په افغانستان واکمن طالبان د روانې میاشتې په پای کې په قطر کې کېدونکي یو نړیوال کانفرنس کې د کډون لپاره دوي ته د ملګرو ملتونو لخوا ورکړل شوې بلنه د خپل حکومت د سیوا شوي ارزښت په توګه ګڼي.
د ملګرو ملتونو د سیوري لاندې د افغانستان په اړه د طالبانو اؤ نړیوالو استازو تر منځ دوه ورځنۍ غونډه د جون په ۳۰مه په دوحه کې پیل کیږي چې په دغه غونډه کې د افغان مېرمنو د استازیتوب په نشتوالي د بشري حقونو ډلې سختې نیوکې کوي.
د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي د دوشنبې په ورځ پخپل یو ویډیو بیان کې اعلان کړی دی چې' د دوحې غونډه به راتلونکو ورځو کې ترسره شي اؤ د طالبانو حکومت ( چې هغوي یې اسلامي امارت بولي) ته په دې غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې ده'
ښاغلي متقي کابل کې د خپل وزارت کارمندانو ته په وینا کې ویلي دي 'موږ له ګاونډیو اؤ سیمه ییزو هیوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړې دي اؤ له غربي اؤ امریکایي دولتونو سره هم غوره اؤ ګټورې اړیکې پر مخ وړو'
دا د دوحې پروسس په نوم د غونډې دریمه برخه ده چې پکې په وړومبي ځل په افغانستان واکمنو طالبانو ګډون ته غاړه اېښې ده.
طالبانو نزدې درې کاله مخکې یو وارې بیا افغانستان کې اقتدار ونیولو اؤ پخپل حکومت کې یې یوازې سړو ته برخه ورکړې ده اؤ ښځې یې له اقتداره لرې ساتلې دي چې له دې امله نړیوالې ورورولئ تر اوسه د هغوي حکومت په رسمیت نه دی منلی.
د ملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتریس یو کال وړاندې د دوحې عمل پیل کړی ؤ ترڅو طالبانو سره د بوختیا یا په اړیکه کې د پاتې کېدو لپاره یو ګډ بین المللي نظر مخې ته راشي.
طالبانو د خپلې واکمنۍ په روانه دوره کې تر شپږم ټولګي پورته د جینکو په زده کړو بندیز لګولی اؤ هم یې ښځې په دفترونو کې له کاره منعې کړې دي.
په مې کال ۲۰۲۳م کې چې ملګرو ملتونو په دوحه کې کوم وړومبی کانفرنس رابللی ؤ په هغې کې یې طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړې اؤ پروسکال چې بیا په فرورۍ کې په دوحه کې دویمه غونډه جوړه شوه نو طالبانو هغې کې د افغان مدني ټولنې اؤ بشري حقونو د فعالانو په ګډون نیوکې وکړې اؤ دغه غونډه کې ګډون ونه کړو.
د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي دي چې په دوحه کې راجوړېدونکي غونډه به نزدې د ۲۵ هیوادونو استازي د بشري حقونو په اړوند د نورو اندېښنو تر څنګ د ښځو اؤ نجونو د حقونو اؤ په هغوي د لګیدلو بندیزونو مسله هم په کوټلي انداز کې راپورته کړي.
د جمعې په ورځ افغانستان کې د ملګرو ملتونو د امدادي مش یا یوناما مشرې روزا اوتن باییفا د نړیوالې ټولنې له لوري طالبانو سره د نیغ په نېغه مذاکراتو پېل کولو په ارزښت ټینګار کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دې سره راتلونکي کې کیدونکو مذاکراتو کې د افغان مېرمنو ګډون ته لاره هواره شي.
د بشري حقونو د څار نړیوالو ادارو ایمنسټيانټرنیشنل اؤ هیومن رایټس واچ په ملګرو ملتونو نیوکې کړې دي چې په خای ددې چې طالبان یې د افغان مېرمنو او نجونو په ضد د جرمونو مسول ګرځولي وای ، هغوي ته د دوحې مذاکراتو کې ګډون ته رابلليدي.
( وي او ای، د ایاز ګل رپورټ)