په شام کې د کردانو ډلو د صدر بشارالاسد د حکومت د نسکورېدو هرکلی کړی او دا یې د هغه د کورنۍ له 54 کلنې واکمنۍ وروسته د بدلون یوه تاریخي موقع بللې، خو کردان د اسد حکومت د ختموونکو اسلامپالو باغیانو له خوا د دوی د حقونو د ممکنه مخالفت په اړه هم اندیښنې لري.
د دسمبر په اتمه د بشارالاسد له ختمېدو وروسته د کردانو په مشرۍ د شام د ډیموکرېټک ځواکونو ایس ډي ایف اعلی کمانډر مظلوم عبدي وویل، "دا بدلون د جمهوریت او انصاف په بنیاد د یو نوي شام د جوړولو لپاره یوه موقع ده چې د ټولو شاميانو د حقونه ضمانت ورکړي. "
ایس ډي ایف د شمالي او ختیځ شام د کردانو په مشرۍ د خپلواکې ادارې (اې اې این اي ایس) پوځي څانګه ده چې د هیواد پر یوه مهمه برخه حکومت کوي. د پنجشنبې- زیارت په ورځ دې څانګې د شام د هغه نوي بیرغ د پورته کولو پرېکړه اعلان کړه چې پباغیانو انتخاب کړی دی.
ایس ډي ایف او اې اې این اي ایس دواړو د شام د کردانو او د دوی تر واک لاندې سیمو کې د نورو نسلي او مذهبي اقلیتونو د حیثیت په اړه په دمشق کې له نويو واکمنو چارواکو سره خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی دی.
د شمالي او ختیځ شام د کردانو په مشرۍ د خپلواکې ادارې ویاند کمال عاکف د جمعې په ورځ په یوه بیان کې تایید کړه چې "خپلواکه اداره په اوس وخت کې د خبرو اترو دورې ته د تیارۍ لپاره کار کوي."
د شام کردان د د دې ملک د 24 میلینه ابادۍ تقریباً 15 فیصده برخه جوړوي، خو په شام کې د پرله پسې حکومتونو تر واک لاندې له اوږدې مودې راهیسې له ځورونې او آذیت سره مخامخ دي.
په کردانو باندې ظلمونه په 1963م کال کې هغه لا زیات شدید شول چې په دې هېواد کې د سوشلسټ بعث ګوند واکمني پیل شوه او د دوی بنیادي مدني، ژبني او کلتوري حقونه ترې واخیستل شول.
په 2011م کال کې په شام کې د پیل شوې کورنۍ جګړې په نتیجه کې کرد ځواکونو د ملک په شمال ختیځ کې خپله سیمه کنټرول کړه او اخر د اسلامي دولت یا داعش ډلې د وسلوالو په ضد جګړه کې د امریکې یو مهم ملګری شو.
د خودمختارۍ ساتل
د شام په شمال ختیځ کې د واکمنې ډیموکرېټیک یونین پارټۍ مخکینی مشر او د کردانو یو مشر سیاستوال صالح مسلم وایي، هغه حکومتي ادارې باید وساتل شي چې په وروستیو کلونو کې جوړې شوې دي.
ښاغلي مسلم وي او اې ته په یوه ټیلیفوني مرکه کې وویل، دوی په دمشق کې له نویو واکمنانو سره د خبرو اترو د بهیر پیلولو ته تیار دي، ځکه چې وایي هغوی تر اوسه په شام کې د ټولشموله حکومت جوړولو او ګډ کار په اړه مثبتې خبرې کړې دي:
"موږ په خپله سیمه کې یو پرمختللی حکومتي نظام جوړ کړی دی، موږ به د 2011م څخه مخکې حالت ته بیرته ستنېدل ونه منو".
د بشارالاسد حکومت د هیئت تحریر الشام یا ایچ ټي آیس په مشرۍ د باغیانو ډلې را نسکور کړ او دا ډله امریکې او یورپ د ترهګر تنظیم په فهرست کې شامله کړې ده.
کردان د شام په حلب ښار کې زیاته ابادي لري او د هیئت تحریر الشام ډلې سیاسي دفتر د دې ښار له نیولو وروسته په یو بیان کې ویلي وو، "د شام کردان د ټولو شامي خلکو په څېر په عزت او آزادۍ کې د ژوند کولو بشپړ حق لري."
په بیان کې ویل شوي، "موږ له کردانو سره ولاړ یو لکه څنګه چې موږ د شام د خلکو او ټولنې له ټولو برخو سره د راتلونکي شام په جوړولو کې ولاړ یو چې پکې انصاف او عزت د ټولو لپاره وي."
د اسد د حکومت په ضد عملیاتو کې چې نورو کومو ډلو برخه اخیستې ترکیه د هغوی ملاتړ کوي او هغه ډلې د کردانو ایس ډي ایف ته د یو ترهګر تنظیم په نظر ګوري. دې وسلوالې ډلې په وروستیو ورځو کې پر کردي ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
صالح مسلم وویل، کردان ویره لري چې دا ډلې به د دوی پر ځواکونو بریدونو ته دوام ورکړي او د دوی سیمه به نوره هم ناارامه کړي.
د تېلو عنصر
د شام په شمال ختیځ کې د ایس ډي ایف تر واک لاندې سیمې د دې هیواد د تېلو او قدرتي ګېس زیاتې ذخیرې لري.
په واشنګټن کې د شام د چارو څېړونکی احد الهندي وایي، دا اوسني حالات د شام د کردي ډلو لپاره موقعې او چېلنجونه دواړه لري.
الهندي وي او اې ته وویل که کردان په بریالیتوب سره د شام له نوي حکومت سره یو ځای شي او د دغه هېواد په نوې مرحله کې ونډې اخیستو ته لېوالتیا وښيي، کولای شي د تېلو پر زېرمو خپل کنټرول ترلاسه کړي.