په افغانستان کې د داعش ډلې ځايي څانګې چې د طالبانو د کډوالو د وزیر د وژنې ذمه واري ومنله دې پېښې نه یواځې په سیمه کې د ترهګرۍ د نیټورک پراخېدو په اړه اندېښنې راپارولې دي، بلکې دا له واکمنو طالبانو سره هم د دغې ترهګرې ډلې د جګړې زیاتېدو نخښه ده.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د چارشنبې- شورو په ورځ په کابل کې له خپل دفتره د وتلو په وخت د خپل دفتر له څو تنو کارکوونکو سره په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
58 کلن حقاني د 2021م کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د داعش خراسان ډلې تر ټولو د لوړې کچې هدف وو. دغې ډلې تر اوسه پورې لږ تر لږه د طالبانو اته اعلی چارواکي او مهم شخصیتونه په ځانمرګو بریدونو کې وژلي دي، چې پکې د بلخ او بدخشان والیان یا ګورنران هم شامل دي.
د طالبانو چارواکو بیا بیا دعوه کړې چې په خپلو امنیتي عملیاتو کې یې په مؤثره توګه داعش خراسان کمزوری کړی او پر خپل حکومت له تنقید کوونکو یې غوښتي ثبوتونه دې ورته وړاندې کړي او یا د افغانستان په خلکو کې د داعش د موجدیت په اړه بې بنیاده تورونه بند کړي.
اسلامي دولت یا داعش د ټولنیزو رسنیو په چېنلونو باندې بیا د حقاني له وژنې وروسته د طالبانو دعوې د خندا وړ بللې دي او دعوه یې کړې ده چې وروستی وژونکی برید یې په هیواد کې د موجودیت او په خپله خوښه د برید کولو د وړتیا ثبوت دی.
امریکې د طالبانو د کډوالو پر وزیر او د امریکې له بندیزونو سره د مخ سراج الدین حقاني په تره باندې د مرګوني برید په اړه سمدستي له څه ویلو ډډه کړې ده.
د امریکې د ملي امنیت سلاکار جان کربي د پنجشنبې- زیارت په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته وویل، "یواځینۍ خبره چې زه یې باید وکړم هغه دا ده چې موږ پوهېږو او موږ هغه وخت هم ویلي وو چې په افغانستان کې لا هم د داعش خطر لري او په ښکاره ډول هغوی پر طالبانو نظر ساتلی دی."
په افغانستان کې د ترهګرۍ زیاتېدونکی خطر
د پنجشنبې- زیارت په ورځ د افغانستان پر حالاتو باندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې دا خبره په ډاګه شویه چې له دې هېواده د قتل او ترهګرۍ خطرونه را پورته کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر فو کانګ غونډې ته وویل، "په افغانستان کې ترهګر قوتونه لکه داعش، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامک موومنټ / ترکستان اسلامک پارټي لا هم نړیوالې سولې او امن ته لوی خطرونه دي." فو زیاته کړه:
"موږ د افغانستان پر لنډمهاله [د طالبانو په] حکومت ږغ کوو چې د ترهګرۍ د ځالو ختمولو لپاره د ترهګرۍ په ضد اقدامات وکړي او د دې مخه ونیسي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو تنظیمونو د را غونډېدو په ځای بدل شي".
د امنیت شورا غونډې ته د روسي فیډرېشن دایمي استازي واسیلي نبینزیا ویلي، په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې پرلپسې له بهره مالي ملاتړ ترلاسه کوي او په خپلو لیکو کې د وسلوالو د شاملولو لپاره ټولنیزې رسنۍ کاروي.
ښاغلي نبینزیا په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د فعالیتونو په اړه د ماسکو اندېښنې څرګندې کړې او ویې ویل، "موږ په ځانګړې توګه د داعش افغان څانګې د پرله پسې ترهګریزو فعالیتونو له امله پیدا شویو امنیتي خطرونو باندې اندېښمن یو."
د روس سفیر د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې د طالبانو د حکومت هڅې ومنلې خو ویې ویل چې دا هڅې کافي نه دي. نبینزیا وویل، "موږ وینو چې جنګیالي په هېواد کې خپل موجودیت پراخوي او په قصد حالات خرابوي".
نیبنزیا په ټینګار سره وویل، د اسلامي دولت وسلوال په فعاله توګه هڅه کوي چې ځان د یو متبادل قوت په توګه را مخته کړي او په دې توګه په افغانستان او پراخه سیمه کې امن او ارامي له خطر سره مخامخ کړي.
نړیوالې ترهګرې ډلې
د پنجشنبې- زیارت په ورځ د ترهګرۍ په اړه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په کالني رپوټ کې هم ویل شوي چې نړیوالې ترهګرې ډلې له افغانستانه د سیمې امن اوارامۍ ته خطر پېښوي.
په رپوټ کې ویل شوي، طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د ترهګرو ډلو د ملاتړ او د امریکې او متحدینو خلاف د بریدونو لپاره نه کارول کېږي، خو وایي:
"ترهګرې ډلې لکه داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان دې ته دوام ورکړی چې له خرابو ټولنیزو اقتصادي حالاتو او غیرمساوي امنیتي حفاظتي تګلارو ګټه واخلي او دا ورته د فعالیت یو ډېر اجازه لرونکی ماحول ورته جوړوي".
رپوټ وایي د طالبانو حکومت په 2023م کې د داعش خراسان ځینې "د پام وړ فعالان نیولي" او دا ډله یې په افغانستان کې د لومړني خطر په توګه ګڼلې، خو وایي "داسې ښکاري چې پر القاعده او ټي ټي پي یې لږ فشار راوړی دی".
په دغه نوي رپوټ کې ویل شوي، طالبانو د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي ډلې وسلوالو ته اجازه ورکړې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ او بریدونه وکړي.
داعش خراسان ډلې د 2015م په پیل کې په سیمه کې خپل توندروه فعالیتونه پیل کړل او په دې ډله کې په بنیادي توګه هغه وخت د افغان طالبانو او ټي ټي پي غړي هم شامل وو.
داعش خراسان په 2024م کې د افغانستان له پولو بهر هم د یو شمېر بریدونو ذمه واري پر غاړه واخیسته. په هغو کې د شیعه ایران د یو پخواني قومندان د تلین پر مراسمو، د ماسکو په کنسرټ هال او د ترکیې په یوه کلیسا کې بریدونه شامل دي، چې په ټولو کې تقریباً 250 کسان ووژل شول.
پاکستان هم د پنجشنبې- زیارت په ورځ د امنیت شورا غونډې ته د ټي ټي پي د زیاتېدونکو بریدونو خبره را برسېره کړه او ویې ویل چې د تشدد دا پېښې په افغانستان کې له پناه ځایونو پلان کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عثمان اقبال جدون غونډې ته وویل، "ټي ټي پي- له 6,000 جنګیالیو سره- په افغانستان کې له مرتب شوي فهرست سره سم تر ټولو لوی ترهګر تنظیم دی. زموږ پولې ته څېرمه یې خوندي پناه ځایونه دي او دا د پاکستان امنیت ته مخامخ او هره ورځنۍ خطره ده".
پاکستان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ټي ټي پي د فعالیتونو او له هغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو پلانولو تورونه پورې کړي خو د طالبانو حکومت یې دا تورونه رد کړي دي.