په امریکا کې د بیمې/انشورنس د یو مشر د وژنې په قضیه کې شکمن تن د ترهګرۍ د عمل په توګه په قتل تورن شوی دی

هغه تن چې یونایټډ روغتیايي بیمې د سي اي او/ اجراییوي رئیس د وژلو تور پرې دی، د ترهګرۍ د عمل په تور تورن شوی دی، څارنوالانو د نهې یا سه شنبې په ورځ وویل، دوی هڅه کوله چې هغه د پنسلوانیا ریاست له زندانه نیویارک عدالت ته راولي.

د دسمبر په څلورمه د براین تامس د وژنې په تور لویجي منجیوني په رسمي توګه په قتل، د ناقانونه وسلې او جعلي اسنادو په لرلو تورن شوی و خو د ترهګرۍ تور نوې دی.

د نیویارک د قانون له مخې، داسې تور هغه وخت لګول کېدای شي کله چې د یو جرم هدف “د عامو خلکو ویرول، د حکومت د یوې ادارې د پالیسیو اغېزمنول د ویرې یا زور له لارې، او د یوې ادارې کړنې اغېزمنول د وژنې، یا تښتونې له لارې وي.”

د مانجیوني د نیویارک وکیل په دې اړه څه نه دي ویلي.

50 کلن تامسن په داسې حال کې په ډزو ووژل شو کله چې هغه د منهاټن هوټل ته روان و چیرې چې په مینیسوټا کې میشته یونایټډ هیلت کیر - د امریکا ترټولو لوی طبي بیمه - د پانګوالو کنفرانس کې برخه اخیستې وه.

د مین هاټن ډسټرکټ څارنوال ایلون برګ د نهې یا سه شنبې په ورځ په یوه خبري کانفرنس کې وویل: "دا یوه وېروونکې، ښه پلان شوې، هدفي وژنه وه چې مقصد یې، پام اړول او ویره خپرول و." "دا زمونږ د ښار په یوه له ګڼه ګوڼې ډکه برخه کې رامنځ ته شوه، د ځایی اوسیدونکو او سیلانیانو، مسافرینو او سوداګرو امنیت ګواښي."

د څو ورځو شدیدو پولیسو لټونونو او عامه پوهاوي وروسته، مانجیوني په پنسلوانیا کې په مکډونلډز کې ولیدل شو او ونیول شو. د نیویارک پولیسو چارواکو ویلي چې مانجیوني هغه وسله لرله چې د تامسن د وژلو لپاره کارول شوی وه.

۲۶ کلن د پنسلوانیا د وسلو او جعلسازۍ د جرمونو په تور تورن شوی او هلته پرته له ضمانته بندي دی. د هغه د پنسلوانیا وکیل د جعلسازۍ د تور لپاره شواهدو او د وسلې د تور لپاره قانوني بنسټ پوښتنې لاندې راوستی. وکیل دا هم ویلي چې مانجیوني به نیویارک ته د سپارلو پر وړاندې مبارزه وکړي.

یاده دې وي د دسمبر په څلورمه په رڼا ورځ د نیویارک ښار په یو سرک باندې د یونایټډ روغتیايي بیمې د شرکت د رئیس براین ټامسن له وژل کیدو وروسته د قاتل د نیولو لپاره هلې ځلې پیل شوې وې.

دې قضیې په هیواد کې غبرګونونه پارولې وو.

څارنوالان په منجیوني باندې د لګېدلیو تورونو په اړه تحقیقات کوي. هغه د ګل یا دوشنبې په ماښام د پنسلوانیا ایالت یوې محکمې ته حاضر کړل شوې و. ټاکل شوې چې هغه د دسمبر په ۲۳ بیا محکمې ته حاضر شي.

د پنسلوانیا والي جاش شپیرو وویل: "موږ د پالیسیو په اړه د اختلاف لرلو له کبله او د موقف څرګندولو لپاره خلک په بې رحمۍ سره نه وژنو. "

منجیوني په الټونا کې د مکډونلډ په یو رستورانت کې د خپل لپټاپ کمپیوټر د استعمالولو پر مهال وروسته له هغه ونیول شو چې د رستورانت یو کار کوونکی ورباندې شکي شو او پولیسو ته یې زنګ وواهه.

پولیسو وویل چې له هغه سره یې په بکس کې وسله او جعلي اسناد نیولي دي. د محکمې د اسنادو له مخې، د پولیسو ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په دې وروستیو کې نیویارک ته تللی دی، منجیوني "چوپتیا اختیار کړه او په لړزېدو شو."

پولیسو ویلي، له تورن کس سره په موندل شویو اسنادو کې د هویت هغه جعلي کارت هم شامل دی چې نوموړي له پیښې وړاندې د نیویارک په منهاټن کې په یو هوټل کې د کوټې د کرایه کولو لپاره کارولی و.

له منجیوني سره داسې یو سند هم موندل شوی چې پکې د نوموړي "فکر او موخه" تشریح شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د تورن کس د حسابونو له مخې، هغه په کالیفورنیا کې له یو شرکت سره د کمپیوټر ساینس د ماهر په توګه کار کاوه.