د روس حمله کونکي د اوکراین سرښار کیف ته نژدې شوي

د اوکراین دفاعي ځواکونو دفاعي پوزیشنونه سمبال کړي دي

په اوکراین د روس د یرغل په دویمه ورځ د روس او اوکراین ځواکونه د جمعې په ورځ د اوکراین سرښار کیف سره نژدې جنګېدلي دي.

د وي او ای رپورټ وايي د کیف سره نژدې جګړه په داسې مهال شوي چې مغربي ملکونه په اوکراین کې د تشدد د مخنیوي دپاره کوښښونه کوي.

د دې نه وړاندې د روس په يوکرېن د جمعې په ورځ هم په پلازمينه کيف کې چاودنې اورېدل شوي دي.

د وي او اې د خبر ترمخه، نيويارک ټايمز رپوټ ورکړی چې په تاييد شوې ويډيو کې ليدل په کیف کې اور بلېدل ليدل کيږي، او د کيف سره نزدې د چاودنې نه وړاندې په هوا کې دوه ميزايلې هم ليدل شوي دي.

ويل شوي، د پولېنډ د پولې سره نزدې د يوکرېن په لويو ښار کې سايرنې هم اورېدل شوي چرته چې په عارضي توګه بهرنۍ سفارتخانې منتقل شوي دي.

د امريکې د دفاع وزير لوېډ اسټين د زیارت په ماښام ويلي، چې د روس پوځونه د بېلاروس د طرفه ننوځي او کيف پله يې 32 کلوميټره پرمختګ کړی دی.

ويل شوي د زيارت په ورځ روسي پوځ په شمالي يوکرېن کې د چرنوبېل پاور پلانټ په لاس کې اخستی دی.

د يوکرېن صدر ولاديمير زيلنسکي ويلي، "دا د ټول يورپ په وړاندې د جګړې اعلاميه/ اعلان دی".

چرنوبېل د نړۍ تر ټولو غټې ايټمي چاودنې ځای دی. چرنوبېل او د دې خوا وشا علاقې د 1986 د پېښې راهسې د اوسېدو وړ ځای نه دی.

ويل شوي د زیارت په ورځ په ټول روس کې د جګړې پرضد مظاهرې شوي او چارواکو ويلي لږ تر لږه 1700 کسان هم نيول شوي دي.

د جمعې په ورځ په کيف کې د ګوله بارۍ او چاودنو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی، چې د امریکې صدر جوبايډن د زيارت په ورځ په روس نور بندېزونه لګولي، دا څو ساعته وروسته له هغې چې د روس صدر ولاديمیر پيوټن په ګاونډي يوکرېن په بشپړ ډول يرغل کړی دی، په دغو بريدونو کې 57 يوکرېنيان وژل شوي او د روس پوځ د يوکرېن د پلازمينې کيف په ګډون څو ښارونو پله چټک پرمختګ کړی دی.

بايډن په سپينه ماڼۍ کې د زیارت په ورځ د G-7 هېوادونو او نېټو اتحاد د مشرانو سره د ورچويل ليدنې وروسته ویلي، "پيوټن يرغلګر يا بريد کوونکی دی، پيوټن جګړه غوره کړې او اوس به يې هېواد د دې نتيجې زغمي".

د امریکې په نوو بندېزونو کې د روس بېنک، تکنيکي سېکتر او د بهر ليږونکو څيزونو مرکز په هدف کړی شوي دي.

بايډن ویلي، "دغه ګامونه به د روس د اقتصادي سېکټرونو دپاره ماليې او ټېکنالوجۍ ته رسايي کمه کړي او د کلونو دپاره یې صنعت خراب کړي".

نېټو اتحاد، برتانیې او يورپي يونين هم د زیارت په ورځ په روس نور بندېزونه لګولي دي.

د وي او اې د خبر ترمخه د نېټو مشران نن د جمعې په ورځ هم پلان لري چې وويني، او د غړو هېوادونو دپاره دفاعي نظام چمتو کړي.

ويل شوي په ملګرو ملتونو کې د امنیتي کونسل غړي د جمعې په ورځ پلان لري چې د روس په يوکرېن د حملې د غندنې دپاره د قرارداد په حق کې ووټ ورکړي، او د يوکرېن خپلواکي، ځمکنۍ سلامتيا او ازادي بيا تاييد کړي.

په روس به غږ وشي چې بې د شرطه، په فوري توګه خپل بشپړ پوځ د يوکرېن نه بيرته اوباسي.

يو لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي، تمه څرګنديږي چې روس به د امنيتي شورا د مستقل غړي په توګه د وېټو قوت وکاروي.

د سپينې ماڼۍ د پرېس سيکرټري ساکي نه خبريال پوښتنه کړې چې د روس د صدر پيوټن د لوبې انجام به څه وي؟، ساکي ویلي، "هغه وړاند وينه نه کوي، خو ګڼي چې د هغه خيال د يوکرېن نه زيات دی".

(په دې خبر کې ځینې مالومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز نه اخستل شوي دي).