سیند او بلوچستان: د مذهب سپکاوي په تور د یو وژل شوي جنازه کې د سلګونو ګډون او د بل قبر نامعلوم

د یوې اوونۍ په موده کې د پاکستان په بلوچستان او سیند ایالتونو کې د مذهب د سپکاوي په تور دوه کسان په دې هېواد کې د ګڼ شمېر نورو پېښو غوندې د قهرجنو خلکو پر ځای پولیسو و وژل او وژل شویو کسانو ته دا موقع هم ور نه کړل شوه چې د ورباندې لګېدلو تورونو په اړه عدالت ته سپیناوی وکړي.

په کوټه کې د وژل شوي عبدالعلي مړی لومړی په پښین ضلع کې خپلې سیمې ته وړل شوی وو خو هلته خلکو د هغه مړی ښخېدو ته نه وو پرېیښی او بیا د همدې ضلعې په کوم نامعلوم ځای کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د پاکستان په بله صوبه سیند کې هم ډاکټر شاهنواز پولیسو وژلی او مړی یې قهرجنو خلکو د هغه د خپلې سیمې امرکوټ په هدیره کې ښخېدو ته نه پرېښوو او داسې رپوټونه هم دي چې مړی د قهرجنو خلکو لاس ته ورغلی، نیم یې سوځولی دی او بیا یې کورنۍ د پولیس تر نظارت لاندې په خپله کورنۍ مځکه کې ښخ کړی دی.

همدغه اوونۍ د ستمبر په 18مه په پاکستان کې یو ځایي عدالت یوه عیسایي مذهب منونکې او د څلورو اولادونو مور ته د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې ده. رپوټونه وایي په پاکستان کې یواځې په روان کال کې نیزدې 103 کسان د مذهب په سپکاوي تورن شوي دي.

په کوټه کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي تن جنازه چا ونه لیده او نه یې مړی ولید خو د سیند د امرکوټ ګڼ شمېر خلکو د قهرجنو خلکو له پروا کولو پرته د هغه په جنازه کې ګډون وکړ چې پر سوشل مېډیا یې عکسونه او ویډیو هم خپاره شوي دي.

د ډاکټر شاهنواز له بې ترسه وژنې وروسته په امرکوټ کې ځایي خلکو سبا د هغه د وژنې خلاف د ستمبر پر 25مه باندې د احتجاج اعلان کړی دی.

د امریکا د اې بي سي نیوز د خبر له مخې د سیند په میرپورخاص ضلع کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي ډاکټر شاهنواز کورنۍ د دوشنبې- ګل په ورځ ویلي، هغه تېره اوونۍ د پولیسو په جعلي مقابله کې وژل شوی دی.

کورنۍ یې وایي کله چې پر هغه تور ولګېد چې پر سوشل مېډیا یې د مذهب خلاف لیکل کړي‌ دي نو هغه په خپله خوښه هغه وخت ځان پولیسو ته وسپاره چې عدالت ته د وړاندې کولو او د خپلې بې ګناهۍ د ثابتولو لپاره د موقعې ورکولو ډاډ ورکړل شو.

شاه نواز د سیند صوبې د امرکوټ ضلعې یو ډاکټر وو او تېره اوونۍ ورباندې تور ولګېد چې د اسلام د پیغمبر سپکاوی یې کړی او پر فېسبوک یې د سپکاوي مواد خپاره کړي دي خو ډاکټر شاهنواز تر وژل کېدو مخکې ویلي وو، یو چا یې فېسبوک اکاونټ هېک کړی او ده د اسلام خلاف څه نه دي لیکلي.

د وژل شوي ډاکټر کورنۍ وایي هغه د ستمبر پر 18مه ونیول شو او څو ګنټې وروسته له پولیسو سره په جعلي مقابله کې ووژل شو. کورنۍ یې د پولیسو هغه دعوه رد کړې ده چې ګواکې هغه په ناڅاپي ډول په ډزو وژل شوی دی.

د اې بي سي نیوز د خبر له مخې چارواکو ویلي، د تېرې چارشنبې- شورو په ورځ چې کله هغه و وژل شو قهرجنو مظاهره کوونکو په سیمه کې د هغه کلینک هم وسوځاوه چې پکې یې د خلکو علاج کاوه.

د سیند پولیسو ویلي، ډاکټر شاهنواز هغه په میرپورخاص ښار کې هغه مهال په غیرارادي توګه ووژل شو چې پولیس افسرانو پر موټرسایکل سپرو دوو کسانو ته د درېدو اشاره وکړه. پولیس دعوه کوي چې دغه دوه تنه د د دوی په اشاره ونه درېدل بلکې ډزې یې وکړې او د تېښتې هڅه یې وکړه، ځکه پولیس مجبور شول ډزې یې ورباندې وکړې چې یو تن پکې و وژل شو.

پولیس چارواکي وایي، عکسرو ته یې له ډزو وروسته معلومه شوې وه چې وژل شوی تن هماغه ډاکټر وو چې د مذهب د سپکاوي تور پرې لګېدلی وو او پولیس ورپسې ګرځېدل.

د اې بي سي نیوز د خبر له مخې د وژل شوي ډاکټر شاهنواز مور رحمت کنبهار ویلي، د خپل زوی لپاره انصاف غواړي چې د هغې په وینا د پولیسو په ولکه کې وژل شوی دی.

هغې د تلیفون له لارې په ژړا ویلي، "پولیسو موږ ته ډاډ راکړ چې هغه ته به تحفظ ورکول کېږي بیا موږ هغه ته وویل چې تحقیقاتو ته ځان حاضر کړي ، خو زه نه پوهېدم چې پولیس به یې وژني."

د ډاکټر شاهنواز پلار محمد صالح وايي، د زوى له وژل کېدو وروسته قهرجنو خلکو د هغه مړی اخيستى او د ده مخې ته يې سوځولى دى. هغه وويل، "هغوی زما د زوی پر بدن پیټرول وپاشل او سوځاوه یې او ما په بې وسۍ ورته کتل."

پولیسو ویلي د وژل شوي ډاکټر د مړي ترې اخیستلو او سوځولو په تور نهه کسان نیولي دي. د پولیسو یو پلټونکي افسر نور محمد ویلي، افسران یې تر سل د زیاتو هغو کسانو د نیولو په لټه کې دي چې د ډاکټر نواز تر نیول کېدو مخکې او وروسته په تشدد کې ښکېل وو.

د اې بي سي نیوز د خبر له مخې د جمعې په ورځ چارواکو هغه پولیس افسر معطل کړی چې ډاکټر شاهنواز یې په ډزو وژلی وو او وروسته ځایي اوسېدونکو د ګلونو هارونه ور اغوستي وو.

تېره اوونۍ د بشري حقونو یو نړیوال تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل او د پاکستان
د بشري حقونو کمیشن په بلوچستان او سیند صوبو کې په یوه اوونۍ کې د پولیسو په لاس د مذهب له سپکاوي سره مخ دوو کسانو پر وژنه اندېښنه ښکاره کړې وه او په دې اړه د بې طرفه او ازادنه پلټنو له غوښتنې سره سره د داسې پېښو په مخنیوي کې حکومت ناکامه بللی وو.