د میزایلو جوړولو مواد وړونکې دویمه ایرانۍ بیړۍ د چین نه روانه شوې: راپور

د میزایلو/ توغندیو جوړولو لپاره پکار موادو بار دویمه بیړۍ له چین څخه د ایران په لور حرکت پیل کړی دی. د امریکا غږ د یو څېړنیز راپور او لویدیځو رسنیو له مخې، دا د چین نه ایران ته د توغندیو جوړولو لپاره د اړینو موادو او وسایلو د لیږدولو د پلان برخه ده.

د سمندری بیړیو د څار وېبپاڼې ښيي چې د جیران په نوم د ایران بیرغ لرونکې دغه بیړۍ د دوشنبې په ورځ له چین څخه د یوې میاشتې ځنډ وروسته وخوځېده.

د فایننشیل ټایمز، وال سټریټ ژورنال او سي این این د جنوري او فبروري د میاشتو راپورونو په اساس، جیران د هغو دوو بیړیو څخه یوه ده چې ایران یې له چین څخه د شاوخوا ۱۰۰۰ مټریک ټنه سوډیم پرکلوریټ د واردولو لپار کاروي.

دغو رسنیو د لویدیځ د استخباراتي سرچینو له قوله لیکلي چې له لیږدېدونکو موادو څخه په کافي اندازه امونیم پرکلوریټ جوړیدای شي چې د ۲۶۰ منځني واټن ایراني توغندیو لپاره د سون جامد مواد برابر کړي.

د خبري رسنیو په حواله، د ګلبون په نوم بله بیړۍ د فبروري په ۱۳مه له ۱۹ ورځني سفر وروسته د چین له ختیځ ساحل څخه د ایران بندر عباس ته ورسېده. د "مرین ټرافیک" په نوم د بیړیو د څار وبسایټ وايي، دغه بیړۍ د چین په جنوبي بندر ژوهای ګاولان کې د دوو ورځو لپاره ودرېده او ایران ته یې ناڅرګند توکي ولیږدول.

د ګلبون او جیران بیړۍ، چې د ایرن د بیړیو دولتي ادارې سره تړاو لري، د امریکا د خزانې وزارت په بندیزونو کې شاملې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایرن د بیړیو حکومتي اداره چې د تهران لخوا د اکمالاتو لپاره استعمالیږي، په بندیزونو کې شامله کړې ده.

د ګلبون بیړۍ د جنوري او فبروري په میاشتو کې له چین څخه ایران ته سفر کړی دی. د جیران بیړۍ، د بیړیو د تګ راتګ د نړیوال قانون له مخې، د څار د اړینې آلې د معلوماتو په اساس، د چین په لیوهنګ ټاپو کې د تیر کال راهیسې د مارچ تر دریمې، په داسې حال کې چې هیڅ بار یې نه درلود، لنګر اچولی و.

د جیران بیړۍ د مارچ په اتمه د ژوهای ګولان ساحل ته ورسېده. او دوه ورځې وروسته یې د بندر عباس په لور حرکت پیل کړ چې د رسېدو نیټه یې د مارچ ۲۶مه ښودل شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له چین څخه ددې بیړۍ د حرکت په اړه د امریکا غږ د معلوماتو غوښتنې ته سمدستي ځواب ندی ویلی. امریکا غږ همدارنګه د سه شنبې په ورځ، په دې اړه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ایران له استازو څخه د ایمیل له لارې د معلوماتو غوښتنه وکړه، خو سمدستي یې ځواب ندی ویلی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت امریکا غږ ته وویل چې د ایران له لورې د چین څخه د سوډیم پرکلوریټ واردولو لپاره د ګولبن او جیران د کارولو په اړه په فایننشل ټایمز او وال سټریټ ژورنال کې د خپرو شویو راپورونو څخه خبر دي.

د وزارت یو ویاند وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د استخباراتي مسلو په اړه تبصره نه کوي خو "د هغو توکو، تجهیزاتو او ټیکنالوژۍ د خپریدو په مخنیوي باندې تمرکز کوي چې کولی شي د ایران د توغندیو یا نورو وسلو پروګرامونو ته ګټه ورسوي، او د بندیزونو له لارې ایران مسؤل ګرځولو ته دوام ورکوي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جنوري په ۲۳مه په یو خبري کنفرانس کې ددغو بیړیو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ چې چین د خپلو صادراتو د څارنې چاره پخپله پرمخ وړي او خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه ږدي، خو د نورو هیوادونو لخوا لګول شوي هغه بندیزونه ردوي چې بیجینګ یې غیرقانوني او یو اړخیز بولي.

د امریکا غږ د چینايي څانګې د راپورونو په اساس، په تیره یوه میاشت کې د چین په دولتي رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د جیران بیړۍ په اړه هیڅ ډول یادونه او بحث نه دی شوی.

فایننشل ټایمز "په لویدیځو هېوادونو کې د امنیتي مقاماتو" په حواله وویل چې ټاکل شوې وه د جیران بیړۍ د فبروري په پیل کې حرکت کړی وای، خو د مارچ تر ۱۰مې په چین کې پاتې شوې ده.

د چین څخه ایران ته د سفر په جریان کې د ګولبن بیړۍ د درول کېدو په اړه هیڅ نښې نښانې نشته.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي څانګې د سناتورانو د لیک په اړه د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې "موږ د کانګرس د لیکونو په اړه تبصره نه کوو." د سناتور ریکیټس دفتر هم د امریکا غږ پوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.