د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف ویلي چې د ګوادر بندرګاه چین پخپلو وسیلو جوړه کړې اؤ پاکستان ته یې په تحفه کې ورکړې ده ځکه نو د دې بندرګاه په ضد ودرېدل د پاکستان سره دښمني ده.
تېره ورځ د مرکزي کابینې غونډې ته په وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي ،کوم خلک چې دا وخت د پاکستان سره دښمني کوي اؤ د وژنو بازار یې تود ساتلی دی،د هغوي دا عمل نه یوازې د بلوچستان د ولس په ضد دی بلکې دا د پاکستان سره هم ډاګیزه دښمني ده.
د وزیراعظم وینا وه چې د کراچۍ بندرګاه باندې له وړاندې څخه ډير زیات بېروبار دی اؤ اوس هغه بندرګاه ددغه بېروبار په امله تنګه شوې ده ځکه په داسې حالاتو کې د ګوادر بندرګاه ارزښت ډير زیات دی.
شهباز شریف وویل چې د ګوادر هوایي اډه هم د اوړمې ورځې راهسې په رسمي ډول فعاله شوې ده اؤ دا یوه ډیره مهمه پروژه ده چې د چین لخوا په ورکړل شوؤ 23 کروړه ډالرو سرته رسېدلې ده.
شهباز شریف وویل د ګوادر هوایي اډه د پاکستان له سترو هوایي اډو څخه ده اؤ که دا هوایي اډه د کاروباري مقصدونو لپاره کارول کیږي نو د بلوچستان اؤ پاکستان اقتصاد ته به ترې زیاته ګټه رسیږي.
د نوموړي وینا وه چې نړیوال بینک پاکستان سره د اوږدې مودې د شراکت دارۍ پرېکړه کړې ده چې د هغې له مخې به راتلونکو لسو کلونو کې په بیلابیلو څانګو کې د پاکستان دننه د 20 اربه ډالرو پانګونې کیږي.
د شهباز شریف په خبره ، هر څو که دا پیسې د قرص دي خو باید موږ یې بیا هم هرکلی وکړو.
پاکستان هڅه کوي د بلوچستان په ګوادر کې د چین په مالي مرسته جوړ شوي بندر ته تجارتي هلې ځلې را جذب کړي خو کارپوهان وايي هلته د ناامۍ، د بنیادي اسانتیاوو د نشتوالي او د بندر د کامیابېدو لپاره د پلانونو نشتوالی په دې کې لوی خنډ دی.
ګوادر بندر په 2016م کال کې فعاله شوی ؤ او تجارتي هلې ځلې پکې په رسمي ډول پیل شوې وې. د بلوچستان حکومت په هماغه کال کې د ګوادر د سېف سيټي [خوندي ښار] د پراجیکټ لپاره 10 ارب روپۍ ځانګړې کړې وې.
د بلوچستان صوبې ګوادر بندر د عرب سمندر په ګرمو اوبو کې جوړ شوی چې په 2007م کال کې د تقریباً 250 میلین ډالرو په لګښت جوړ شوی او د چین د بهرنیو بندرونو «اوورسیز پورټس هولډنګ» کمپنۍ یې له 2013م کال راهیسې چلوي.
که څه هم دا بندر په 2015م کال کې د شاوخوا 60 ارب ډالرو په لګښت د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ «سیپېک» تر پیلېدو مخکې جوړ شوی وو، خو دا د بېجینګ د بیلټ اینډ روډ د یوې برخې په توګه د انرجۍ، بنیادي اډاڼو او سرمایه کارۍ د منصوبې "د تاج ګېڼه" بلل کیږي.
د ګوادر ښار دننه او شاوخوا سیمو کې تقریباً د یو ارب ډالرو اضافي په پرمختیایي اډاڼو لګېدلې خو د پاکستان د سمندري چارو وزارت په یو رپوټ کې ویلي، د 2022-23 مالي کال په مهال د ګوادر د دریو لنګرونو له لارې د پاکستان د سمندري تجارت تر یو فیصد کم تجارت شوی.
د سیډني په ټیکنالوجۍ پوهنتون کې د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ یو څېړونکی محمد فیصل وایي، "دا ټول د پاکستان د حکومتدارۍ په نظام کې د اوږدمهاله پلان د نشتوالي نخښې دي."
وزیراعظم شهباز شریف په ګوادر کې د بار وړلو د تجارتي فعالیتونو د زیاتولو لپاره د روانه میاشت د کابینې غونډې ته ویلي وؤ، د پبلک سیکټر 60 فیصده درآمدات او برآمدات باید له دې بندره تېر شي.
شهباز شریف د تېر کال په اګست میاشت کې د کابینې په غونډه کې امر کړی وو چې لږ تر لږه 50 فیصده د بار وړلو پبلک بېړۍ باید له دې بندره تېرې شي.
د پاکستان مخکیني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په دې وروستیو کې وي او اې ته ویلي، ګوادر بندر اوس مهال د لویو باروړونکو بېړیو د سمبالولو لپاره د اړتیا وړ بنیادي اډاڼه او بشري ځواک یا نفري نه لري.
عباسي په ګوادر بندر کې د تجارتي هلو ځلو د فعالیت په اړه د شهباز شریف د حکومت چلند غیرحقیقي بللی ؤ او زیاته کړې یې وه، "تر څو تاسو هلته له درې ارب تر څلور ارب ډالرو پورې نور ونه لګوئ او یو نړیوال معیاري بندر جوړ نه کړئ، تاسو واقعاً دا بندر نه شئ بللی".
د رپوټونو له مخې د ګوادر بندر چلوونکې چینایي کمپنۍ پلان لري چې تر 2025م پورې په دې بندر کې ټول 100 د بېړۍ درولو لنګرځایونه جوړ کړي.
ګوادر بندر ته نیزدې چې د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو لوی هوایي ډګر جوړ شوی هغه هم تر ډېره حده نه دی کارول شوی. د پاکستان د هوابازۍ ادارې د ویبپاڼې سکای سکېنر د رپوټ له مخې له دې لوی هوایي ډګره په اوونۍ کې درې پروازونه کراچۍ ته کېږي او یو نړیوال پرواز عمان ته کېږي.
د ګوادر نړیوال هوایي ډګر د چین د 230 میلین ډالرو په مرسته جوړ شوی، خو تېره میاشت یې چې د پیلېدو نرمه پرانیسته وشوه، تر هغه مخکې یې پرانیستنه څو ځله وځنډېده.
په ګوادر کې ناامني او د اسانتیاوو نشتوالی:
شاهد خاقان عباسي د هوابازۍ ماهر هم دی، هغه وي او اې ته ویلي، د ګوادر نوی هوايي ډګر د اوږدې مودې لپاره د ژورو اوبو د بندر لپاره ډېر مهم دی، خو وایي په ښار کې د اوبو، بجلۍ او امنیت په څېر بنیادي اسانتیاوو نشتوالی دا مهال دا اېرپوټ د هوايي کمپنیو لپاره د دلچسپۍ او کشش وړ منزل نه دی:
"هوایي کمپنۍ یوه بنیادي اړتیا لري او هغه د مسافرو لرل دي، خو هیڅ مسافر نه غواړي ګوادر ته سفر وکړي یا له ګوادره بهر سفر وکړي."
په بلوچستان کې له تېرو دوو لسیزو راهیسې ازادي غوښتونکي بلوڅ وسلوال تنظیمونه فعاله دي چې په وروستیو میاشتو کې یې خپل بریدونه زیات کړي دي. دوی نه یواځې پر پاکستاني امنیتي ادارو بلکې د ګوادر په ګډون په صوبه کې د ټولو پرمختیایي منصوبو پر کارکوونکو بریدونه کوي