د سوریې/شام یاغیانو چې د حکومتي ځواکونو پر ضد پرمختګ کوي د نهې یا سه شنبې په ورځ د حما لوی ښار ته نږدې شو، یاغیانو او د جګړې څارونکي وویل، تیره اونۍ د حلب/اليپو د ناڅاپه نیولو صدر بشارالاسد حکومت لړزولی دی.
یاغیانو او د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، یاغیانو د ښار شمال ته د مار شاهور په ګډون څو کلي نیولي دي. د سوریې حکومتي رسنیو ویلي، سیمې ته ځواکونه رسېدلي دي.
په حما باندې برید به په بشارال اسد فشار زیات کړي، چې روس او ایراني اتحادیان یې د بغاوت پر وړاندې د هغه د ملاتړ لپاره راوتلي دي. دغه ښار په ۲۰۱۱ کال کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې د حکومت په لاس کې دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي عربي ژبې په مرکه کې ویلي، که دمشق غوښتنه وکړي، تهران به سوریې ته د ځواکونو په استولو غور وکړي بل اړخ ته د روس صدر ولادیمیر پیوټن په سوریه کې د «ترهګرۍ» پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د عراق وزیراعظم شیعه السوډاني وویل چې بغداد به په سوریه کې "یوازې تماشایي" نه وي او د یاغیانو د پرمختګ لپاره يې په سوریې باندې د اسرایلو نظامي بریدونه تورن کړه.
د بشارالاسد د ستونزو په زیاتیدو سره، د امریکا په ملاتړ، د کردانو په مشرۍ ایتلاف جنګیالیو په شمال ختیځ کې د حکومتي ځواکونو سره جګړه پیل کړې، دواړو خواوو وویل، د سپلایي مهمې لارې بادندې به یو نوې محاذ کهولاو شي.
تېره اوونۍ د حلب نیول د یاغیانو د جګړې په دې کلونو کې تر ټولو لوی برید و.
د جګړې لومړۍ کرښې له ۲۰۲۰ کال راهیسې اسد حکومت له یاغیانو څخه نیولې وي، او دا هر څه يي د روس د هوايي ځواک او د ایران او د هغې د سیمه ییزو شیعه ملېشو د شبکې له پوځي مرستې له وجې وو.
خو اوس حالاتو کې، روس د اوکراین په جګړه کې ښکیل دی، او په تیرو دریو میاشتو کې د اسرایلو بریدونو په سوریه کې د ایران تر ملاتړ لاندې ځواکمن حزب الله مشرتابه له منځه وړې ده.
عراقي او سوري سرچینو ویلي، د ګل یا دوشنبې په ورځ په سلګونو ایراني ملاتړي عراقي ملېشې د سوریې د حکومتي ځواکونو د ملاتړ لپاره سوریې ته ننوتلي، خو حزب الله اوس د ځواکونو د لېږلو پلان نه لري.
د یاغیانو یوې سرچینې وویل چې د ایران ملاتړي ملېشه جنګیالي د هغو ځواکونو په ډله کې وو چې دوی له حما څخه بهر جګړه کوي.
دواړو خواوو ویلي، په وروستیو ورځو کې د روس او سوریې حکومتي جنګي الوتکو د یاغیانو پر ضد هوايي بریدونه زیات کړي دي. د ژغورنې کارکونکو په حلب او ادلب کې پر روغتونونو د مهلک حملې خبر ورکړی دی.
په سوریه کې هر ډول دوامداره تاوتریخوالی د غزې او لبنان د جګړو څخه وروسته یوه سیمه نوره هم بې ثباته کوي، چیرې چې تیره اونۍ د اسرایل او حزب الله وسله والې ډلې ترمنځ اوربند نافذ شوی.