د شام د یاغیانو مشر الجولاني او وزیراعظم جلالي د واک د انتقال په اړه خبرې کړي

د یاغیانو په ټیلیګرام چینلونو کې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې الجولاني د پخواني وزیراعظم محمد غازي جلالي سره د "د واک انتقال" دپاره ملاقات کړی دی.

په شام کې یاغیانو ویلي د دوی مشر ابو محمد الجولاني د ګل، دوشنبې په ورځ د پخواني صدر بشارالاسد د لیرې کولو وروسته د دغه هېواد پخواني وزیراعظم سره لیدلي دي.

د یاغیانو په ټیلیګرام چینلونو کې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې الجولاني د پخواني وزیراعظم محمد غازي جلالي سره د "د واک انتقال" دپاره ملاقات کړی دی.

جلالي د ګل، دوشنبې په ورځ سکائي نیوز عربیه ټیلي ويژن ته وویل، "مونږ کار کوو چې موقتي وخت چټک او اسانه وي."

هغه وویل چې د کابینې ډیر وزیران اوس هم په دمشق کې په خپلو دفترونو کې کار کوي.

خو د شام دپاره د ملګرو ملتونو کوارډینیټر ادم عبدالمولا اې پي خبري ادارې ته وویل چې ځینې مهم حکومتي خدمات بند شوي ځکه چې اندیښمن لرونکي حکومتي کارکونکي په کور کې پاتې شوي دي.

بلخوا د بشار الاسد د حکومت نسکورېدو وروسته، د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل به د ګل، دوشنبې، په ورځ د تړل شوو دروازو په شا د شام په اړه خبرې کوي.

بشار الاسد د یاغیانو د توند پرمختګ وروسته د هېواد نه وتلی دی او مطبوعات وايي هغه د خپلې کورنۍ سره روس ته تللی دی.

د شام په صورتحال د سېکیورټي کاونسل د غونډې غوښتنه روس کړې وه چې د تېرو ۱۴ کلونو په خانه جنګۍ کې يې د بشارالاسد د حکومت مرسته هم کوله.

د سېکیورټي کاونسل په غونډه کې به د شام په تازه صورتحال او په ګولان یا جولان غونډیو کې د ملګرو ملتونو د امن ساتونونکو ځواکونو د مستقبل په اړه هم خبرې اترې کولی شي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ اسرایلي ځواکونه د ملګرو ملتونو د څارنې لاندې په جولان غونډیو کې بفر زون یا خالي علاقې ته ورغلل. اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو وویل دغه ګام ضروري وو ځکه چې د شام حکومتي ځواکونو په سیمه کې خپلې مورچې پرېښودې. د اسرایل خارجه وزیر ګېډین سار د ګل، دوشنبې، په ورځ اسرایلي ګام محدود او عارضي وبللو.

په داسې حال کې چې په شام د الاسد کورنۍ د ۵۰ کلونو نه د زیات وخت اقتدار ختم شو، د ګل، دوشنبې، په ورځ دا پوښتنې کېدلې چې د هېواد مشري به اوس څوک کوي؟ او د کلونو د خانه جنګۍ وروسته به دا ملک څنګه بیا بحالول کېږي؟

د روس د حکومت، کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل صدر ولادېمير پوټن فېصله کړې چې بشالاسد ته پناه ورکړي.

پېسکوف وویل پوټن د الاسد سره د ملاقات څه اراده نه لري. هغه دا و نه وېل چې د بشاالاسد چېرته دی.
د روس خبري ادارو د اتوار، يکشنبې، په ورځ دا خبر ورکړی و چې بشاالاسد او د هغه کورنۍ ماسکو ته رسېدلي دي.

د ترکي خارجه وزیر حکان فېدن وویل د نوي شام امید کوي چې د ګاونډیو ملکونو سره به ښه تعلقات ولري او د سیمې په ثبات کې به مرسته وکړي.

سفیرانو ته خپل خطاب کې حکان وویل د نړیوالو کرادارونو په خصوصي توګه د ملګرو ملتونو نه توقعو کوی چې د شام ولس ته به ځان ور ورسوي او د ټول شموله انتظاميي د جوړېدو ملاتړ به وکړي.

د چین خارجه وزارت ترجمانې د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په شام کې حالاتو ته په غور کتنه کوي او دا چې د هېواد د مستقبل فېصله دې د شام ولس په خپله وکړي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل امریکا به په شام کې د پرمختګونو څارنه کوي په سیمه کې همکارانو سره به به رابطه کې وي.

بلېنکن وویل امریکا په شام کې داسې حکومت ته د اقتدار په امناکه ډول د انتقال ملاتړ کوي چې احتساب يې کېدلی شي او ټول شموله وي.

بلېنکن وویل امریکا به د هغه نړیوالو کوښښونو حمایت کوي چې بشارالاسد د شام د ولس په ضد د زور زیاتي او د امریکايي خبریال اسټن ټایس په شان د ملکي کسانو د ګرفتاریو په سر د احتساب سره مخامخ کول غواړي.

د شام د خانه جنګۍ په مهال په بشارالاسد د جنګي جرمونو او د انسانیت خلاف د جرمونو الزامات لګول شوي دي چې په کې په کال ۲۰۱۳ کې د دمشق په مضافاتو کې د کيمیاوي وسلې حمله هم شامله ده.

د شام په خانه جنګۍ کې د پينځه لکه نه زیات خلک وژل شوي دي او د جنګ نه مخکې د هېواد د ۲۲ مېلین ابادۍ نیمه برخه بې ځایه شوې ده.

په دمشق او د شام په نورو علاقو کې خلکو د بشارالاسد حکومت په ختمېدو خوشحالۍ وکړې.

یاغیانو هغه زندانونه خلاص کړل چې د بشار الاسد حکومت په کې په کال ۲۰۱۱ کې د هغه د حکومت خلاف بغاوت د شروع کېدو راهسې په زرګونو مخالفین پکې قید کړي وو.

د بشارالاسد حکومت په حېرانونکي ډول په چټکتیا سره ختم شو په داسې حال کې چې باغیانو په تېرو څو ورځو کې د حلب، حما او حمص ښارونه ونیول. د باغیانو مشري د حیات تحریر الشام اېچ ټي اېس نومې ډله کوي چې په یو وخت کې د القاعده سره هم تعلق لرلو. امریکې او ملګرو ملتونو دا ډله ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

د اېچ ټي اېس مشري ابو محمد الجولاني کوي، چي وايي د القاعده سره يې تعلق قطع کړی دی او په ټول شمولیت او په مذهبي روادارۍ یقین لري.

د شام وزیر اعظم محمد جلالي د ګل، دوشنبې، په ورځ سکايي نیوز عربیا ته وویل هغه الجولاني سره ملاقات ته تیار دی.

شام اوس هم د اختلافاتو ښکار دی. د هېواد په شمال کې د ترکي حمایت یافته وسله وال د امريکې پلوه کرد ځواکونو سره په جنګ دي او په ځینو لرو پرتو سیمو کې د داعش وسله وال اوس هم موجود دي.