د کرکټ د T20 شل اووريزه نړیوال کپ 2024م په لومړۍ سيالۍ کې امریکايي لوبډلې کېنېډا ته په اووه وکټو ماتې ورکړه.
د امریکا په ډېلس کې ترسره شوې سيالۍ ټاس/ پچه کوربه لوبډلې امریکا ګټلې، خو لومړی بېټنګ یې د کېنېډا لوبډلې ته ورکړی او د کېنېډا لوبډلې په ټاکلو شلو اوورونو کې په پينځه لوبغاړو اوټ کېدو 194 رنزونه جوړ کړي وو.
د کېنېډا په لوبغاړو کې ناونيت دهليوال په 44 بالونو 61 رنزونه او نيکولس کيرتن په 31 بالونو 51 رنزونه جوړ کړي وو.
په ځواب کې امریکايي لوبډلې ټاکلی هدف په درېو لوبغاړو اوټ کېدو په 18م اوور کې پوره کړو او سيالي یې وګټله.
امریکايي لوبغاړو کې اېرن جونز په 40 بالونو 90 رنزونه جوړ کړل او اوټ نه شو هغه د لوبې غوره لوبغاړی وګرځول شو، د امریکايي لوبډلې بل لوبغاړي انډرس ګوس په 46 بالونو 65 رنزونه جوړ کړل.
په امریکا کې په لومړي ځل د کرکټ د نړيوالو سياليو پيل کېدو په اړه پاکستان کې د امریکې سفير ډانلډ بلوم د پاکستانۍ لوبډلې دپاره نيکې پيرزونې وړاندې کړي دي.
په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کړې ويډيو کې نوموړي ويلي، پاکستان کې خلک کرکټ خوښوي او په ګرميانو کې هم دلته هر ځای کرکټ کيږي. بلوم زياته کړې، د لوبو دپاره مینه پاکستان او امریکا کې شريکه ده.
د کرکټ د T20 شل اووريزه نړیوال کپ 2024م سيالۍ په امريکا او ويسټ انديز کې ټاکل شوي دي، شل لوبډلې پکې برخه اخلي چې په پينځه ګروپونو وېشل شوي، او ټولې 55 سيالۍ به پکې کيږي.
پاکستان به خپله لومړۍ سيالي په شپږم جون د امریکا سره او د افغانستان لوبډله به خپله لومړۍ سيالي په څلورم جون د يوګنډا سره کوي.