سرتاج عزيز به داتوار په ورځ حامد کرزي سره کابل کې ليدنه کوي

سرتاج عزيز به کابل ته خپل دغه سفر په داسې حال کې کوي چې تيره ورځ دصدر حامد کرزي چيف اف سټاف يوه مرکه کې وئيلي ؤ دقطر په پايتخت دوحه کې دطالبانو ددفتر پرانسته دافغانستان دماتولو منصوبه وه چې يا خو دپاکستان اؤ يا دامريکې لخوا منظم کړل شوې وه

کابل ته دپاکستان دوزيراعظم لپاره دقومي سلامتۍ د صلاح کار سرتاج عزيز دخالي په ورځ ټاکل شوې دوره يوه ورځ وروستو شوې اؤ هغه به داتوار په ورځ دافغان صدر حامد کرزي سره قطر کې طالبانو سره دخبرو اترو پيل کولو په عمل غږيږي.
سرتاج عزيز دشورو په ورځ برطانوي خارجه وزير وليم هيگ سره يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال اعلان کړى ؤ چې هغه به افغان صدر حامد کرزي ته دپاکستان ددورې دبلنې ورکولو لپاره دخالي په ورځ دکابل په دوره ځي.
سرتاج عزيز به کابل ته خپل دغه سفر په داسې حال کې کوي چې تيره ورځ دصدر حامد کرزي چيف اف سټاف يوه مرکه کې وئيلي ؤ دقطر په پايتخت دوحه کې دطالبانو ددفتر پرانسته دافغانستان دماتولو منصوبه وه چې يا خو دپاکستان اؤ يا دامريکې لخوا منظم کړل شوې وه.
په افغانستان کې دامنيت په ټينگښت کې دپاکستان په نړيواله کچه مهم گڼلى شي.
خو دکابل له لوري عموماً په اسلام اباد دتندلارو دملاتړ کولو دتورونو له امله ددواړو هيوادونو اړيکې دتاؤتريخوالي ښکار دي.
سرتاج عزيز به داتوار په ورځ په يوه ورځنۍ دوره دکابل ددغه دورې په مهال دافغان صدر حامد کرزي ترڅنگ نورو لوړپوړو افغان چارواکو سره ليدنه کوي.
کابل ته ددغه سفر په مهال به دسرتاج عزيز ټول پام په دوحه کې دطالبانو ددفتر په حواله افغانستان کې دامنيت دټينگښت دعمل لوري ته وي.
دجون په ١٨مه نيټه دوحه کې ددفتر پرانستو وروستو افغان حکومت دغه دفتر ته په ورکړل شوي نوم اؤ ځړول شوي بيرغ نيوکه وکړه اؤ امريکا سره يې په امنيتي تړون خبرې وځنډولې.
طالبانو دروانې مياشتې په پيل کې په امريکا اؤ افغان حکومت دژمنو دنۀ پوره کولو دتور لگولو په ترڅ کې قطر کې دخپل دفتر په عارضي توگه دتړلو اعلان کړى ؤ.
اسلام اباد کې خبريالانو سره دخبرو په مهال سرتاج عزيز وئيلي دي هغه هيله کوي چې ددفتر دنوم اؤ بيرغ پسر راپورته شوې لانجه به هواره شي.