د پاکستان سرکاري میډيا وایي د بلوچستان په قلات سیمه کې په وسلوال برید کې د ایف سي 7 عسکر وژل شوي او 15 ټپیان شوي.
د قلات ځایي خبریال د نوم نه ښولو په شرط ډیوہ ته وویل، پېښه له قلات څخه شاواخوا شپیته کلو میټرہ لیري پرته غرنۍ سیمه جوهان کې شوې او وسلوالو د شاہ مردان په نامه ایف سي چیک پوسته باندې برید کړی دی.
هغه وایي ،تیرہ شپه د ایف سي پر ځایي قلعه ډله ییز وسلوال برید شوی، چې 7 عسکر پکي وژل شوي او 15 ټپیان شوي.
د پاکستان سرکاري ټي وي په خبر کې ویل شوي چې، ټپیان د نورې درملنې لپارہ د کوټې عسکري روغتون ته وړل شوي۔
د پېښې په اړہ د بلوچستان حکومت او د پاکستان پوځ تر اوسه څه نه دي ویلي۔
د برید زمه واري ھم تر اوسه کومې ډلې پر غاړہ نه دہ اخیستې۔
خو د ځینو بلوڅ وسلوال تنظیمونو ګډ تنظیم براس تیرہ ورځ په خپل یوہ بیان کې په بیلا بیلو سیمو کې د بریدونو او ځاني مالي زیانونو زمه واري منلې وه۔
په نهم نومبر د بلوچستان سر ښار کوټه ریلوې سټېشن کې ځانمرګي برید کې د شپاړس پاکستان پوځي عسکرو په ګډون 26 تنه وژل شوي او د 30 عسکرو په ګډون شپیته ټپیان شوي وو۔
د برید زمه واري بلوڅ بیلتون خوښې ډلې بي ایل اې منلې وہ۔
له دغه برید وروسته د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ ویلي وؤ په صوبه کې به د ترھګرو پر ضد ځانګړي عملیات زیاتوي او برید ګر به په انجام رسوي۔
د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي