شهباز شریف وایي ګراني د شپږو کلونو تر ټولو ټيټې کچې ته تللې، څيړونکي وایي د ولس په ژوند یې اثر نه لیدل کیږي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په خپل تازه بیان کې دعوه کړې چې په هیواد د ګرانۍ کچه د وروستیو شپږو کلونو تر ټولو ټيټې کچې ته راښکته شوې ده.

هغه دا پرمختګ د خپلې حکومت او اقتصادي ډلې د ګډې هڅې نتیجه بللې خو څېړونکي اؤ اقتصاد پوهان بیا وایي چې د ولس په ژوند کې هیڅ کوم واضحه بدلون نه لیدل کیږي نو نن هم د ورځني اړتیاؤ د زیاتو توکو بیعې د بې وزله طبقې له وسه بهر دي.

پخپل یو بیان کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې د ده د حکومت د اقتصادي ټيم د پرله‌پسې هلو ځلو په برکت د هفته‌وارې ګرانۍ کچه ۳.۵۷ سلنې ته ټيټه شوې ده.

نوموړي دعوه کړې چې د اکتوبر ۲۰۱۸ را وروسته دا تر ټولو ټیټه کچه ده.

هغه زیاته کړې چې تېر کال په ورته وخت کې د ګراني کچه ۳۹.۱۱ سلنه وه اؤ ویلي یې دي چې د اوسني وضعیت د ښه‌والي تر شا د حکومت نه ستړې کېدونکې هڅې دي.

نوموړي ویلي، "د خلکو سره مو کړې ژمنې په ځای کوو. موږ د هیواد د اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره مثبتو ګامونو اخیستو ته ژمن یو."

څېړونکي او اقتصادپوهان د وزیراعظم د دعوو په اړه متفاوت نظرونه لري.

د اقتصادي چارو څېړونکی اؤ کاروباري شخصیت رحیم صافي وایي که څه هم د نرخونو عمومي انډيکس ښيي چې ځینې اساسي توکي د تیر کال په پرتله ارزانه شوي دي، خو د خلکو د ورځني ژوند لپاره اړین خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، او سبزیانې لا هم د ډېرو خلکو د لاسرسي نه بهر دي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وایي د بهرنیو هېوادونو لخوا ورکړل شوې مرستې او د نړیوالو سازمانونو مالي ملاتړ په لنډمهاله توګه د نرخونو پر کنټرول اغېز کړی، خو دا اوږدمهاله حل نه دی.

ځینې څېړونکي د حکومت د ګرانۍ د اندازې او تحلیل په کړنلاره شک لري او وایي چې دا شمېرې د خلکو په ورځني ژوند کې د اصلي ستونزو انځور نه وړاندې کوي.

د پېښور د یوې محلي رسنۍ د خبرونو د څانګې مشر ښاغلی حضرت یوسف ډیوه ته وایي د اوړو، غوړیو، او شیدو یا پيو قیمتونه په یو ځای کې کم شوي، خو په نورو ځایونو کې د پخوا په څېر لوړ دي.

هغه وایي د عامو خلکو لپاره د ګیس ، بجلۍ، او دارو درملو نرخونه لا هم لوړ پاتې دي، چې د ژوند کولو د عمومي لګښتونو زیاتېدو ته لاره هواروي.

نوموړی وایي په ملک کې د زیاتې بې روزګارۍ له امله خلک د هر ډول اقتصادي پرمختګ د نتیجو څخه کمې ګټې ترلاسه کوي.

د خبریال حضرت یوسف په وینا که څه هم د وزیراعظم شهباز شریف د حکومت اقتصادي اقداماتو ځینې مثبتې نښې وړاندې کړې دي، خو لا هم ډېری عام خلک د ورځني ژوند له سختیو سره مخ دي.

هغه وایي د حکومت لپاره به اړینه وي چې د خپلو دعوو او کړنو ترمنځ تشه ډکه کړي، څو اقتصادي پرمختګ د ټولو خلکو لپاره محسوس شي.

د پاکستان د بهرنیو پورونو حجم د ۲۰۲۴ کال تر لومړیو پورې شاوخوا ۱۲۷ ملیارده ډالر ته رسېدلی دی.

څېړونکي وایي پاکستان اړ دی چې هر کال باید په میلیارډونو ډالر د پورونو د سود او اصل قرضو په ستنولو کې ورکړي. دا پیسې زیاتره د نوو پورونو اخیستلو له لارې ورکول کېږي، چې د پورونو بار لا پسې درنوي.