د طالبانو حکومت د استوګنې د کورونو په لوري ودانیو کې د کړکیو په جوړولو بندیز لګولی

د کال ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه کابل د نیولو او د پخواني صدر اشرف غني د ملک نه دوتلو وروسته طالب وسله وال به ارګ کې ناست دي

د افغان طالبانو مشر (چې هغوي یې امیر المومنین بولي) مولوي هبت الله اخندزاده د ښځو د پردې باوري کولو لپاره د استوګنې د کورونو په لوري ودانیو کې د کړکیو په جوړولو بندیز لګولی اؤ امر یې کړی چې د وړاندې نه جوړو ودانیو کې جوړې کړکۍ دې هم بندې کړل شي.

د افغان طالبانو د حکومت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد په ټویټر د مولوي هبت الله اخند زاده فرمان خپور کړی چې پکې ویل شوي په نوؤ ودانیو کې باید داسې کړکۍ جوړې نه کړل شي چې د ګاونډي د کور انګڼ، پخلنځی، کوهی اؤ نور مقامات ترې ښکاري ځکه چې په داسې ځایونو کې عموماً ښځې کارونه کوي.

فرمان کې ویل شوي "که یو شخص په خپل ملکیت کې ودانۍ جوړوي او په څنګ کې یې پیوسته او يا د لارې د اندازې په فاصلي سره د بل شخص د استوګنې ودانۍ شتون ولري، نوي آبادي کوونکی شخص نه شي کولای چې د همسایه طرف ته داسی کړکۍ پریږدي چې د هغه د کور انګڼ، پخلنځای، کوهی او داسې نور ځايونه چې عادتاً او عرفاً ښځې په کې ناسته ولاړه کوي؛ ترې ښکاره شي"

فرمان کې ویل شوي که یو شخص د همسایه طرف ته کړکۍ پرېښودلې وي او يا يې پريږدي مکلف دی چې په یاده کړکۍ کې د انسان د قد په اندازه د دیوال په پورته کولو او يا په بلې وسيلي سره له همسایه څخه ضرر دفعه کړي.

د طالبانو د مشر فرمان کې ویل شوي، ښاروالۍ او نورې اړوندې ادارې مکلفې دي چې په اړونده ساحه کې د ودانيو د جوړولو پر مهال څارنه وكړي او د همسایه ګانو د جوړو شویو کورونو پر لور د داسې کړکۍ ایښودلو مخنیوی وکړي چې د دې فرمان له حكمونو سره په ټکر کې وي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

په اګست کال2021م کې د طالبانو لخوا د افغانستان په اقتدار له قبضې راپدیخوا افغانستان کې په ښځو یو شمیر بندیزونه لګول شوي اؤ هغوي ولسي مقاماتو ته له تګ اؤ په دفترونو کې له کارونو کولو هم منعې کړل شوې دي.

ددې تر څنګ له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو هم پابندي لګول شوې ده.

ملګرو ملتونو اؤ د نړۍ یو شمیر هیوادونو د طالبانو د حکومت له لوري ښځو سره په کېدونکي توپیري چلند اندېښنې ښکاره کړي اؤ وخت په وخت له طالبانو غوښتنې کوي چې د ښځو حقونو ته باید درناوی ولري

په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت لخوا جاري شوي یو فرمان کې ویل شوي چې چې ښځې به په ولسي ځایونو اؤ غونډو کې شاعري هم نه شي ویلی اؤ هغوي ته توصیه شوې ده چې له کورونو بهر باید خپل غږ غلی اؤ ځانونه په پرده کې وساتي.

په افغانستان کې ځيني محلي راډیوګانو اؤ ټيلي ویژنونو هم د ښځو غږونه خپرول بند کړي .

د طالبانو حکومت دریځ لري چې دا هر څه دوي د اسلامي شریعت اؤ افغاني روایاتو له مخې کوي اؤ دعوه کوي چې اسلامي قانون نرانو اؤ ښځو ته یو شان د هغوي د حقونو ضمانت ورکوي.