د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې د دوؤ ټیسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ سیالۍ کې چې په سینچورین کې ترسره شوه، د پاکستان لوبډلې ته د یوې سختې اؤ سنسني خېزې مقابلې وروسته په دوؤ ویکټو ماتې ورکړې ده.
په دې لوبه کې د کوربه لوبډلې لپاره وروستۍ ورځ کې د 148 منډو هدف ټاکل شوی و، چې دوی دا هدف د اتو ویکټو په زیان ترلاسه کړ.
په دویمه پاڼۍ کې د سویلي افریقا لوبډله له پیل څخه له ستونزو سره مخ وه، ځکه چې د دوی درې لومړني لوبغاړي یوازې په 19 منډو وسوځېدل.
خو بیا د اوپنر لوبغاړي مارکرم او کپتان تیمبا باوما د لوبډلې منډې په مخکې یوړې ،مارکرم په مجموعي 62 منډو وسوځېد.
تر دې وروسته په 96 منډو بله ویکټ له لاسه ورکړل شوه، او په 99 منډو د سویلي افریقا درې نور لوبغاړي وسوځېدل. په دې توګه د کوربه لوبډلې 8 لوبغاړي په 99 منډو پویلین ته ستانه شوي وؤ.
وروسته مارکو جانسن او ربادا د لوبډلې بریا یقیني کړه. جانسن 16 منډې جوړې کړې او ربادا په 31 منډو ناسوځېدلی پاتې شو.
سویلي افریقا په دویمه پاڼۍ کې په 40م اوور کې د 8 ویکټو په زیان 150 منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې د بریا لپاره ورته 148 منډې پکار وې.
د پاکستان لخوا محمد عباس په 54 منډو ورکولو سره 6 لوبغاړي وسوځول.
تر دې وړاندې د پاکستان لوبډله په دویمه پاڼۍ کې په 237 منډو وسوځېده، چې پکې تر ټولو زیاتې 84 منډې شکیل سعود جوړې کړې وې.
د سویلي افریقا لخوا مارکو جانسن د 52 منډو په بدل کې 6 ویکټې واخیستې.
په لومړۍ پاڼۍ کې سویلي افریقا 301 منډې جوړې کړې وې، چې پکې د مارکرم 89 منډې شاملې وې. هغه د 15 څلوریزو په مرسته دغه منډې جوړې کړې وې.
د سویلي افریقا لومړۍ پاڼۍ کې خرم شهزاد او نسیم شاه درې درې لوبغاړي وسوځول.
پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې په 211 منډو وسوځېد. د پاکستان لپاره کامران غلام تر ټولو زیاتې 54 منډې جوړې کړې وې، چې پکې یو شپږیزه او اته څلوریزې شاملې وې. د سویلي افریقا ډین پیټرسن 5 او بوش 4 لوبغاړي وسوځول.
د سینچورین ټیسټ په سیالۍ کې له بریا وروسته د پاکستان او سویلي افریقا د دوؤ ټیسټ سیالیو په لړۍ کې کوربه لوبډلې 1-0 مخکې والی ترلاسه کړ.
دواړه لوبډلې به دویم ټیسټ د جنورۍ له 3مې څخه تر 7مې نېټې پورې د سویلي افریقا په کیپ ټاون ښار کې ترسره کړي.
د دې بریا په ترلاسه کولو سره سویلي افریقا د نړۍ د ټیسټ اتلولۍ د سیالیو په فاینل ته رسېدلې لومړۍ لوبډله شوه.
د پوائنټونو د جدول له مخې، په فاینل کې د دوی ممکنه سیالي د آسټرالیا یا هند له کومې یوې لوبډلې سره کېدای شي. د نړیوالې ټیسټ اتلولۍ فاینل به د 2025 کال د جون له 11 تر 15 پورې د انګلستان په لندن کې د لارډز کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
تر سینچورین ټیسټ وړاندې، پاکستان د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ کې د سویلي افریقا لوبډله په خپله خاوره کې له ماتې سره مخ کړې وه. دا لومړی ځل و چې کومه لوبډله په سویلي افریقا کې د هغوی په وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لړۍ کې بریالۍ شوه.
د یو ورځنیو سیالیو له مخه، دواړو لوبډلو درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې وې. له دې درېیو څخه دوه سیالۍ ترسره شوې او وروستۍ سیالي د باران له امله ونه شوه.
په لومړیو دوو سیالیو کې سویلي افریقا بریالۍ شوه او دغه لړۍ یې په 2-0 پای ته ورسوله.