سعودي عرب په مملکت کې خلکو ته د کرونا وایرس ضد وېکسین ورکول شروع کړل

د سعودي عرب د صحت وزیر توافق الرېبیه په لومړو کسانو کې و چې د وېکسین ستن ورته ولګول شوه. هغه خبریالانو ته وویل چې د ملک په کچه به خلکو ته وېکسین ورکولو دپاره ۵۵۰ مرکزونه کار کوي

په سعودي عرب کې خلکو ته د کرونا وایرس په ضد وېکسین ورکوول د زیارت، پنجشنبې، په ورخ شروع شول او رویټرز خبري اداره وايي سعودي حکومت په ملک کې ټولو خلکو ته د وېړیا وېکسین ورکول ژمنه کړې ده.

رپورټ وايي سعودي عرب د شورو، چهارشنبې، په ورځ فایزربایواېنټېک کمپنۍ په اشتراک جوړ شوي وېکسین ترلاسه کړل او په خلیج کې سعودي لومړی ملک دی چې خلکو ته یې د کرونا وایرس نه د محفوظ کېدو دپاره وېکسین ورکول شروع کړل.

وېړیا وېکسین اخیستلو دپاره سعودی مامورینو د دې هفتې په شروع کې خلکو ته وویل چې د دوا دپاره دې نوم لیکنه وکړي.

کرونا وایرس د شروع کېدو راهسې په سعودي عرب کې د وایرس ۳۶۰۰۰۰ ناروغۍ او ۶۰۸۰ مرګونه رپورټ شوي دي.

د سعودي عرب د صحت وزیر توافق الرېبیه په لومړو کسانو کې و چې د وېکسین ستن ورته ولګول شوه. هغه خبریالانو ته وویل چې د ملک په کچه به خلکو ته وېکسین ورکولو دپاره ۵۵۰ مرکزونه کار کوي.

په لومړي پړاو کې به هغه کسانو د وېکسین ورکول کېږي چې د کرونا وایرس د خطر سره زیات مخامخ دي، بیا به د ۵۰ کلونو نه د زیات عمر کسانو او عام ولس ته ورکولی شي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وېکسین اخیستلو دپاره د سعودي شهریانو ترڅنګ په مملکت کې مېشته خارجي کسان هم په قطار کې ولاړ وو.