پوځ وایي د شمالي وزیرستان برید کې دوه پوځي افسران، پینځه عسکر اؤ شپږ ترهګر وژل شوي

د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو په مرکز د خالي- شنبې په ورځ تر سره شوي ځانمرګي برید کې د پوځ دوه افسران اؤ پینځه عسکر وژل شوي دي.

پوځ ویلي دي چې ځوابي کاروایۍ کې شپږ ترهګر هم وژل شوي دي.

د پوځ د ویاندې ادارې (آي ایس پي ار) په بیان کې ویل شوي چې ترهګرو د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې په امینتي پوسته حمله کړې ده خو د سیمې نه ازادو سرچینو بیا ډیوه ته ویلي چې دا برید سیمه کې په یوه پوځي قلعه شوی دی.

د پوځ د بیان له مخې د شپږو ترهګرو یو ټولي د باردو نه ډک ګاډی د امنیتي پوستې سره ټکر کړی دی چې له هغې وروسته یو شمیر ځانمرګي بریدونه شوي اؤ ددغو بریدونو په نتیجه کې د یوې ودانۍ چت غورځېدلی دی.

پوځ ویلي چې دې ترهګریز برید کې دوه پوځي افسران اؤ پینځه عسکر وژل شوي دي.

د پوځ بیان کې برید کې د وژل شوؤ پوځي افسرانو نومونه لیفټننټ کرنل سید کاشف علي اؤ کیپټن محمد احمد بدر ښودل شوي. پوځ وایي کاشف علي د کراچۍ او محمد احمد بدر د پنجاب د تله ګنګ ضلعې وو.

همدا شان د نورو وژل شوؤ پوځيانو پېژندګلو د د خېبر د استوګن حوالد صابر،د لکي مرودت د نایک خورشید،د پېښور د سپاهي ناصر،د کوهاټ د سپاهي راجه اؤ د ایبټ اباد د سپاهي سجاد په نومونو شوې ده.

پوځ ویلي دي چې د برید نه وروسته کله پوځ د د لیفتننټ کرنل کاشف په مشرۍ کې د پاکونې عملیات کول نو په هغه مهال یې ترهګرو سره نښته شوې اؤ شپږ واړه ترهګر یې وژلي دي.

د آي ایس پي ار د بیان ترمخه د پاکونې دغو عملیاتو کې لیفټننټ کرنل کاشف علي هم وژل شوی دی.

پوځ وایي چې په سیمه کې اوس هم د پاکونې عملیات روان دي تر څو دغلته په ممکنه ډول د پټو نورو ترهګرو نوغی هم وویستل شي.

پوځ پخپل بیان کې ویلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ د لعنت ختمولو لپاره کوټلې ولوله لري اؤ وایي داسې قربانۍ یې ولولې نورې هم پیاوړې کوي.

په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې خو د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکی د امنیت په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي چې په شمالي وزیرستان کې دا مهال د حافظ ګل بهادر ډلې اؤ ټي ټي پي‌ وسله والو خپلې پښې مضبوطې کړې دي اؤ داسې بریښي لکه چې دا ضلعه په بشپړ ډول د وسله والو په قبضه ده .

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي دا برید د ترهګرو لخوا د خیبر پښتونخوا نوي حکومت اؤ دپاکستان پوځ ته یو پېغام هم کیدای شي ترڅو ترهګر هغوي ته ووایي چې د وړاندې په نسبت زیات مضبوط شوي اؤ څه وخت هم پوځي په اسانۍ سره په نخښه کولی شي.

ناصر داوړ وایي په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت نه په تېرو وختونو کې هم وسله والو قلنګونه یا بتې اخستې دي اؤ دا وسله والو ته یو کمزوری حکومت ښکاري نو ځکه به پکې هغوي خپل فعالیتونه راتلونکي کې نور هم چټک کړي.

نوموړی وایي اوس ترهګري د قبایلي ضلعو په ګډون د پښتونخوا بندوستي سیمو ته هم خوره شوې ده اؤ په جنوبي اؤ ضلعو کې په دې وروستیو کې رامنځته شوې د ترهګرۍ پېښې ښیي چې ترهګر د وړاندې په نسبت زیات منظم شوي اؤ پیاوړي شوي دي.