د حزب اختلاف مشر شهباز شریف ویلي د نګران وزیراعظم غوره کولو دپاره په صلاح مشوره کې به نه شاملیږي او د عمران خان د دې دعوې په اړه چې یو بهرني ملک هغه د حکومت نه د لېرې کولو سازش کړی د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بهتو پوځ نه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
صدر عارف علوي عمران خان اؤ په قامي اسمبلۍ کې د حزب اختلاف پخواني مشر شهباز شریف ته د نګران وزیراعظم نامې د پاره خط لیکلی اؤ ویلي یې دي چې درېو ورځو کې د نګران وزیراَعظم په نوم که اتفاق و نه شو نو بیا به د قامي اسمبلۍ سپیکر د دې مقصد د پاره یوه کمېټي جوړوي چې پکې د اپوزیشن اؤ حکومت غړي شامل وي.
خو شهباز شریف وايي صدر عارف علوي، سپیکر اؤ عمران خان د اسمبلۍ ماتولو په شکل کې دستور مات کړی دی اؤ داسې خلقو سره به مشاورت ونکړي او د قومي اسمبلۍ د تحلیل کېدو د ډپټي سپېکر په ګام به د سترې محاکمې د فیصلې انتظار کوي.
د پاکستان پیبلز ګوند مشر بلاول بهټو هم د صدر عارف علوي به دې خط حیرانتیا څرګند کړې ده چې اسمبلۍ د ماتیدو پس نه خو عمران خان وزیراعظم پاتې شو اؤ نه شهباز شریف د مخالفو ګوندونو مشر نو بیا څنګه د نګران وزیراعظم د پاره مشاورت کولې شي.
بلاول بهټو وایې د نګران وزیراعظم نامې باندې اتفاق دپاره به وړمبې عمران خان پرضد به بې باورې پریکړې باندې د ووټنګ عمل کیږي.
د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چودهري وایې که چېرې نګران وزیراعظم په نامه اتفاق ونشو نو صدر به بیا په خپله خوښته حتمي فېصله وکړي.
بلخوا عمران خان یو ځل بیا ویلي دي د دوي پرضد د اپوزیشن بې باورې پریکړه یو بهرنی سازش و.
د خپل ګوند غړو سره ملاقات کې عمران خان ویلي پاکستاني سفیرته د جنوبي اسیا د پاره د امریکې مرستیال استازي ډونلډ لو دا دهړکه کړې وه چې بې باورې پریکړې ناکامې به سخت عکس العمل وي.
امریکې د عمران خان دغه تورونه رد کړې دي.
د امریکې ېو تهنک ټینګ غړې جیف ایم سمټهه په ټویټر لیکي چې پورا ضمانت سره دا خبره کوي چې د امریکې استازي پاکستاني سفیر ته هیڅ خط نه دی لیکلی خو دا ېو دستور جوړ شوې دې چې هر څه د امریکې په غاړه ورواچوې.
د پاکستان پیبلز ګوند مشر بلاول بهټو هم په ټويتټر وئیلې دي پخوانې وزیراعظم عمران خان خپل بغاوت جایز ګرځولو د پاره بې باورې پریکړه ېو بهرنی سازش ګرځوي نو آیا پوځ به دا وضاحت وکړي چې دې خط په حقله د قامي سلامتیه کمیټې غوڼډه کې بیا هغه 197 د قامي اسمبلې غړي هم دې سازش برخه ګرځول شوې دي چې به چې عدم اعتماد تحریک کښې د عمران خان پرضد به د خپل راې استمال کولو.
پآکستان جمهوري غورځنګ خبري کانفرنس کې وزیرستان نه د قامي اسمبلې غړي محسن داوړ هم ویلي دي که چېرې په ماضي کې به د هغه طاقتونو احتساب شوې وو چا چې د ولس ووټ پرځاې د خپل په خوښه عمران خان حکومت جوړ کړې وو نو دلته به داسې بیا بیا دستور به نه ماتیدو.