د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات کې په يوه ټرېفکي پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان مړه او څلور نور ژوبل شوي دي، د رېسکيو 1122 او پوليس ترمخه پېښه په رکشه کې د اور لګېدو له امله شوې، رکشه غورځېدلې او سواره کسان پکې د اور د لاسه مړه شوي او ژوبل شوي دي.
د ژغورنې ادارې (رېسکيو 1122) او پوليسو په وينا پېښه د سوات د مټې تحصيل په کالاکوټ نومې علاقه کې شوې ده.
په سوات کې د ژغورنې ادارې (رېسکيو 1122) ویاندې شفيقه ګل وي او اې ډيوه ته وويل، دوی ته خواوشا په دوه بجې د پېښې خبر ترلاسه شوی او بيا یې کارمندان موقعې ته رسېدلي، مړي او ژوبل یې روغتونونو ته منتقل کړي دي.
شفیقه ګل وويل، په مړه شوو کې دوه ښځې او دوه تنکي ځوانان شامل دي او په ژوبلو کې يوه ښځه او درې سړي دي، دوی اول د مټې او بيا سېدو شریف روغتون ته منتقل کړل شوي خو د هغه ځای هم پېښور ته لېږل شوي دي.
د مټې تحصيل د کالاکوټ تاڼې پوليس چارواکي عزيز احمد وي او اې ډيوه ته وويل، دا يوه رکشه وه چې د کالاکوټ نه اُچاړ نومې ځای ته روانه وه، اته تنه پکې سواره وو، د پوليسو د ابتدايي معلوماتو ترمخه، په رکشه کې تارونو يا وايرنګ اور اخستی او د هغې له امله بيا غورځېدلې نور اور پرې لګېدلی دی، مرګ ژوبله یې اړولې ده.
نوموړي هم تاييد کړه چې په رکشه کې څلور تنه ښځې او ماشومان مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.
هغه وويل، په مړه شوو کې د دوو تعلق د بونېر ضلعې د کلپاڼۍ نومې کلي سره دی او په ژوبلو کې هم دوه تنه د کلپاڼۍ دي، او پاتې نور د اُچاړ کالاکوټ دي.
پوليس چارواکي زياته کړه، په رکشه کې سواره کسان د يوې کورنۍ دي.
هغه وويل، د پېښې مقدمه تراوسه نه ده درج شوې کورنيو يې د مقدمې درج کولو نه دي ويلي خو پوليس به یې پلټنې کوي چې د څه وجې اور لګېدلی دی.
نزدې 12 ورځې وړاندې هم د سوات د مالم جبې په علاقه کې يو فلاينګ ژورې کندې ته غورځېدلی، لږ تر لږه اووه کسان پکې مړه شوي او پينځه نور ژوبل شوي وو.
د يادې پېښې په اړه پوليسو ويلي وو، ګاډی د ډرايور د غفلت له امله بې قابو شوی او غورځېدلی وو.
پولیس زیاتره په دغو پېښو کې ډرايوران زمه وار ګرځوي او وايي اکثره په غرييزو ګرانو لارو د ډرايورانو د تېزرفتارۍ ، غفلت او د حساب نه سېوا په ګاډود وزن بارولو له امله کيږي.
خو ډراېوران بیا وایي د سړکونو د خرابۍ او تنګوالي له امله د مشکلاتو سرہ مخ کيږي او د حادثو ښکار کيږي.