جنوبي وزیرستان: د جومات دننه بمي چاودنه کې د جمعیت علماء اسلام ضلعي امیر اؤ درې نور کسان ژوبل شوي

جنوبي وزيرستان

چارواکي وایي وایي افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا ناکراره قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې د یو جومات دننه بمي چاودنه شوې چې پکې د جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند د ضلعي امیر عبدالله ندیم په ګډون لږ تر لږه څلور کسان ژوبل شوي دي.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر یا ډي پي او اصف بهادر د چاودنې پخلی کړی اؤ وي او اې ډیوه ته یې ویلي چې دا چاودنه د جمعې په ورځ په اعظم ورسک سیمه بایي پاس روډ د مولانا عبدالعزیز په جومات کې شوې ده.

د پولیسو مشر وویل دا د آی اي ډي چاودنه وه اؤ چاودېدونکي مواد د جومات په محراب کې اېښودل شوي وؤ.

اصف بهادر وویل په چاودنه کې د جمعیت علماء اسلام ګوند ضلعي امیر عبدالله ندیم سخت ژوبل شوی اؤ د هغه تر څنګ درې نور کسان هم ژوبل شوي دي.

ډي پي او اصف بهادر د دریوؤ نورو ژوبل کسانو پېژندګلو ډیوه ته د مولا نور، شاه بهرام اؤ رحمان الله په نومونو سره وکړه.

هغه وایي د جی یو آی ضلعي امیر په دې چاودنه کې سخت ټپي شوی اؤ د نورو درېوؤ کسانو حالت د ډاډ وړ دی.

د پولیسو مشر وویل د پېښې سره سم پولیس د پېښې ځای ته سیدلي اؤ ثبوتونه راټولوي.

د جنوبي وزیرستان سره تړاؤ لرونکي خبریال فاروق مسید هم وي او اې ډیوه ته وویل په پېښه کې ټول څلور کسان ژوبل شوي دي خو په هغوي کې بیا د جمعیت علماء اسلام د ضلعي امیر عبدالله ندیم وضعیت د اندېښنې وړ دی.

فاروق مسید وایي ده ته د ترلاسه شوؤ معلوماتو له مخې چاودنه د جمعې د نمونځ نه لږ مخکې شوې ده.

د هغه په خبره ، د چاودنې په وخت زیات خلک په جومات کې موجود نه وؤ نه ځکه پکې نقصان کم شوی دی اؤ که چرې د نمونځ په وخت چاودنه شوې وه نو بیا به یې زیات نقصان اړولی ؤ.

په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په جنوبي وزیرستان کې په دې وروستیو وختونو کې څومره بمي چاودنې ، هدفي وژنې یا بریدنه شوي نو هغې کې د زیاترو ذمه واري د طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې پغاړه اخستې ده.

تر دې وړاندې د روانې مارچ په وړومبۍ نټېټه هم د نوښار ضلعې د دارالعلوم حقانیه په جومات کې د جمعې د نمونځ ختمېدو وروسته یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې ددغه مدرسې د مرستیال مهتمم اؤ د جمعیت علماء اسلام (س) د مشر مولانا حامد الحق په ګډون پکې نهه کسان وژل شوي اؤ تر ۲۰ زیات نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه برید ذمه واري هم چا پغاړه نه وه اخستې اؤ پاکستاني اؤ افغان طالبانو د برید غندنه کړې وه.

په دې وروستیو کې په پاکستان په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په ترهګریزو بریدونو ، بمي چاودنو اؤ هدفي وژنو کې اضافه شوې ده.

په ۱۱مه فرورۍ د بلوچستان د سر ښار کوټې نه پېښور اور ګاډي باندې د بلوچستان په بولان سیمه کې بلوڅ وسله والو برید کړی ؤ اؤ ۴۵۰ نه زیات مسافر اؤ امنیتي اهلکار یې یرغمل نیولي وؤ.

د پاکستان د پوځ ویاند ددغه برید نه دوه ورځې وروسته میډيا ته ویلي وؤ چې په برید کې ککړ ۳۳ ترهګر وژل شوي خو ویلي یې وؤ د وسله والو لخوا ۲۱ مسافر اؤ څلور د ایف سي عسکر هم وژل شوي دي.

بیلتون پاله بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل اې چې په اور ګاډي د برید ذمه واري یې پغاړه اخستې ، پخپل یو بیان کې یې تر ۳۰ ؤ زیاتو پوځيانو د وژلو دعوه کړې اؤ ویلي یې وؤ چې هغوي ګڼ شمیر نور امنیتي اهلکار یرغمل کړي هم دي.