سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې د قامي اسمبلۍ په نشست د بریالي شوي ازاد کاندید زبیر وزیر د کور مخې ته د بارودي موادو چاودنه شوې چې پکې یو تن وژل شوی اؤ یو بل ژوبل شوی دی.
د سیمې نه سرچېنو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د خالي یا شنبې په ورځ هغه مهال شوې چې دانتخاباتو کې د تحریک انصاف ګوند د ملاتړ لرونکي ازاد امیدوار زبیر وزیر د بریالیتوب په خوشحالۍ کې د ګوند فعال د یوې غونډې راجوړولو لپاره په انتظاماتو بوخت وؤ.
د سیمې نه یوې پولیس سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي،ډیوه ته وویل چاودېدونکي مواد د زبیر وزیر د کور مخې ته په یو ګاډي کې اېښودل شوي وؤ.
پولیس وایي، د زبیر نواز د کور مخې ته د شوې چاودنې په اړه یې پلټنې پیل کړي خو په سمدستي توګه دا نه شي ویلی چې ایا دا د ترهګرۍ پېښه وه که د شخصي دښمنۍ په اساس د هغه د کور مخې ته بارودي مواد چول شوي دي.
په اتمه فرورۍ د قامي اسمبلۍ په دغه حلقه د زبیر وزیر مقابله د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشر علي وزیر سره شوې وه چې د الیکشن کمیشن لخوا مخې ته د راغلې غیر حتمي نتیجې له مخې پکې زبېر وزیر 20 زره اؤ 22 رائ ترلاسه کړي اؤ د قامي اسمبلۍ دغه څوکۍ یې ګټلې ده.
مخې ته راغلې نتیجه کې د علي وزیر رائ بیا 16زره اؤ 194 ښودل شوي دي.
علي وزیر تر دې وړاندې له یادې حلقې څخه پینځه کاله د قامي اسمبلۍ غړی پاتې شوی ؤ.
تر دې پېښې څو ساعته وړاندې په شمالي وزیرستان میرانشاه کې هم د ملي جمهوري غورځنګ ګوند د پلویانو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ د الیکشن د نتیجې د ځنډ خلاف د احتجاج په مهال نښته شوې وه چې پکې ددغه ګوند مشر محسن داوړ ژوبل شوی اؤ د ګوند نور څلور فعالین یې وژل شوي وو.