د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر، مارکو روبیو د جمعې په ورځ په یو یاداشت کې د مصر او اسرایل نه علاوه د نړۍ په ټولو هیوادونو د امریکا مرستې بندې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت دغه یاداشت چې د اې ایف پي لیدلي پکي لیکل شوي چې د صدر ډونالډ ټرمپ اېجنډې سره سم هیڅ نوي مالي مرستې باید ونشي او نه هم د پخوانیو مرستو موده وغځول شي.
د وزارت په یاداشت کې پدې هکله څه ندي ویل شوي چې دا مرستې ولې بندې شوي خو یوازې دومره یې ویلي چې تر هغې دې دا مرستې بندې وي تر څو د نویو او پخوانیو مرستو جایزه او د منل کیدو پروسه نه وي بشپړه شوې.
د بهرنیو چارو وزیر د جایزې پیل کیدو او بشپړیدو نیټه هم نده یاده کړې.
مصر په غزې کې د اسرایل- حماس تر منځ د اوربند او برمته شویو کسانو خوشې کیدو په موافقې کې د امریکا او قطر سره په ګډه مهم نقش درلود.
د غزې تړانګې ته اکثریت مرستندویه مواد هم له مصر څخه ورځي او ښایي همدا یې دلیل وي چې پدې هیواد مرستې ندي بندې شوي.
مارکو روبیو چې د بهرنیو چارو وزیر په توګه تر ټاکل کیدو وړاندې د امریکا سېنټ غړی و، په افغانستان باندې یې د امریکا د مرستو بندیدو غوښتنه هم کړې وه.
روبیو د "نړیوالو ترهګرو د تمویل د بندیدو قانون" په نوم یوې لایحې کې چې د سېنټ ته یې وړاندې کړې وه، ویلي و "تر هغه چې ډاډ ترلاسه نشي چې د امریکا او د مالیه ورکونکو مرستې د ملګرو ملتونو د سازمان له لارې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته نه رسیږي، او نغدي پیسې د امریکا د بندیزونو څخه سرغړونه نده، د ملګرو ملتونو سره د امریکا مالي مرستې باید بندې شي."
سره لدې چې امریکایي چارواکي اندیښنه لري د افغانستان سره د بهرنیو مرستو څخه طالبان ګټه اخلي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت امریکا غږ ته ویلي چې دغه نغدي مرستې په افغانستان کې د نړیوالو موسسو له خوا کارول کیږي او دوی په دې کې هیڅ ونډه نه لري.
تر دې وړاندې د امریکا دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات ویلي و چې د صدر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا د حکومت ډیپلوماسي په اساسي ملي ګټو تمرکز کوي.
روبیو د ټرمپ د کابینې لومړنی غړی و چې د سېنټ تائید یې ترلاسه کړې و. هغه د خپلو موخو په اړه په یو بیان کې ویلي چې د امریکا ټول لګښتونه او بهرنۍ چارې "باید درې پوښتنو ته د ځواب په ویلو توجیه شي: ایا دا کار امریکا لا مظبوطه کوي؟ ایا دا امریکا نوره ځواکمنه کوي؟ ایا دا امریکا نوره سوکاله کوي؟"
ښاغلي روبیو د ټرمپ هغه ژمنه تکرار کړه چې وايي امریکا ته د ګڼ شمېر هغو کډوالو د ننوتلو مخنیوی کوي چې د مهاجرت قانوني اسناد نلري.
دغه ۵۳ کلن رېپبلکن سېنټر ژمنه وکړه چې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه به امریکا ته لومړیتوب ورکړي. هغه وویل: "زموږ ملي ګټو ته د لومړیتوب ورکولو معنی یوازيتوب نه ده بلکې دا د پوهې خبره ده چې زموږ بهرنۍ پالیسي زموږ په ملي ګټو متمرکزه وي.
( د وي او اې اشنا څانګې په مننه)