د کورمې ته تللي د جرګې مشران وایي هیله لري زر به د شخړې د هواري لپاره په ډزبندۍ او فیصلې کولو کامیابه شي
Your browser doesn’t support HTML5
په کورمه کې د شيعه او سني مسلمانانو د شخړې د هواري د پاره د جرګې مشران له تېرو څلورو ورځو راهیسې د دې سيمې په سفر دي. رپوټونه وايي د شيعه ډلې مشرانو جرګې ته د فېصلې واک ورکړی او غوښتنه يې کړې مخالفه ډله دې هم د سيمې د امن په خاطر جرګې ته د فېصلې واک ورکړي. تفصيل د فريد شينواري په رپوټ کې: