کابل: د زده کونکو په مرکز ځانمرګي برید کې ۱۸ تنه وژل شوي ګڼ نور ژوبل دي

زوړ عکس

افغان چارواکو ویلي په سرښار کابل کې د زده کړو یو مرکز (تعلیمي ادارې) بهر شوي خونړي ځانمرګي چاودنه کې لږ ترلږه ۱۸ تنه مړه او د ۳۰ زیات ژوبل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق اریان ویلي، یو تن چې ځان پورې یې چاودیدونکي مواد تړلي‌ وو، د خالي/ شنبې په ورځ ناوخته دغه تعلیمي ادارې ته د ورننوتلو په وخت امنیت ساتونکو ودرولی او دغه تن بیا ځان الوځولی.

د برید په وخت دغه تعلیمي ادارې د زده کونکو ډکه وه. داعش خراسان ډلې د دغه برید پړه په غاړه اخستې. خو وسله والو طالبانو په دغه برید کې د لاس لرلو نه انکار کړی.

په افغانستان کې د داعش ځايي څانګې چې په داعش خراسان پیژندل کیږي، وړاندې د دې هم په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې د شیعه مسلمانانو په غونډو او عبادت ځایونو داسې بریدونه کړي.

د خالي / شنبې د ورځې دغه برید په داسې وخت شوی چې هم په دغه ورځ په غزني ولایت کې د سړک غاړی په ماېن چاودنه کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي. د غزني ولایتي‌ ویاند تر مخه د پېښې په اغیزمنو کې ښځې او ماشومان هم وو.

په افغانستان کې په تشدد کې زیاتوالې په داسې وخت راغلی چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځه د میاشتې راهسې روانې خبرې په ځینو معاملو په سره ودریدلي دي.

د امریکا لخوا راجوړې شوې دغه خبرې اترې د ستمبر میاشتې په ۱۲مه نېټه پېل شوې وې چې ورسره په افغانستان کې د تشدد کمیدو هیلې هم پېدا شوې وې. خو د دغو خبرو پېلیدو ورسته تشدد او جګړې نور زور اخستی.

د جګړې دواړه خواو او ملکي خلکو تر مخه په دغه جګړه کې هره ورځ ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.‌ روانه اونۍ د افغانستان هوايي پوځ لخوا په تخار کې د طالبانو پرضد شوي هوايي بریدونو کې په یوه جومات کې مدرسه په نخښه شوې وه. په دغه هوايي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي وو.