي او بیالوجيکل وسلو د څانګې مشر لېفټينېنټ جنرل ایګور کېرېلوف د وژنې په اړه ويلي، "زه تاسو ته په دغې اړه ويلی شم چې امریکا په دغې اړه د وړاندې څخه خبر نه وه، او په دې کې لاس نه لري".
خو ميلر له دې وړاندې د امریکايي اندازو په اړه خبرو کې ویلي، کېرېلوف څوک چې دا وخت د روس په پوځ کې تر ټولو لوړ رتبه تن وو، کله چې ماسکو په اوکراين حمله کړې وه، هغه د جګړې په ميدان کې د فساداتو قابو کوونکو کېمېکل ايجنټانو د کارولو حکم کړی او د کيمياوي کنونشن سرغړونه یې کړې وه.
میلر ویلي، "هغه يو داسې جنرل وو چې په ډېرو ظلمونو کې یې لاس لرلو، هغه د اوکراين د پوځ پرضد د کيمياوي وسلو په کارولو کې ککړ وو".
(ددې رپورټ معلومات د اې پي اؤ رویټرز څخه اخستل شوي)