په پاکستان کې ټولنيز فعال او د صارم برني ټرسټ نومې تنظیم مشر صارم برني د کراچۍ په هوايي اډه مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) نيولی او د زیارت پنجشنبې، په ورځ عدالت هغه اېف ايي ای ته د دوو ورځو په بدني ريمانډ ورکړو.
صارم برني د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کراچۍ په هوايي اډه امریکې نه د ستنېدو په مهال د اېف ايي ای چارواکو ونیولو.
د اېف آی اې چارواکو ويلي، صارم برني د امریکې په شکايت نيول شوی، په هغه تور دی چې د هغه ادارې صارم برني ويلفير ټرسټ انټرنيشنل په غېر قانونه توګه ماشومان په امریکا کې مېشتو جوړو ته ورکړي دي.
چارواکو ويلي دوی ته ويل شوي چې دغه ماشومان د ټرسټ د مرکز مخې ته پرېښودل شوي وو خو په پلټنو کې معلومه شوې چې دغه ماشومان د میاندو پلارانو په رضا په مبینه توګه امريکې ته لېږل .
د انساني قاچاق ضد محکمې چارواکو د وي او ای اردو څانګې ته ویلي 17 ماشومان د قاعدې خلاف امریکې ته لېږل شوي او دوی یې شواهد ترلاسه کړي دي.
د صارم برني ښځې عاليه صارم ویلي، په خاوند یې بې بنياده تورونه لګول شوي دي.
د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه صارم برني د زیارت، پنجشنبې، په ورځ عدالت ته وړاندې کړل شو او د اېف آی اې وکیل د هغه د بدني ريمانډ غوښتنه وکړې چې د هغه نه نورې پلټنې کوي او عدالت هغه بیا د دوو ورځو په بدني ريمانډ اېف آی اې ته حواله کړو.
د امریکې څخه د روانېدو نه دوه ورځې وړاندې د صارم برني يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې چې هغه په کې ويلي، ګڼو کسانو په هغه د تورونو لګولو هڅه کړې خو هغه به یې د ثبوتونو سره ځواب کوي.
ځينې رپورټونه وايې، د صارم برني مېرمن او د ادارې نور کسان یې په هم پلټنو کې شاملې دی شي.
صارم برني د خپل ورور انصار برني سره په ګډه د انصار برني وېلفير ټرسټ نومې اداره کې مرستیال مشر و چې کومه اداره چې په کال 1980م کې جوړه شوې خو د دوی ترمنځ د اختلافاتو د خبرونو مخې ته راتلو وروسته صارم برني بيا په کال 1990 کې د صارم برني ټرسټ انټرنيشنل په نوم خپله اداره جوړه کړې وه.
د ادارې ترمخه، دوی بې کوره ښځو او ماشومانو ته سر پناه ورکوي، ښځو ته قانوني مرستې او بې وسه جينکو د ودونو سره بې اولاده جوړو ته ماشومان هم ورکوي.
د پاکستان په لوي اقتصادي ښار کراچۍ کې د ايدهي او چهيپا په نوم نورې امدادي ادارې هم بې اولاده جوړو ته ماشومان ورکوي، یادې ادارې وايي دوی ته په ښار کې ځای په ځای او د دوی د مرکزونو مخې ته پرتو زانګوګانو کې نوي زېږېدلي ماشومان ترلاسه کيږي چې زياتره جينکۍ وي او هغه بيا دوی په خپله طريقه بې اولاده جوړو ته ورکوي.
پاکستان کې د ماشومانو چاته ورکولو دپاره قانون نشته، ځکه د دغسې کولو دپاره د ګارډين شپ يا امانتي سرپرستۍ طريقه خپلولی شي، د کومې لاندې چې ماشوم د 18 کالو عمر ته رسېدو وروسته ازاد يا خپلواکه کېدی شي.