د بلوچستان حکومت د طالبانو د حکومت دعوه رد کړې چې ګنې داعش یې په صوبه کې روزل کېږي

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو حکومت یوه اوونۍ وړاندې دعوه کړې وه چې په ستمبر میاشت کې په کابل او نورو سیمو کې په بریدونو کې د بلوچستان د مستونګ سیمې داعش وسلوال ککړ دي، خو د بلوچستان حکومت د افغانستان دا دعوه رد کړې ده چې د داعش خراسان ډله په بلوچستان صوبه کې روزل کیږي.

د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند دا تور په مکمله توګه رد کړی دی، هغه وایي دا خبره بالکل غلطه ده. وائس آف امریکه ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې هغوي زیاته کړه چه داعش خراسان په بلوجستان کې د ترهګرۍ ځالې نه لري. د بلوچستان حکومت ویاند په دې حقله وي او اې ډیوه ته وویل:

"دلته داعش خراسان داسې موجودګي نه لري او نه دغه خبر حقیقت لري. د دوي ظاهره مرکزونه نه شته خو ولې د ترهګرۍ داسې پیښې شوې دي چه دوی پکې ککړ وو. داسې هم شوي دي چې امنیتي ځواکونو عملیات کړي دي او په هغې کې چې کوم خلک مړه دي د هغوی تعلق د دغه تنظیمونو سره وو".

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند

یاده دې وي چې ددې وړاندې افغان طالبانو دعوه لرله چې په بلوچستان کې د داعش خراسان ځالې دي.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح اللہ مجاھد دا دعوه کړې ده چې د طلبانو امنیتي ادارو په کابل او فاریاب کې د عملیاتو په نتیجه کې یو تاجک په خپل تحویل کې اخیستی دی کوم چه په کابل کې په یو برید کې ککړ وو. ددغه برید ذمه واري داعش ډلې منلې وه.

د ایکس د لارې په خپل یو ټویټ کې د طالبانو ویاند دعوه کوي چې د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کې د داعش خراسان ډلې ځالې دي او دغه ترهګر هم دغلته تربیه شوی وواو د هلته نه افغانستان ته راغلی وو.

په کال ۲۰۱۸ کې د داعش خراسان ډلې له خوا په مستونګ کې په یو ځانمرګي برید کې ۱۴۹ تنه وژل شوي وو. د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د پاکستان د پوځ له خوا عملیات هم پیل شوي وو چې پکې د داعش خراسان ډلې د وسله والو د مرګ دعوې شوې وې.

بلوچستان کې د داعش خراسان ډلې تاریخ څه دی؟

د بلوچستان د امنیتي چارو سرچینې وایي په کال ۱۹۹۸ کې د پنجاب نه د کالعدم لشکر جهنګوي مشر ریاض بسرا له زاهد ملتاني سره یو ځای بلوچستان ته راغلو او بلوچستان کې یې د لشکر جهنګوي بلوچستان بنیاد کیښود نو خپله خو پنجاب ته واپس لاړو ولې ذاهد ملتاني ته یې د تنظیم د پاره د تربیت کار حواله کړو.

په موجوده تاریخ کې د فرقيیزې جګړې نخښې په بلوچستان کې په کال۱۹۹۹ کې د بلوچستان هزاره صوبایي وزیر نثار علي هزاره باندې د برید نه شورو کیږي. دا د لشکر جهنګوي له خوا ړومبې برید وو.

په کال ۲۰۰۵ کې عثمان سیف الله کرد د ډلې مشري واخیسته نو د تنظیم په بریدونو کې تیزي راغله. د بلوچستان نور سخت دريځه تنان لکه محمود الرحمن رند او حافظ منان هم لشکر جهنګوي ته راغلل.

د امنیتي ادارو سرچینې وایي عثمان سیف الله کرد په اهل تشیع ۳۶ بریدونه وکړل. په دا مهال د عثمان سیف الله کرد او محمود الرحمن رند تر منځ د مشرۍ په څوکۍ اختلاف راغی او په کال ۲۰۱۲ کې محمودالرحمن رند د یو بل تنظیم جیش الاسلام بنیاد کښېښود.

لیکوال، محقق او خبریال ضیاالرحمن وایي، په بلوچستان کې داعش د فرقه ییز ډلو نه وتلی دی.

"د سیف اللہ کرد پہ مشرۍ کې دوی غټ بریدونه کړي دي. داعش په بلوجستان کې وجود لري. دلته دوی ۲۰۱۷ کې چینایان استاذان مړه کړي وو. د مچ په سیمه کې یې هزاره کسان په نخښه کړي وو. د جمیعت علماء اسلام مشر حافظ حمدالله باندې یې برید کړې وو".

Your browser doesn’t support HTML5

لیکوال، محقق او خبریال ضیاء الرحمن

په کال ۲۰۱۵ کې په پینځلسمه فرورۍ په کوټه کې سیف الله کرد ووژل شو او وروسته بیا هم په دغه کال د جولای په اوومه نیټه محمود الرحمن رند هم ووژل شو. په دغو ورځو کې ددې نه مخکې چې دا تنظیمونه کمزوري شي صفدر شاه چې په محسن پنحابي هم پېژندل کېده د لشکر جهنګوي العالمي بنیاد کښېښود.

خو چې په کال ۲۰۱۵ کې په دې سیمه کې د دولت اسلامیه فی العراق و الشام یعنې د داعش خراسان څانکې بنیاد کیښودل شو نو د لشکر جهنګوي العالمي او د جیش الاسلام جنګیالیو په جولای ۲۰۱۶ کې په دې کې د شمولیت فیصله وکړه او په مستونګ کې یې د جیش الاسلام له خوا د مفتي هدایت د مشرۍ لاندې د داعش بلوچستان په حیث سوګند پورته کړو.

د جیش الاسلام له اړخه خیرمحمد رئیساني، مقبول رئیساني او د لشکر جهنګوي فاروق بنګلزي، حافظ کبیر او تحریک طالبان پاکستان له خوا د خضدار انجینېرنګ پوهنتون نه فارغه شوي جهانګیر بادیني هم د مفتي هدایت په لاس بیعت وکړ.

دغه رنګ د بلوچستان بار ایسوسي ایشن د مشر بلال انور کاسي د مرګ نه پس چې د کوټې ښار په سنډېمن هسپتال کې په وکیلانو کوم ځانمرګي برید شوی وو داعش ډلې یې په بلوچستان کې په وړومبي ځل پړه په غاړه واخیسته، خو ددغې پېښې پړه د جماعت الاحرار ډلې هم په خپله غاړه اخیستې وه.

په کوټه کې په وکیلانو ځانمرګی برید چا کړی وو؟

په کوټه ښار کې په وکیلانو برید کې تر 70 پورې کسان وژل شوي وو. د ملګرو ملتونو، فرانس او نورو هیوادونو له خوا پرې غم ښکاره کړی شوی وو، خو ولې د بلوچستان د حکومت له خوا د تحقیق نه وړاندې په دوو ګاونډيو هیوادونو د پېښې تور ولګول شو نو ځکه د بلوچستان وکیلانو د جوډیشل انکوایرۍ غوښتنه وکړه.

په دغه لړ کې د سپریم کورټ له اړخه په اکتوبر ۲۰۱۶ کې د موجوده چیف جسټس فائز عيسا سپریم کورټ په مشرۍ کې عدالتي کمیشن جوړ شو. دغه کمیشن چې خپل 110صفحې رپورټ جمع کړو نو معلومه شوه چې د ځانمرګي د پښو بوټان په کوټه کې د یو معروف دوکان نه اخیستل شوي وو. د ځانمرګي سره بل ملګری هم وو.

وروسته تحقیق نه معلومه شوه چې ځانمرګې احمد علي نومېدو چې د ښار سره نژدې د دېبې کلي اوسېدونکې وو. نسلاً اعوان پنجابی وو خو د کوټې ډومیسال یې لرلو، مور یې بل میړه کړی وو او ایف اې پورې تعلیم یې لرلو او پلار یې په یو سکول کې څوکیداري کوله.

مخکې معلومه شوه چې هم په دغه دېبه کلي کې میشته د 25 کلن جهانګیر بادیني په وینا دا کار شوی وو. ښکاري داسې چې دغه وجه وه چه داعش خراسان او د تحریک طالبان ډلې جماعت الحرار په یو ځای ذمه واري قبوله کړې وه.

بلوچستان ته داعش خراسان ولې مخه کړه؟

په مجموعي توګه تصور دا دی چې داعش سلفي عقیده لري، چونکې کوټه بلوچستان کې یو اړخ ته هزاره اهل تشیع میشته دي لکه څرنګه چه د لشکر جهنګوي له خوا ړومبی برید په صوبایي وزیر نثار علي هزاره باندې شوی وو.

همدغه رنګ بلوچستان د ایران سره شریکه نهه سوه نه سېوا کیلومیټره پوله لري. د پولې پورې راپورې سني بلوڅ قبایل اباد دي. د پولې پورې د شیعه اکثریتي هیواد ایران یواځینۍ سني اکثریتي صوبه سیستان بلوجستان ده. ایران د ډېر وخته راهیسې په دغه سیمه کې د فرقه یيزې ناقرارۍ سره مخ دی.

په ایران کې د ډېرو غټو پیښو پړه داعش خراسان په خپل سر اخیستې ده. څېړونکي وایي چې دغه وجه ده چې په دغه سیمه کې په فرقه ییزو ډلو او په داعش خراسان کې د پښتنو په ځای د بلوڅو شمېره دا وخت ډیره ده.

آیا په بلوچستان کې صرف شیعه ابادي د داعش خراسان په نخښه ده؟

د افغانستان سره په پوله د بلوچستان د پښتنو په خاوره میشته افغان طالبان هم د داعش خراسان په نخښه دي. څېړونکي وایي وجه یې دغه د عقیدې فرق دی.

چونکې جمیعت علماء اسلام ګوند په پاکستان کې د افغان طالبانو مرستیال بلل کیږي ځکه په بلوجستان کې د دې ګوند مشران هم د دوی په نخښه دي.

دا وخت داعش خراسان په بلوچستان کې څومره موجودګي لري؟

د جولای په شلمه نیټه ۲۰۱۸ کې د بلوچستان په قلات سیمه کې امنیتي ځواکونو د داعش په ضد عملیات پیل کړل چې پکې دداعش بلوچستان مشر مفتي هدایت وژل شوی وو.

د مفتي هدایت مرګ په بلوچستان کې د داعش خراسان غټ نقصان وو. دغه وجه وه چې د امنیتي سرچینو له مخې د داعش خراسان ډلې مشري هم د مستونګ سیمې خیرمحمد رئیساني ته وسپارل شوه.

د داعش خراسان بلوچستان د مشر خیرمحمد

سرچینې وایي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې محمد خیر رئیساني د ډلې نورو مشرانو حافظ کبیر، حافظ نعمت، مقبول رئیساني اوعمران رند پاکستان پرېښود او افغانستان کې یې پناه واخیسته.

سرچینو زیاته کړه چه په مارچ ۲۰۲۰ کې په کابل ښار کې د سيکانو په ګوردواره برید کې هم دوی ککړ وو او دغه شان دوی د افغان امنیتي چارواکو په ولکه کې راغلل او په افغانستان کې بندیوان شول، خو هر کله چې د اګست په میاشت ۲۰۲۱ کې د کابل سقوط وشو او طالبان واکمن شول نو د نورو په شان دوی هم د افغانستان د زندان نه خوشي کړی شول.

په سیمه کې اوس د داعش خراسان هدف څوک دي؟

په اګست ۲۰۲۱ کې د کابل د سقوط نه پس داعش خراسان په ایران کې څو داسې بریدونه وکړل چې ایران ته یې ډیر زیان ورساوه.

د روان کال د جنورۍ په دریمه نېټه د ایران په کرمان ښار کې دداعش خراسان په ځانمرګي برید کې خواوشا 100 کسه ووژل شول.

څېړونکي وایي د بلوڅو سیمه کې د پولې پورې را پورې د داعش خراسان هدف ایران یو د عقیدې له وجې دی او بل دا په عراق او شام کې ایران دداعش خراسان په ضد د افغانستان شیعه وسلواله ډله فاطمیون بریګیډ او د پاکستان شیعه وسلواله ډله زینبیون بریګیډ ورلېږلې وه چې په دغه سیمه کې یې دداعش ملا ماته کړې وه.