د یوکراین او ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، روس د نهې په سهار د یوکراین په شمال ختیځ سومي کې په یوه روغتون برید کړی، چې له امله یې نهه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
په یوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارنې د ماموریت مشرې ډینیل بیل وویل، "لویټرینګ ماینونو" یا ځانمرګي ډرونونو د سینټ پینټی لیمون کلینیکي روغتون په 45 منټو کې په دوه بریدونو کې وویشتو.
هغې وویل، "ډیر مرګ ژوبله د دویم برید په وخت وشوه، کله چې د لومړي برید وروسته د ژغورنې هڅې پیل شوي وي او ناروغانو د وتلو هڅه کوله."
د یوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي په ټیلیګرام باندې وویلي: "په نړۍ کې هر هغه څوک چې د دې جګړې په اړه خبرې کوي باید پام وکړي چې روس کوم ځایونه په نښه کوي. دوی د روغتونونو، عوامي ځایونو او د خلکو ژوند سره جګړه کوي. "یوازې طاقت کولای شي روس سولې ته اړ کړي. د زور له لارې سوله یوازینۍ سمه لار ده."
د سومي سیټي کونسل ویلي، ۲۲ کسانو طبي مرسته غوښتې او ۲۰ تنه یې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د زخمیانو په نوم لړ کې لیکلي، چې ویل کېږي د روغتون سربېره نهه لوړو ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی.
د خالي یا شنبې ناوخته د دغې کونسل په ویب پاڼې ویلي چې ۱۴ کسان په روغتون کې دي، چې د شپږو یې حالت نازک دی.
اغلې بیل وویل دا برید د اګسټ په دیارلسمه په ښار کې د یوه بل روغتون په کمپلکس باندې د برید په رقم دی. هغې زیاته کړه چې طبي سهولیات یا تاسیسات د نړیوال بشري قانون لاندې د خصوصي خوندیتوب حق لري. او باید پرې برید ونه شي.
هغې وویل، "طبي تاسیسات د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې خوندي دي او د ځانګړي خوندیتوب حق لري. دوی باید د برید هدف نه وي." هغې زیاته کړه چې د اګست له ۶ راهیسې په سمي ښار او شاوخوا سیمو کې ۳۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳۲ نور ټپیان شوي دي.
د یوکراین څارنوالانو ویلي چې د خالي یا شنبې د سهار د بریدونو پر مهال ۸۶ ناروغان او ۳۸ کارکوونکي په روغتون کې وو.
د یوکراین د بیړنیو حالاتو ادارې په فیسبوک کې ویلي چې د ملي پولیسو د یوه کارمند په ګډون نهه تنه وژل شوي او شل تنه نور ټپیان شوي دي.