سعودي عدالت مېرمنو د حقونو فعالې سلما الشهاب ته د ټويټونو په سر 34 کاله د قېد سزا اورولې

سلما د پي اېچ ډي طالب علما ده او تېر کال د جنورۍ په میاست کې په سعودي عرب کې د رخصتۍ په مهال ګرفتاره کړي شوي ده. هغې به برطانیه کې سبق وېلو

د سعودي عرب یو عدالت مېرمنو د حقونو فغالې سلما الشهاب ته په ټوېټر د "اوازو" خپرولو او د حکومت د مخالفینو ټوېټونه د شریکولو په الزام 34 کاله د قېد سزا اورول شوي ده.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې په خپل رپورټ کې ویلي سلما ته اورول شوي د غیرمعمولې سختې سزا په نړیوالر کچه غندنه شوي ده.

ای پي ویلي د فېصلې په اړه دستاوېزات یې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ولیدل خو سعودي حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

ای پي وايي د سلما په اړه سعودي عدالت فېصله په داسې وخت کې اورولي ده چې سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د مخالفینو په ضد اقدامات سخت کړي دي، د دې باوجود چې د هغه حکومت مېرمنو ته د موټر چلولو حق او ځینې نورې ازادۍ ورکړي دي.

سلما د پي اېچ ډي طالب علما ده او تېر کال د جنورۍ په میاست کې په سعودي عرب کې د رخصتۍ په مهال ګرفتاره کړي شوي ده. هغې به برطانیه کې سبق وېلو.

هغه د دوو ماشومانو مور ده او د برطانيي په لیډز نومې یونېورسټۍ کې تحقیق کوي.

فعالان او قانون پوهان سلما ته ورکړی شوي سزا د سعودي عرب د انصاف د معیار په مطابق انتهايي سخته ګڼي.

ای پي وايي کوم سعودي عدالتي دستاوېزات یې لیدلي، ترمخه یې سلما د عدالت ججانو ته وویل چې د هغې د مقدمې د شروع کېدو نه مخکې هغې 285 ورځې په زندان کې تېرې کړي دي.

دي فریډم انېشېیټیو نومې ادارې ویلي سلما د سعودي عرب د شیعه ټولنې غړې ده اوپه سعودي عرب کې شیعه مسلمانان د ډیر وخت راهسې ګیله کوي چې د سني مسلمانانو په ملک کط ورسره په منظیمه ډول تعصب کېږي.

ای پي وايي په کال 2017 کې د واک ترلاسه کولو وروسته سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په ملک کې د جدت راوستلو او په معاشي توګه په تېلو د سعودي عرب انحصار کمولو دپاره لوې منصوبې شروع کړي خو د مخالفینو په ګرفتارولو په سر پې تنقید کېږي.

ای پي وايي د عدالتي دستاوېزاتو ترمخه د عدالت ججانو په سلما د نظم او ضبط د خرابولو او په ټولنه کې د انتشار راپارولو الزام لګولی. رپورټ وايي دغه الزامات په ټوېټر د هغې فعالیت سره تړون لري.

په سلما لګول شوي فرد جرم وايي د مخالفینو ټویټونه بیا شریکول او غلطې "اوازې" یې نشر کولې.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري نه اخیستل شوي دي