شهباز شریف: تېرو حکومتونو ورته پام نه دی کړی، اوس به ټولې ادارې په ګډه ترهګري ختموي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې پاکستان کې تېرو حکومتونو د ترهګرۍ ستونزې ته پام نه دی کړی اؤ له ۲۵ کالو راپدېخوا د ترهګرۍ ستونزې سر راپورته کړی دی چې ددې د مخنیوي لپاره به ټولو ریاستي ادارو ته په ګډه خپل کردار ترسره کول وي.

د خالي یا شنبې په ورځ د نیشنل ایکشن پلان د اپېکس کمیټې غونډې ته خپله وینا کې ښاغلي شهباز شریف ویلي، د قامي سلامتۍ مسله د زیاتې مودې راهسې له پامه غورځول شوې وه اؤ نن پاکستان په بیلا بیلو حوالو د ترهګرۍ سره مخ دی.

هغه ویلي چې د جرمونو، منشیاتو اؤ قاچاق د ترهګرۍ سره ژوره اؤ انسان وژونکې اړیکه ده اؤ د ترهګرۍ خلاف جګړه د ټولو ریاستي ادارو ګډ فرض دی.

وزیراعظم د نیشنل ایکشن پلان د ایپکس کمېټۍ دا مهمه غونډه وروسته له هغې رابللې وه چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې پوځ، پولیسو اؤ د ایف سي عسکرو اؤ افسرانو ته درانه ځاني زیانونه اوښتي دي.

د پاکستان پوځ ويلي، پرون د جون په ‏‎21‎مه هم د خېبرپښتونخوا په کورمه ضلع کې د سړک په غاړه بمي چاودنه کې پينځه عسکر وژل شوي وو.‏

سرچېنې وایي نن د خالي په ورځ بیا د خېبر پښتونخوا په کوز دیر سیمه وسله والو په امنیتي ځواکونو برید کړی چې د ابتدایي اطلاعاتو له مخې په دې برید کې دوه د ایف سي عسکر وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور پولیس اؤ د ایف سي عسکر ژوبل شوي دي.

وزیر اعظم شهباز شریف ویلي چې د پاکستان وسله والو ځواکونو د ترهګرۍ په ضد جګړه کې بې مثاله قربانۍ ورکړې دي اؤ امنیت د ریاست یوازې یوې ادارې ته پرېښودل یو خطرناک روش یا عمل دی.

د هغه وینا وه مونږ ټولو ته په ګډه چقول دي اؤ هیله ده چې صوبې به د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د خپلې برخې کردار ولوبوي.

ډان ورځپاڼه وایي چې د نیشنل ایکشن پلان د ایپکس کمیټې په غونډه کې د ملک د مجموعي امنیتي صورتحال جاج اخستل شوی اؤ هم پاکستان کې د چین اؤ نورو بهرنیو هیوادونو د وګړو امنیتي چارې ارزول شوي دي.

په دې غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ،د څلورو واړو صوبو اعلا وزیرانو ، ګورنرانو، چیف سیکرټریانو اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو برخه درلوده.

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلیکټ اېنډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ويلي، د مې ‏‏‏په میاشت کې په ملک کې د ترهګرۍ پېښې ‏‎12‎‏ فيصده سېوا شوي او امنيتي ځواکونو ‏‎82‎‏ جنګيالي وژلي وو. ‏

د روانې مياشتې په درېمه نېټه خپور کړي رپورټ کې پيکس ويلي وو، د اپرېل د مياشتې په مقابله کې په مې کې ترهګري سېوا شوې او وژنو کې هم ‏‎29‎‏ ‏‏‏فيصده اضافه ليدل شوې وه.‏

په رپورټ کې د مې په مياشت کې په ملک کې د ‏‎86‎‏ ترهګرو پېښو ويل شوي، ‏‎90‎‏ کسان پکې وژل شوي چې پکې ‏‎48‎‏ ملکي وګړي، ‏‎22‎‏ امنيتي ساتونکي او ‏‏‏‎20‎‏ جنګیالي شامل وو.‏

پيکس ويلي وو، د مې په میاشت کې د پاکستاني پوځ، نورو امنیتي ادارو او پولیسو د کارروايانو په وخت ‏‎70‎‏ کسان وژل شوي، ‏‎62‎‏ پکې جنګيالي او اته ‏‏‏د امنيتي ځواکونو غړي شامل وو. د رپورټ ترمخه د مې په مياشت کې په مجموعي ډول ‏‎82‎‏ جنګيالي وژل شوي، ‏‎62‎‏ پکې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو او ‏‏‏‎20‎‏ د حملو په وخت ځوابي عملياتو کې وژل شوي وو.‏

پيکس ویلي وو، په تيرو اووه کلونو کې د جنګیالو د وژنو دا شمېره په کومه يوه میاشت کې تر ټولو زياته شمېره وه.‏ په رپورټ کې ويل شوي د مې په ‏مياشت کې په ‏‎86‎‏ پېښو کې ‏‎33‎‏ په پخوانۍ فاټا، ‏‎24‎‏ په خېبرپښتونخوا او ‏‎23‎‏ په بلوچستان کې شوې وې. پخوانۍ فاټا کې ‏‏‎30‎‏ کسان، خېبرپښتونخوا کې د ‏ورګډو ضلعو نه علاوه نورو سيمو کې ‏‎37‎‏ کسان وژل شوي، او ټول ‏‎64‎‏ کسان ژوبل شوي وو.‏

پيکس ويلي وو، د روان کال‎ (‎‏‎2024‎م‎) ‎په لومړو پينځو مياشتو کې په ملک کې د ترهګرۍ ټولې ‏‎409‎‏ پېښې شوې، ‏‎414‎‏ کسان پکې وژل شوي او ‏‎474‎‏ ژوبل ‏‏‏شوي وو.‏