جنوبي کوریا وايي شمالي کوریا روس ته نور ځواکونه او وسله د لېږلو تیاری کوي

د شمالي کوریا مشر کېم جون اون د ډرون د ټېسټ کتنه کوي

د جنوبي کوریا جواېنټ چیفس اف سټاف یا د مشترکه ځواکونو عملې د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل داسې ښکاري چې شمالي کوریا په یوکرېن کې جنګ دپاره روس ته نور ځواکونه او وسلې د لېږلو تیاری کوي.

د جنوبي کوریا جی سي اېس سي په یو بیان کې وویل شمالي کوریا چې روس ته د لېږلو دپاره کومې اضافي وسلې تیاروي په کې ځانمرګي ډرونز، ۲۴۰ اېم اېم راکټ لانچرې او ۱۷۰ اېم اېم توپخانه شماله ده.

د جنوبي کوریا، امریکې او د یوکرېن ترمخه شمالي کوریا ۱۲۰۰۰ عسکر روس ته لېږلې دي.

د جنوبي کوریا جی سي اېس د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل لږ تر لږه ۱۱۰۰ د شمالي کوریا عسکر وژل شوي او یا زخمیان شوي هم دي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د یوکرېن پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د روس ۴۷ هغه ډرونز يې راغورځول چې تېره شپه يې په حمله کې استعمال کړي وو.

د یوکرېن هوايي پوځ وویل روس په تازه حمله کې ۷۲ ډرونز استعمال کړي وو. د یوکرېن د کېمېلېنټسکي سیمې ګورنر د ټېلېګرام وېب پاڼې دلارې وویل د روس په حمله کې یوه وداني او ځینې کورونو ته نقصان ورسېدو او یو تن زخمي شو.

د روس د دفاع وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د یوکرېن سره په سرحدي علاقه بريانېسک سیمه کې يې د یوکرېن یو ډرون تباه کړو.

یادونه: د دې خبر دپاره معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي