شهباز شریف: ترڅو پولیو ته د تل لپاره ماتې ور نه کړو په کراره نه کښېنو

په پاکستان کې د پولیو وایرس په چټکتیا سره له خورېدو وروسته وزیراعظم شهباز شریف ویلي تر څو چې یې پولیو ته د تل لپاره ماتې نه وي ورکړې تر هغې به په کراره نه کښېني.

د پولیو د مخنیوي په اړه وزیراعظم شهباز شریف د دوشنبې- ګل په ورځ د اوچتې پايې د یوې غونډې مشري کړې چې پکې هغه ته په ملک کې د پولیو د رامنځته شوؤ وروستیو پېښو اؤ د پولیو ضد کمپين په حواله احوال ورکړل شوی دی.

د وزیراعظم د دفتر څخه د خپور شوي بیان له مخې په دې غونډه کې وزیراعظم شهباز شریف ته ویل شوي چې ملک کې دا مهال د پولیو د فعالو پېښو شمېره 41 ته رسېدلې ده.

وزیراعظم ته ویل شوي د ملک په کومو برخو کې چې ماشومانو ته د پولیو نه د خوندیتوب د ویکسین ورکولو شرحه غوره ده هلته د پولیو د خورېدو کچه ټيټه ده.

غونډې ته خپله وینا کې شهباز شریف ویلي، مونږ ته به په ګډه پولیو ته ماتې ورکول وي اؤ پاکستان به ډیر زر د پولیو څخه پاک هیواد جوړ شي.

په پاکستان کې پرون د ګل یا دوشنبې له ورځې راهسې د ګرد هیواد په کچه د پولیو د مخنیوي اووه ورځنی کمپین پیل شوی دی.

ټاکل شوې ده چې په دې کمپاین کې به تر څلورو کروړو زیاتو ماشومانو ته د پولیو نه د خوندي توب څاڅکي ورکول کیږي.

د روان کال په اوږدو کې د پاکستان دننه د پوليو 41 پېښې مخې ته راغلي چې دې کې تر ټولو زياتې 20 پېښې بلوچستان صوبه کې رپورټ شوي، 12 په سيند صوبه، شپږ په خېبرپښتونخوا، يوه يوه په پنجاب او اسلام اباد کې مخې ته راغلې ده.

د پولیو ضد د تازه کمپین پېل کېدو په مناسب د پاکستان د روغتیا محکمې چارواکو ګرد هیواد کې په میندو اؤ پلرونو غږ کړی چې خپلو ماشومانو ته د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکړي اؤ دې مهم کې فعاله کردار ولوبوي.

د 28 اکتوبر څخه پیل شوی دا کمپين به تر 3 نومبر دوام وکړي اؤ ټاکل شوې چې پکې به په ګرد هیواد کې د پینځوؤ کالو د عمر څلورو کروړو نه زیاتو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي.

دا په پاکستان کې د روان کال په مهال د پولیو په ضد دریم کمپین دی .

د پولیو د مخنیوي لپاره د پاکستان د وزیراعظم استازې عایشه رضا فاروق پخپل یو بیان کې ویلي چې د 28م اکتوبر نه به د پولیو ورکران د پاکستان ګوټ ګوټ ته ځانونه رسوي اؤ ماشومانو ته به د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکوي.

هغې ویلي دا مهال د ملک په 71 ضلعو کې د پولیو وایرش شتون لري اؤ د هر ماشوم لپاره دا یوه حقیقي خطره ده خو د پاکستان حکومت پيلې ده چې د هر کور تر درشل به د پولیو ضد ویکسین رسوي تر څو ماشومان له دې موذي مرضه وژغورل شي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.