په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو په ګډون په غیر دولتي ادارو کې د ښځو او نجونو د کار د بندیز د دویم کال پوره کیدو سره سم، د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت یو ځل بیا په دغه هیواد کې د مرستې رسونې له ادارو غوښتي چې د ښځو او نجونو له ګمارلو څخه ډډه وکړي.
په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د اقتصاد د وزارت له خوا په خپور شوي مکتوب کې غیر دولتي ادارو ته خبرداری ورکړل شوی که کومه داخلي یا بهرنۍ غیر دولتي اداره ددغه وزارت د پریکړې څخه سرغړونه وکړي، نو ورڅخه به د فعالیت جواز واخیستل شي او فعالیت به یې بند شي.
په دې مکتوب کې چې د طالبانو د اقتصاد وزارت د مالي او ادارې معین مولوي محمد عالم له خوا لاسلیک شوی لیکل شوي: " یوځل بیا ټولو غیر دولتي موسسو ته هدایت کیږي چې په موسسو کې د ښځینه طبقې د وظایفو د توقف په اړه ددغه وزارت د (۴۲۹۲ ) نمبر مکتوب متن په پام کې ونیسي او د هغې پراساس اجرات وکړي."
په دغه مکتوب کې لیکل شوي چې د غیر دولتي ادارو له خوا په دې برخه حې د نه همکارۍ په صورت کې د ادارو مختلف فعالیتونه به وځنډول شي او د طالبانو د اقتصاد د وزارت څخه ترلاسه شوی جواز به یې لغوه شي.
د اقتصاد وزارت ته یوې نږدې سرچینې امریکا غږ ته د دغه وزارت له خوا غیر دولتي ادارو ته ددغه مکتوب بیا استول تائید کړي دي.
یوې غیر دولتي ادارې ته نږدې یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت دا مکتوب تیره اونۍ په کابل کې د افغانانو لپاره د بشري او پرمختايي مرستو د همغږۍ ادارې ( ACBAR) له لارې د غیر دولتي ادارو سره شریک کړی. افغانستان کې لسګونه نړیوالې او داخلي غیر دولتي ادارې د اکبر په اداره کې غړیتوب لري.
طالبانو د اقتصاد وزارت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ د یو مکتوب له لارې په افغانستان کې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی وو، چې تیره اونۍ ددغه بندیز دوه کاله پوره شو.
د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت له خوا ددغه بندیز سره سره په ځینو برخو په ځانګړي ډول د روغتیا او پوهنې په سکټورونو کې د ځینو غیر دولتي ادارو په پروګرامونو کې لا هم ښځو کار کاوه. تراوسه معلومه نه ده چې په دې بندیز کې په دغو سکټورونو کې د ښځو پر کار بندیز هم شامل دی او که نه.
په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز دوو کلنو پوره کیدو ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن په ګډون په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي او د طالبانو څخه ددې پریکړې د لغوه کیدو غوښتنې شوې وې.
خو د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت نه یوازې دا پریکړه باندې بیا غور ونه کړ، بلکې تازه یې د یو بل مکتوب له لارې ددې پریکړې په پلي کیدو باندې ټینګار وکړ.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک د بیا ترلاسه کولو سره سم د پوهنې او روغتیا د وزارتونو پرته په نورو دولتي ادارو کې دښځو پر کار بندیز لګولی او د دولتي ادارو په زرګونو ښځینه کارکوونکي یې په کور کښینولي دي. همداشان طالبانو د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د افغان میرمنو په کار بندیز لګولی دی.
د امیریکا سفارت تیره اونۍ په یو بیان کې وویل چې د بشري مرستو د رسولو څخه د افغان میرمنو ګوښه کول په افغانستان کې د بشري بحران د لا پراختیدو سبب ګرځي.
افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډیکر ویلي چې ددغه بندیز له امله د بې شمېره خلکو ژوند سخت اغېزمن شوی دی.
طالبانو له وړاندې په افغانستان کې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو او ښځو بر زده کړو بندیز لګولی دی.
(د وي او ای اشنا په مننه)