پېښور (ای اېف پي) —
په سعودي عرب کې د یو پاکستاني وګړي په ګډون د اوو کسانو د مرګ سزا عملي کړل شوې اؤ له هغوي سرونه قلم کړی شوي دي.
ددې اوو کسانو له سرونو قلم کېدو سره سږکال په سعودي کې د مرګ د سزا سره د مخ شوؤ کسانو شمېره 236ؤ ته رسېدلې ده.
ای ایف پي خبري شبکې د سعودي د ایس پي اې خبري اژانس په حوالې ورکولو سره ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د مرګ سزا سره مخ شوؤ پینځوؤ کسانو باندذې د نشه اي موادو د قاچاق جرم ثابت شوی ؤ.
د سعودي د کورنیو چارو د وزارت له خولې ویل شوي چې د جنوبي صوبې عسیر کې د یمن د وګړو یحییا لطف الله، علي عاذب، احمد علي او سالم نهاري سرونه قلم کړی شوي دي اؤ په دغو څلورو وارو کسانو د حشیش یا چرسو د قاقاق جرم ثابت شوی ؤ.
د سعودي چارواکو ویلي چې پاکستاني وګړي ته هم د نشه اي توکو د قاچاق په جرم کې د مرګ سزا ورکړل شوې اؤ سر یې له تنه قلم کړل شوی دی.
ددې سزا ګانو سره سږکال سعودي کې د نشه اي موادو د قاچاق جرم کې د مرګ سزا سره د مخ شوؤ کسانو شمېره 71 ته رسېدلې ده.
د سعودي چارواکو پروسږکال په پراخه کچه د منشیاتو یا نشه اي موادو د مخنیوي مهم پیل کړی ؤ اؤ ګڼ کسان یې نیولي وؤ.
په ډان ورځپانه کې د خپور رپورټ له مخې دوه کاله وړاندې د منشیاتو مقدمو کې د مرګ په سزا د لګیدلي بندیز له ختمېدو وروسته په سعودي عرب کې د منشیاتو د قاچاقبرانو په سزاګانو د عملدرامد لړۍ چټک شوې ده.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د چهارشنبې په ورځ یې په وژنو کې د ککړو دوؤ سعودي وګړو سرونه هم قلم کړي دي.
د کال 1990 راهسې د مرګ د سزاګانو ریکارډ ساتونکی سازمان ایمنسټي انټرنیشنل وایي په کال 2023م کې د چین اؤ ایران نه وروسته سعودي عرب بندیانو ته د مرګ سزا ورکولو واله تر ټولو ستر هیواد ؤ.