سروی: په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر د حکومتي شمېرې نه کم دی

  • ایاز گل

پاکستاني چارواکي وايي د تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس درې لکه افغانان پاکستان ته کډوال شوي، په دغو کډوالو کې یو لک په ویزو او نور په غېر قانوني ډول پاکستان ته داخل شوي دي

د ملګرو ملتونو په مرسته شوي د یوې سروی یا څېړنې ترمخه په پاکستان کې یو اشاریه درې مېلین افغان کډوال مېشته دي، دا شمېره د هغه تعداد نه قریباً یو لکه کمه ده چې پاکستان يې تر اوسه پورې په رسمي ډول په هېواد کې د مېشتو افغانانو د شمېر په اړه ښښي.

د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ یو بیان کې وویل چې په هېواد کې د افغانانو د شمېر په اړه د "ډرایو" نومې سروی د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار په مرسته شوي ده.

د وی او ای د رپورټ ترمخه د کډوالو په شمېره کې د کمي په اړه چارواکو وویل ځینو افغان کورنیو یا خو د مهاجرت خپل دستاوېزات نه دي نوي کړي او یا ممکنه ده چې افغانستان ته ستانه شوي وي.

د افغان کډوالو چیف کمشنر سلیم خان وي او ای ته وویل چې په تېرو لسو کلونو کې په پاکستان کې د موجودو افغانانو په اړه تازه معلومات نه وو نو ځکه یې د شمېر په اړه سروی وکړی شوه چې د کډوالو د ضرورتو په پوهېږي کې به مرسته وکړي.

په سروی کې یو مېلین افغانانو ته سمارټ ايډېنټيټي کارډونه یا شناختي کارډونه ورکړي شول.

د چارواکو په قول د دغو کارډونو مېعاد د اینده کال د جون تر 30 نېټې پورې دی، په پاکستان کې په قانوني ډول د پاتې کېدو په لړ کې به یې تحفظ کوي او نورو بشري مرستو ته به هم رسايي لرلی شي.

په پاکستان کې د یو اېن اېچ سي ار نماینده نوریکو یوشیدا وویل سمارټ کارډونه به په پاکستان کې د حرکت په لړ کې د کډوالو مرسته کوي او د دې دلارې به لکه د تعلیم، صحت، بېنکي نظام او په کرایه د کور اخیستلو په شان بنیادي سهولتونو ته رسايي کولی شي.

د سروی ترمخه د یو اشاریه درې مېلین کډوالو د نیمايي نه زیاته برخه په خېرپښتونخوا صوبه کې مېشته دي.

د سروی ترمخه په پاکستان کې د افغان کډوالو 52 فیصد ابادي ماشومان دي او یوازې څلورفیصد د 60 کلونو نه د زیات عمر خلک دي.
په سروی کې د 267000 هغو افغان ماشومانو نوم لیکنه وشوه چې مخکې نه وو رجسټر شوي.

چارواکي وایي د سمارټ کارډونو دلارې کډوال په پاکستان کې بېنک اکاونټونه خلاصولی او په عرب او مغربي ملکونو کې د خپلو خپلوانو نه د بېنک دلارې به پېسې هم ترلاسه کولی شي.

د وي او ای رپورټ ترمخه په 1979 کې په افغانستان کې د پخواني شوري اتحاد پوځونو د مداخلت وروسته په مېلینونو افغانان پاکستان ته کډه وکړه، ځینې ستانه شوي خو یو اشاریه درې مېلین اوس هم په پاکستان کې مېشته دي.

پاکستاني چارواکي وايي د تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس درې لکه افغانان پاکستان ته کډوال شوي، په دغو کډوالو کې یو لک په ویزو او نور په غېر قانوني ډول پاکستان ته داخل شوي دي.